Month: September 2017

شیرمحمد خان – ګارډنر

په ۱۸۲۳ م کې د امیردوست محمد خان وراره حبیب الله د افغانستان په شمال کې لښکر راټول کړې و. په یوه جګړه کې ده د امیر پوځ مات کړو او ځینې کسان يې ژوندي ونیول. په دوی کې یو سپین پوستې “ګارډنر” هم و چې ځان يې ورته د امریکایی په توګه وروپیژندلو. د […]

افغانان په لاهور کې

دا عکس په ۱۸۸۰ م دسمبر په میاشت کې یو انګریز جان برک واخستو. هغه وخت دوېم افغان جنګ پای ته رسیدلې و، سردار محمد ایوب خان په پارس کې خپل پوځ له ترتیب ورکوو. سر لیپل ګریفن امیرعبد الرحمان ته د اپریل په میاشت کې د ملګرتیا لیک وراستولې و. امیر هم د ملایانو […]

بهګت رام تلوار

د اباسین او کابل سیندونو په غاړه نوښارسره نږدې “غله ډېر” یو وړوکې کلې دی. د وېش نه وړاندې دلته هندوان او سیکان هم اوسېدل. یو هندو ټیکدارجمنا داس ۷ زامن لرل. یو زوی، هری کشن تلوار د پنجاب په ګورنر “جیفري-ډي- مرمورینسي” ډز وکړو چې د هغه محافظ پرې ووژل شو او کشن يې […]

افغان کلیسا

د بمبۍ په جنوب کې د کولابه سیمې یوه پخوانۍ کلیسا ” افغان چرچ” د هندي-انګریز نژاده خلکو عبادت ځای دی. د کلیسا خپل نوم د “سینټ جان چرچ” دی خو څوک يې په دې نوم نه پيژني. افغانستان سره د دې کلیسا څه تړون دی؟ دغه سیمه د سمندر په غاړه ده او په […]

شهۍ او توردل

ته ژړا فرياد کړې د شهۍ له تورو زلفو ته ورځې پخپله دې تور مار لره کنه خوشال خټک په څیر ځینو نورو شاعرانو هم خپله معشوقه “شهۍ” بللې ده. خو په ۱۵۸۳ م کې د ټوپې (صوابۍ) اوسېدونکې یوسفزۍ شهۍ خیالي معشوقه نا بلکه د حیات خان لور وه. د اباسین په ختیځه غاړه […]

صندلي

صندلي د فارسي تورې چې مانا يې کرسۍ یا چوکۍ وي. په ژمي کې د یخو سیمو د خلکو لپاره ځان تود ساتل تر هر څه مهم وي. پخوا د سوند لپاره لرګی او سکاره به پکار راتلل. په کورونو کې به يې تاوخانې جوړولې چې پکې پخلی کیدو او بره کوټه به يې هم […]

د بنګال قحطۍ

د هند لویه وچه د ۳ ق م نه تر اتلسمې میلادي پېړۍ ۱۷ ځلې د وچکالي یا سیلابونو له کبله په قحطۍ وزپل شوه. په هم دغه خاوره د برطانيې په ۱۲۰ کلن حکومت کې ۳۱ ځلې قحطي راغله. په وروستي ځل ۱۹۴۳ م کې ۴ میلینه انسانان په بنګال او بهار کې د […]

ولایت او ولایتي

د ولایت عربی تورې په ” ولا” کې ریښې لري. مانا يې واک، سرپرستي څارنه او حاکمیت دی. والي هغه څوک چې واک یا اختیار لري. په تصوف او شیعه فرقې کې د ولایت څو درجې او ډولونه دي. د عثماني سلطنت ټولې صوبې به د ایالت په نوم یادېدې، لکه د پارس یا د […]