د ببو گل طب

د نړۍ ډېرو ملکونو ته سفرونه کړي دي او په هندوستان کی مې د ببوگل سره وپيژندل. په داسی ورځ چې سفر به نه و او يا په کتابونو کې مې معلومات لټول، نو د انا د کور دروازه وټکوله. د باران په ورځ هغې سره د خبرود چايو خوند لا زيات کړو. د افغانستان په سختو جنگونو کی دا کله په کابل اوکله په کلي کې وه او په ډيرو بدو حالاتو کې يې د خپلی کورنۍ واړه او لوې له ناروغيو ژغورلي و.
د ژمې په يو ماښام د ټکيدلو غوزانو، زنجفيل او د شودو”چاوه” به يې راته جوړ کړل او دا نوم مې هم د هغې له خلې اوريدلې و. د اوړو، مالگې او د چيني اړوب او د زکام لپاره او ماچ د جوړولو چل يې راته وښودلو. خو زما لپاره حيرانونکې د بوټو نومونه وچې د مرض د نوم په اورېدو به يې ياد کړل. ما به هغه نومونه وليکل. وروسته دا نسخې مې راټولې کړې او د انگلستان د ډاکټرانو په يو غونډه کی مې د مضمون په توگه وړاندې کړل. هلته څوډاکټرانو راته د افغانستان د نورو بوټو په اړه معلومات راکړل چې راټولول يې ضرور و.
په تاسو کې به زياترو په کورونو کې د سونډ، سپيرکۍ، باديان او بارتنگ په خوړلو خپل د ناروغۍ درمل کړې وي. خو ځيني ډاکټران په دې ټوټکو باورنه لري. نور يې مني خو په خله نه وايي. ددی علت دا دې چې زدکړه يې په اوسني لوېديځ ډوله طب کی سرته رسولې وي او چا ته کورنې علاج ښودل ورته د خپل علميت سپکاوې ښکاري. هغه داروگان چې په بازار کی خرڅيږي، ددوۍ اساس هم دغه بوټي او قدرتي توکي وي خو مونږ ترې نه خبريږو. د داروگانو د کمپنيو کاروبار په هم دی روان دې چې خپله نسخه له خلکو پټه ساتي او يا که په بوتل يې ليکلي هم وي نو هرڅوک يې په ژبه نه پوهيږي.
په لويديځ کې دخيټې د نرمولو لپاره په ډبو کی بند ” فايبوجيل” خرڅيږي. د ډبي د پاسه ددی د اجزاو په نومونو کی د “هسک ايسپيگوله” ليکلي وي چې د اسپغول ست وي او هر څوک يې پيژني. فرق يې دومره دى چې د داروگانو شرکت پکې خواږه او د خوند لپاره يې نور توکي گډ کړي دي او په گرانه بيعه يې خرڅوي. يو بل شې د گرايپ واټر بوتل دې. هرنوي زېږيدلي ماشوم ته چې په خيټه کی يې باد وي، ډاکټران د دی اوبو د ورکولو مشوره ورکوي. دا خو نور څه نه دي بلکه عرق باديان وي.
ببو گل نه مې د افغانستان دهغو بوټو نومونه زده کړل چې طبي خاصيتونه لري. د سرمه خسک بوټې وړې وړې پاڼې چې خوشبوى هم لري، د خلې د پاکولو لپاره کاريږي. “چلبرگه” د گلاب په شان پاڼې لري، وچ او ټکيدلې د نس ناستې مريض ته ورکوي. “غرنۍ قلفه” د هغی قلفې نه لږ فرق وي چې خلک يې په اوړي کی د سابه په توگه پخوي. قلفه وچيږي،ميده شوې د خيټې د درد لپاره کاريږي. گل ختمي د سپيرکيو، باديانو اود گلابو له اوبو سره ايشول کيږي اود زکام لپاره اکسير گڼلې شي. د “کورغ ” د بوټي بيخ يعني جرړه د گرمي تبي لپاره ورکول کيږي. د “زوال” بوټې وړوکى اوگل يې ژيړوي، سپيرې پاڼې اوخوشبوى هم لري خو ډېر تريخ وي. د لرزې تبې لپاره يې په اوبو کې ايشوي اومريض ته ورکوي. ښاي د کونين گولۍ ته ورته خاصيت لري چې د ملاريا لپاره ډاکتران ورکوي ځکه کونين هم له يو بوټي جوړيږي او تريخ وي.
ببو گل ټينگار کووچې د اوړي او ژمي ناروغۍ فرق لري. د خيټې خرابيدل هم په يوه دارو نه ښه کيږي. که دا د گرمۍ له لاسه وه نو په اوبو کې به يې اسپغول ورکول. او که به د يخ له لاسه وه نو همدغه اسپغول به يې تر بريانولو وروسته د گوړې په شيره کې ورکول. هغې د نومونو په توپير هم تاکيد کوو. يو ځل يې د “سنگ انگورک” نوم واخيستو. ما دليکلو نه وروسته ورته ولوستل، “سگ انگورک” نوهغه لږ نا ارامه شوه او وې ويل نه بچيه ‘سنگ انگورک’ دا وړوکى بوټى وي چې گردۍ پاڼې لري او ژيړ بخنې نارنجي دانې هم پکښې وي. دا به مو د ټوخي لپاره ورکوو. سگ انگورک بل شى دى. دا بيا اوږدې پاڼې لري او نه خوړل کيږي.
بيا ما ورته ټول نومونه د ليکلو نه وروستو د املا سره ولوستل نوددی به تسلي وشوه. راته يې ويل، په طب کی اشتباه نه وي پکار. دا طبيبان د زرگونو کالوعلم لري.
په تيرو شلو کالو کې د لوېديځې نړۍ د طب په ډگر کی يو انقلاب راغلې دې. يوې خوا که د وژونکو ناروغيو لکه سرطان او ايډز د تداوي لپاره څيړنې روانې دي نو بل خوا د انسان په روغتيا کی د خواړو او د بوټو د طبي خواصو په اړه پلټنې کيږي. او کله چې د ليمو او يا د باديانو په ارزښت غوړې مجلې راپورونه ورکوي نو ما ته ببو گل را ياده شي. هغې يوازي د نايابه بوټو معلومات نه لرل بلکه ددوۍ نه د دارو د جوړولو په چل هم پوهيده. “مرغۍ ټکلې” يو بوټى دى چې د افغانستان په ځينو غرنيو سيمو کی را ټوکيږي. داد بيرو په شان ميوه هم لري چې واړه يې شکوي او تر سپينولو وروسته يې خوري. ددی بوټى او بيخ دواړه يو ځاى خيشته کيږي او بيا ددې اوبه د بدن د درد ختمولو لپاره ورکولې.
زمونږ خپل کور کې اوس هم د انارو وچ پوستکي( نارسوې) په ټکيدلي حالت کی په يوه بوتل کې موجود وي. د نس ناستې مريض ته به يې دا پوستکي له يوې کاشوغې ماستو سره ورکوي. اروپايان اوس انارو ته “سوپر فوډ” واي او اوبه په بوتلونو کی په گرانه بيه خرڅيږي. د پښتونخوا په کليو کې وچه ځنگلي پودينه هغه چا ته ورکوي چې خوا يې گرځي. اوس په لويديځ کی د نانا چاې څښل رواج شوي دي او د خيټې د درد لپاره اکسير گڼلې شي.
زمونږ په کليو کې پخوا ملهمونه نه و او د عام ټپ يا پرهر دپاسه به يې شات (گبين) لگول. د لړم چيچلي زخم به يې ميده پيازو پټوو او مار چيچلي ته به يې په اوبو کې لږ نسوار ورکول او له زخم نه د وينې تر بهيدو وروسته به يې پياز يا د تمباکو پاڼې پری تړلې.
ژيړ لرگې يعني چوب زرد ډېر تريخ وي. تر ايشولو وروسته ددې اوبه هغو ښځو ته څښلو له ورکوي چې اولاد به يې زېږېدلى و. خو دا کرکمن نه دي. کرکمن د پوستکي د پرهر د جوړيدو لپاره به يې کاروو . هغه شلخې ( ټوپک نه بلکه سابه) چې زمونږ په سيمه کی د ويالو پر غاړه په عامه را ټوکيږي، د خيټې د ناروغيو يو دارو گڼلې شي.
راځۍ وگورو چې نور ملکونه په دی بوټو څه کوي. د اسټراليا يوه ونه، چېTEA TREE نوميږي، ډېرې طبې ځانگړتياوې لري. يوه دا چې د مايکروب وژني او د زخم د وينځلونه واخلی ترويښتود سپږو د وژلو لپاره يې وکاروو. اوس د دی ونی نه د صابونو، شامپو نه علاوه نور دومره شيان راوتلي دي چې هر څوک يې پيژني. څو کاله دمخه زه په بيجنگ کې يوه داسی ځاى ته ولاړم چې چينايي ډاکټرانو پکې خپلې پلټنې کولې او راته وې ويل چې د چين د هر گوت نه په زرگونو ټنه بوټي دلته کاريږي
په افريقا او اسټراليا کې د ځوز د کورنۍ يو بوټى اېلوويرا Aloe Vera نوميږي. دا بوټې زمونږ په سيمه کې په وچو دشتو کی هم راټوکيږي. ددې په کلکو او اغزنو پاڼو که څوک نوک ښخ کړي نو يو سليخ ترې راوزي. له همدې سليخ، نه يوازي د زخم ملهم جوړيږي بلکه اوس ترې کريمونه، شامپوگان، صابون او د مخ د پاکولو مواد هم جوړوي. ځينو خلکو داځوز په لويو زمکولگول پيل کړي دي چې په کارخانو يې خرڅ کړي.
ځيني چينايي بوټي اوس د گوليو په بڼه د نورو وټامنونو په شان د اروپاي ملکونود داروگانو سره څنگ کی خرڅيږي.GINSENG همدغسي يوه جرړه ده. هندوستان د تيرو ديرشو کالو نه د خپلو بوټو نه جوړ شيان يې نړيوال بازار ته را ايستلي دي. د دوى د” نيم ” له ونې جوړ د غاښونو د پاکولو کريم په نړۍ واله بازار کی دومره ژر خرڅ شي چې څو کاله د مخه پخپله د هند په بازارونو کې هم ددې کمى پيدا شو ځکه په عربي هيوادونو کی ددی غوښتنه ډېره شوه. . مصر او مراکش اوس د اروپا د عطرو په صنعت کی خپل د رامبيل او د گلاب گلونه ورليږي. په مراکش کې مې يو ځاې ښځې وليدې چې د ځنگلي ونو غوزان يې ټکول چې ” ارگان” نوميږي. هلته نه د تيلو يو وړوکې بوتل مې په لږو پيسو واخستو. اوس هم هغه هومره تيل په اروپا کې په درې چنده بيه خرڅيږي. تهاي لينډ خپل ” ليمن گراس” د نړۍ لويو بازارونو کی خرڅوي او غوښتنه يې ورځ تر بله زياتيږي. په دې ټولو ملکونو کې دطبي بوټو د صنعت د لارې په زرگونوانسانان ځان ته روزگارپيدا کوي.
اوس به راشو افغانستان ته چې دلته د هری ناکامۍ پړه په جنگ اچول يوه ساده خبره گرځيدلې ده. دلته طبي بوټو ته ښاي په جنگ کی دومره تاوان نه وي رسيدلې څومره چې اوس يې گورو. په ۲۰۰۲ م کې هم ددې په دشتو کې هر ډول ځنگلي بوتي پيدا کيدل او خينو کوچيانو راته ددې نومونه هم وښودل. خو په دې شين وطن کې هری خوا ته خلکو د زمکو د رالاندې کولو او د کورونو د جوړولو په هوس ونې او بوټې وهلې دې.
د پکتيا شاوخوا هغه ميزرې چې جرړه يې “پمنکي” نوميده او د سابه په توگه به مو خوړه، په ورکيدو دى. دا خبره ما د عامو خلکو له خلې واورېده چې پمنکې د شکرې د ناروغۍ لپاره غوره دارو گڼل کيږي. هم دغسی يوکال مي د سراې شمالي په يو کلي کې وليدل چې د انگورو د طاقونو لپاره هغه زمکه هم اړول کيده چې يو وخت ورباندې د ويلنو او د باديانوبوټي ولاړ و. کروند گر راته وويل، انگور زياته گټه کوي. خو هغه د نړۍ د بازار نه خبر نه و چې د شنو باديانو يوپيکټ پکې په څوروپۍ خرڅيدو. ختمي گل چې يو وخت په هری لوې لارې کی ليدل کېدو اوس کم ښکاري. افغانستان يو وخت د اينجې (هينگ) په توليد کی لومړې نمبر و. خو په افغانستان کې مهمه ستونزه د بوټو په اړه بې غوري ده.
خبره په زمکه کی نه ده بلکه داوسيدونکواستعداد او پوهې ته اړ ده چې په دی هيواد کی يې کمې نشته. دا چې د خپلو وسايلو نه به څنگه کار اخلي ددوي لپاره يوه ننگونه ده. اسراييل چې نه د تيلو زېرمې لري او نه د افغانستان په شان بوټي ورسره شته، د مودو راهيسې د خپل وړوکي سمندر د ساحلونو مالگينه خټه ځان ته سره زر کړې ده. له دې ختو جوړ صابون او نور توکي د نړۍ په بازار کی په گرانه بيه خرڅوي.
په افغانستان کی لږ تر لږه ددغو بوټو نومونه او خاصيتونه ثبت شي نو دا به ټول انسانيت ته خدمت وي. که شک لرئ نو په دې عکس کې ددې شين بوټي او د ژيړو گلونو نوم راته وښايئ چې په پغمان کې مې ليدلې و.
صفيه حليم

Medicinal Plant

د خبريدو نيته
۱۹ مارچ ۲۰۱۳ م

2 Comments

Add a Comment
  1. مطلب می ولوست خدای در خیر درکئ ، په رښتیاهم پښتونخوا په دغه بوټو ډکه ده په دی هیله چی د ببوګل طب کلیشه نوره هم په دغومعلوماتو باندې بډایه کړئ.
    په درنښت
    تاج الدین د شمالی قره باع کابل

    1. که د هغو بوټو نومونه او ځانگړتياوې دې وليکلې چې په قره باغ کې کيږي، نو په دې پاڼه به يې خپاره کړو. نور خلک به هم ترينه خبر شي.
      مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published.