
Cairo, Egypt – November 15 2023: Ceiling of the Qalawun complex that hold the mauloleum of the Mamluk empire sultan in Cairo
له ۱۲۵۰م تر ۱۵۱۷م د مصر، شام او بیا په هند کې د غلامانو (مرئیانو) اسلامي حکومت ” مملوک” په نوم شهرت لري. په عربي کې مملوک د یو کس غلام، وینځه یا څاروي ته به يې ویل. مانا هغه څه چې د ده ملکیت و. وروسته دا نوم پوځی مریي لپاره کاریدو.
د اسلامي خلافت د پراخیدو سره عباسي خلیفه المامون ( ۸۱۳- ۸۳۳م) ته د خپل پوځ لپاره د نورو جنګیالو اړتیا پیدا شوه. د مرکزي ایشیا سیمه کله چې د دوی په تسلط راغله نو هلته لوی شمیر ترک نژاد ماشومان د غلامانو په توګه يې بغداد ته استول. د دوی د روزنې او پالنې لپاره خلیفه له خوا انتظام شوی و. دوی به اسلامي تعلمیاتو نه علاوه جنګي فنون هم زده کول. په تنکي ځوانۍ کې دغه مرېیان به د خلیفه محافظانو په دسته کې شامل وو. کله کله د حاکمانو به ورته خپلې لوڼې په نکاح کړې او اولادونو ته يې په پوځ کې لوړې رتبې ورکړې کیدې. په راتلونکو دوو سو کالو کې دغه ترک نژاد امیران دومره زوره ور شول چې خلیفه به له دوی څخه سیاسي مشاورت کاو.
دا یواځې په عرب ملکونو کې رواج نه و بلکه پخپله ترکانو هم کله چې د مرکزي ایشیا لویه برخه ونیوله نو د مفتوح سیمې خلک به يې غلامان کړل. د دې لویه بیلګه د غزني سلطان محمود دربار و چې ترک مرییان يې حاکمان وو.
د غلامانو ( مملوک) سلطنت پېل په هندوستان کې وشو. هلته په ۱۲۰۶م کې غوری سلطان شهاب الدین له مړینې وروسته، د ده باوري مریې قطب الدین ایبک باچا شو ځکه غوري سلطان نارینه اولاد نه لرلو. د ایبک پلازمېنه په لاهور کې وه او د ده وارث هم یو ترک غلام، شمس الدین التمش و. سلطان رضیه د ده لور او د هند لومړۍ مسلمان واکمنه وه خو خپلو وروڼو نه پریښوده. دا مملوک حکومت په ۱۲۹۰م کې ختم شو.
د عباسیانو پلازمېنه ” بغداد” د چنګیزي حملو نه وروسته ویجاړ او د هغه ځای ځینې ترک غلام امیران مصر، عراق، شام او د خلیج په ځینو ملکونو کې خپاره شول.
په مصر کې د ایوبي سلطان الصالح، په مړینې د هغه یو امیر توران شاه غوښتل چې پخپله پر تخت کېني. خو د صالح کونډې “شجرۃ الدّر” یو بل ترک امیر سلطان ایبک سره واده وکړو چې په ۱۲۵۰م کې يې واک سمبال کړو. دا په مصر کې د مملوک سلطنت پېل او په لږ وخت کې هیواد په اقتصادي توګه مضبوط او پیاوړی شو.
د دوی ځواک په دوو سیمو کې راټول و چې یو ته به يې “بحري مملوک” ویل او د سلطان نجم الدین ایوب له خوا د نیل پر غاړه اباد شوي وو. دویمه د هغو څلورو زرو پوځیانو ډله وه چې د مصر په ” جبل کلا” کې منصور قلاون اباده کړه. دوی د چنګیزیانو سره هم په مېړانه وجنګیدل، د ایوبي سلطنت نه بېل شول او یو نیم سل کاله خپلواکه وو. په مصر کې د مملوک واک تر شپاړسمې پېړۍ پاتې و او هغه وخت دا په سیاسي، پوځي او علمي توګه، د تمدن مرکز و.
په ۱۷۰۲م کې د بغداد عثماني ترکانو، د مصر نه د مملوک امیران وروبلل چې په حکومتي کارونو کې ورسره مرسته وکړي. دغو مشاورینو لږه موده کې بغداد بیا په خپلو پښو ودراو. خو تر هغې يې دومره زور وموندلو چې د دوی یو مشر داود پاشا پخپله باچا شو. په ۱۸۳۱م کې عثماني سلطان، د پاشا په وینو لاسونه سره کړل او بغداد يې له مملوک څخه ازاد کړو. دوی د مصر، شام، عراق او حجاز( عربستان) خاوره هم په خپل لاس کې واخیسته. په مملوک دوره کې سرکاري ژبه عربي او د دوی سکه به مملوک دینار نومیده.
مملوک باچاهانو په وخت کې بحري ځواک په بحر روم کې بل سیال نه لرلو. دوی نه یواځې صلیبي جنګونو کې خپلو حریفانو ته په شام او فلسطین کې ماتې ورکړه بلکه یورپ ته د چنګیزي ځواک مخه يې ونیوله. په مصر او شام کې د مملوک دور جوماتونه او پوځي کلاګانې اوس هم پاتې دي.