
په ښار کې زمونږ خپل کور په جوړیدو مور مې خوشاله وه چې د کرای نه به خلاص شو. زه هغه وخت ماشومه وم خو ماښام به مې د مور او پلار په خبرو د ځان پوهیولو کوشش کاو. سرې خښتې، سیمنټ او د اوسپنې سریه ټکي مې هم هغه وخت زده کړل. اخر یوه ورځ دغه ساده یو منزله کور ته مو کډه وکړه. درې کوټې او مخ ته دالان…یو خوا پخلنځای او د غولي بل سر کې غسلخانه وه.
د دالان څلور ستنې وې چې د سیمنټ پلستر پرې لا نه و شوی. د کلي دالانونه به ډېر لوی او ستنې به يې د لرګي وې چې اکثر یوې ستنې سره د ریحان یا رامبیل بوټی شین و. په سپرلي کې زما مور هم یوې ستنې سره څه بوټی ولګول. خو کال وروسته پلار مې دا لیرې کړل ځکه د خښتو منځ سیمنټ يې خوړلی و. یو ګیلکار راغلو او ټولې ستنې يې په سیمنټو وپوښلې او څو ورځې وروسته په وچ پلستر يې سپینه چونه ووهله. مور مې بیا یو بوټی پیدا کړو او هم هغې ستنې سره يې ولګاو. هره ورځ به يې ورته اوبه ورکولې او کال وروسته یوه شنه ځېلۍ د ستنې سره مخ په بره ونښته. پکې د بیګل په شان کاسني ګلونه هم ټوکیدل چې ماشومانو به شوکول او د بیخ نه به يې خوږې اوبه زبیښلې. د مني په پېل، پلار مې دغه ځېلۍ په شوکولو اخته شو. مور مې په قهر وه خو پلار مې د ستنې یوه برخه ورته وښودله چې د ځېلۍ زیړ او نسواري لیکو بدرنګه کړې وه. نورې درې ستنې هم هغې سپینې پاتې وې. مونږ ټول قانع شو چې دغه ځېلۍ ښه نه وه خو د مور په سترګو کې مایوسي وه. ما پلار ته وویل چې که ځېلۍ لیرې شوه نو ټوله ستنه به بدرنګه ښکاري. یو ورور زما طرفدار و خو نورو د پلار پره کوله. اخر مونږه وبایلله او ټوله ځېلۍ د ستنې نه لیرې شوه چې د خپلو بدرنګو زیړو لیکو سره بربنډه ولاړه وه. پلار او مشر ورور مې د دې د پاکولو کوشش وکړو خو نوره يې هم ګنده کړه. څو ورځې وروسته دوی په هغې ستنې چونا ووهله خو دا د نورو دریو نه زیاته سپینه وه ځکه د هغې نورو رنګ دوه کاله پخوا شوی و. مور مې هر وخت دا ویل چې زما خو څوک نه مني.
زه په کالج کې وم چې یوه ورځ ماما مې کلي نه راغلو او مونږ خبر شو چې د نیکه په میراث کې زما مور ته هم برخه رسیدلی وه. ماما مې ډېر اخلاص من وو او یو ځای يې نوره زمکه واخیسته چې یو پلاټ پکې زما د مور په نوم و. وروڼو مې ودونه وکړل او بهر ملکونو ته لاړل. پلار د وفات نه وروسته، زه او وړه خور مې پاتې وو او ما د ډاکټرۍ سبق نه وروسته نوکري کوله. تر هغې د زمکې قیمت هم زیات شوی و نو ماما یوه ورځ مشورې لپاره راغلو چې څه وکړو. زمونږ د کور شا و خوا ډېره ابادي شوی وه او کوڅه تنګه وه. لوی موټر به پکې دننه نشو راتلی او زه به اکثر د کوڅې سر کې د روغتون ویګن نه ښکته کیدم او په پښو کور ته راتلم.
مور او ماما مې په دې صلاح وکړه چې په خپلې زمکې په دوه کورونه جوړ کړو. د دې لپاره ډېره پېسه پکار وه خو اخر زما د وروڼو او ماما د زامنو په مرسته د کورونو په جوړولو لاس پورې شو. یوه ورځ ماما راغلو او مونږ ته يې د کور نقشه وښودله. مور مې ناڅاپه وویل، د برنډې ستنې به د سرو خښتو جوړوئ. دا زما ارمان دی چې په سرو خښتو شنه ځېلۍ ختلی او په سپرلي کې سپین ګلونه پکې ښکاري. ماما مې وخاندل چې ته اوس راته د ایران جنډه مه جوړوه.
نوی کورونه جوړ شول او زما د مور په فرمایش زمونږ د برنډې ستنې د سرو خښتو وې خو لا رنګونه او په فرش ټایلونه نه وو لګیدلی. خو د هغې د وینې معاینات ښه نه وو او د شکرې نه علاوه کولیسټرول يې هم زیات وو. دارو او پرهیز دواړه ورته شروع شول. ماما مې خپل نوي کور ته کډه وړې وه خو مور مې نوی کور ته تلو کې زړه نازړه وه. پخواني یادونه او د څلویښتو کالو ژوند دومره په اسانه څوک نشي پریښودې. د کور محلت ښځې به ورته راتلی نو دا به لا اندیښمن شوه چې هلته چم ګاونډ نه و. ماما ته يې ویل چې زه په نوي کور څه کوم، دغه جینکۍ واده شي نو زه به هلته یواځي یم. د دې خبره هم سمه وه ځکه زمونږ کوڅه کې به هر سهار تازه ترکاري ګاډی راتلو. ناڅاپه میلمه به راغلو نو د ګاونډیانو کورونو نه به ډوډۍ او هرڅه چې د دې پکار وو راتلل. په دېوال کې د میخ ټک وهلو نه واخلې، د اوبو خرابي ټېنکۍ او نور کارونه به د کوڅې ماشومانو او ځوانانو ورته وکړل. د شپې به څوک ناروغه شول نو زمونږ دروازه به يې وټکوله او کله کله زما په ټیلیفون ایمبولانس هم ورته راتلو. خو اوس بهر سرکاري سړک د کوڅې نه بره جوړ شو. زه به باران کې په خټو لړلی بوټانو سره کور ته راتلم نو دا به لا خفه کیده. د سخت باران په وخت به کوڅه له اوبو ډکه وه او بیا ورور ورو دغه اوبه کورونو ته راتلې.
هم دغسې په سیلابونو کې یوه ورځ مور مې نوي کور ته بوتله چې زړه يې ښه شي. دا کور ډېرښایسته جوړ شوی و او د سرو خښتو په ستنو سپین ماربل (مرمر) پوښلي وو. هغه هم هلته حیرانه ولاړه وه او ماما ته يې مخ واړاو چې دا مو څه وکړل. هغه ورته ویل چې ټیکیدار د دالان په فرش هم هغسې د مرمرو ټایلونه اچولي وو نو بیا سرې خښتې ورسره سمې نه ښکاریدې او ځکه دا يې د فرش په شان کړل. مور مې خفه شوه او ورته يې وویل چې تا به ما نه پوښتنه کړی وای. دا دې ښه ونکړل. زما زړه و چې مرمرهم هغه شېبه، له ستنې لیری کړم خو هیڅ مې نشو کولی. بیرته لاړو نو مور راته وویل، زه نه ځم.
څو میاشتې نورې ووتلې او مونږ کډه ونکړه. اوړی په وتلو شو او یوه شپه د ګړز ګړوز سره په شیبو باران وریدو. مونږ ورته تیاري کړی وه او سامانونه مو بره دویم منزل ته خیجولی وو. سهار لمانځه لپاره پاسیدم نو پښې مې په اوبو کې ډوبې شوې. هغه وخت بجلي هم نه وه او د ګیس په رڼا کې مې ولیدل چې مور مې په کټ هېښ ناسته فرش ته يې کتل. بهر په کوڅه کې شور او خلکو د خپلو کورونو نه اوبه ویستلې. زمونږ د کور دروازه وټکیده او زه پوه شوم چې ګاونډی نادر کاکا به وي. د داسې وخت لپاره مې د اوبو ویستلو مشین چې په ډیزل چلیدو اخستی و. هغه اول د ډیزل جنریټر چالان کړو او بیا د اوبو ویستلو مشین غر غر کاو. تر سهار اوبه له کوره ووتلې نو ما کلینک ته ټیلیفون وکړو چې نشم راتلی. بیا مې ټوله ورځ د پتاسې ببو او د محلت ځوانو جینکو سره مې کور پاکوو. د ګاونډ نه چا راته چای او ډوډۍ هم راوړل او زه نه پوهیدم چې مور مې څه سوچ وړې وه خو د نورو ورځو په شان خبرې يې نه کولې. زه د ځان وینځلو نه وروسته ورسره کیناستم نو دا په ژړا شوه. راته يې وویل، دا هر څه زما د لاسه. ما ویل باران خو د الله وي نو تا څه وکړل. بس کډه به وکړو. ته د ټولې ورځې ستړې، خوب دې ونکړو دا زما د لاسه.
بله اوونۍ مو نوي کور ته کډه وکړه نو د سپین ماربل ستنې سره د رامبیل ځېلۍ ښه لویه او ګلونه يې هم کړي وو. دا راته ماما هم هغه وخت کرلی وه چې ستنې جوړې شوې وې او اوس يې ویل چې خیر دی د پاکستان په جنډې به ګوزاره وکړئ. ما به مور ته تسلي ورکوله چې شکر دلته ارام خوب کولی شو او هغې به ویل چې زه سل وارې د خدای شکر وباسم چې ته ارامه يې. یو ورور مې د کینیډا نه راغلو نو مور ته يې وویل چې هغه په کلي کې خپله زمکه خرڅول غواړي ځکه د ده اولادونه بیرته نه راځي. مور مې ورته وویل چې مه يې خرڅوه ځکه هدیره مو هلته ده. ده هغه زمکه زما په نوم کړه چې د نیکه کور سره نزدې وه. ما هلته د یو وړوکی ساده کورجوړولو تابیا وکړه. ټیکه دار ته مې په سخته وویل چې د دالان ستنې به د سرو خښتو وي. کورتیار شو نو د یوې ستنې سره مې د سپین ګلاب ځېلئ وکرله. د دې قلم راته ترورزي د آسټریلیا نه رالیږلې و خو ترسپرلي يې ګلونه نه وو کړي. د قران کریم ختم او خیرات لپاره مو ډېر خلک راوبلل. مور مې ارامه وه او کله کله به يې ځېلۍ ته وکتل. ورته مې وېلي وو چې ګلونه به بل کال ته کوي او دغه خبره يې څوښځو ته هم وکړه چې د دې کټ ته چاپېره راټولې هوا ګرمه شوې وه او بله ورځ د روژې میاشت ته تیاري کېده. د کلي خلک هسې هم د سرکار نه یوه ورځ وړاندې روژه وکړي. مونږ به په بله ورځ ښار ته تلو نو مور مې غوښتل چې بهر په انګڼ کې ویده شو او په اسمان کې ستورو ته وګورو. ماما ورته خاندل چې اوس په هوا کې دومره غبار وي چې سپوږمۍ هم نه لیدل کېږي. دوی خپل د ماشومتوب وختونه یادول او د کلي څو سپین سرې هم راسره پاتې وې. انګڼ په خاوره چا اوبه وشیندلې او مورمې هغه خوشبویی ته خوشاله شوه. ناڅاپه هوای ډزې پېل شوې او ټولو وویل، سبا روژه ده. زه لا په دې سوچ کې وم چې پېشمنی به څه وخت کوو چې بهر مې د ښځو چغې واوریدې. مور مې د سپین ګلاب ځېلۍ ته نزدې په کټ ملاسته وه او یو کارتوس د هغې په زړه سوری کړی و.