سلجوقیان

د هرات “مالان پل” ۱۳ میلادي پېړۍ کې د سلجوق ټبر نامتو سلطان سنجر له خوا جوړ شو. سلجوق د ترکمن قبایلو یو قام و چې په ۱۱ میلادي پېړۍ کې راتاند شو. د ۱۰۴۰ م په پېل کې د غزني ۵۰ زره پوځ د مرو (ترکمانستان) او سرخس ترمنځ ډنډانکان (دندنقان) کې د سلجوق […]

خیالي ټولنه-یوټوپیا

د چاپیریال ساتونکي په دې نظر دی چې یوه ټولنه باید د طبیعت سره متوازن ژوند وکړی. د یویشتمې پېړۍ دریمه لسیزه د شین سیاست یوه برخه ګرځیدلې ده. ځینې په دې نظر دی چې پېسه دې ختمه شي او وګړي باید هغه کار وکړي چې دوی ترې خوند واخلي او دا د نورو خلکو […]

چچ

د اټک نه پورې اباسین په لمنه کې د پنجاب شمال ته، ۱۹ ميله اوږده او اته ميله پلنه دره چچ نومېږي. د ټيکسلا سره نزدې والي له کبله لرغونو متنونو کې “چهکشا” يا شکشا او بره هزاره ته به يې “اراشه” وئيل. نور روایتونه دي چې يو وخت دلته د سيند اوبه ودريدې او […]

ارزاني خیشکی

د ۲۰۰۳ م په لومړي میاشت کې زه د د بهار د پښتنو په اړه پلټنو لپاره پټنې ته لاړم. استاد عبد الخالق رشید راسره مل و چې کال وړاندې هلته د بایزید روښان یو خلیفه ارزاني مقبره کشف کړې وه. ارزاني د تصوف د نقشبندي طریقې منونکی او په وحدت الوجود يې باور کوو. […]

مارکونډی

د پښتونخوا په دشتو او شاړو کې د مارکونډي بوټی پخپله راشنه شي. د چا ګردې یا د مثانې درد وي نو دغه ایشیدلي ازغن بوټی ورته د څښلو لپاره ورکوي. په ولسي ژبه کې مارکونډی د اوزې سر، د غوایی سر، د پیشو سر، د شیطان باڼه، د شیطان ازغي، د شیطان بوټی او […]

خفه ملا

د خیبر پښتونخوا د چارسدې ترنګزو کلي مولانا فضل قادر په ۱۸۲۶ م کې په میروزو کندي کې زیږېدلې و. دی د سیمې لومړی عالم و چې د دارالعلوم دیوبند نه فارغ شوی او بیرته اشنغر ته لاړو نو د احادیث او فقه په اړه خلکو ته يې علم ورکاو. خلکو به یو بل ته […]

د کوچیانو کرېز

د ۱۹ میلادي پېړۍ په نیمایی کې شاه شجاع د انګریز په ملاتړ د کابل پر تخت بیا کیناستو. د برطانیې پوځي او ملکي استاځي به د خیبر، بولان او د ټوچي په درو کابل ته ورتلل. الیګزاندړ برنز هم دغسې په یو سفر ډېره اسماعيل خان کې د کوچيانو ننداره وکړه او د دوی […]

د غزني څمڅې

د ۲۱ میلادي پېړۍ په سر کې کله چې د نړۍ لرغون پوهان د بامیانو ماتې مجسمې او نور تاریخي اثار پلټل، د اطالوي پوهانو یوې ډلې د غزني په څمڅو څېړنې کولې. دوی لومړی “نی کلا” ته ورغلل. د عربانو د حملو په وخت دا غار او کلا د زابلستان د واکمنو پناه ځاې […]

باټ او یندره

زمونږ په کوڅه کې به یو غټ سړی کله نا کله غږ وکړو چې د اوسپنې یو لوی “څرخ” به يې په شا بار کړی و. دا به يې د وړوکې میدان په یو ګوټ کې ودراو. د هر کور نه به ماشومان د لویو وړو چړو، چاقوانو، قینچي او یو چا به تبرګی نیولې […]

امیر او پیر

امیرعبدالرحمان ته چا خبرو یوړو چې د بتخاک حضرت صیب خلکو ته لنګر ورکوي. امیرسره پوښتنه پيدا شوه چې د دې لګښت د کوم ځای نه پورا کوي؟ په هغو ورځو کې خلکو به په پټه کیمیاګري د لارې سره زر جوړول او امیر شکمن شو چې یا خو ملا کیمیا ګر دی او یا […]