Month: June 2022

د منګلو پاڅون

د ۱۹۲۴ م په پکتیا کې د امان الله خان خلاف دا پاڅون تر دوو کالو روان و. دا لومړی جګړه وه چې راپورونه يې د کابل، جلال اباد او پیښور په پاڼو کې خپریدل. په لیکنو کې دوی به “ملا لنګ و رفیق دلنګ” او ” ازملا لنګ تا ملا کور”جملې هم کارولې. د […]

افغانستان ته د اقبال سفر

په ۱۹۲۹م کې د لاهور یوې بنګلې مخ ته لوی تور موټر څخه یو بارعب سړی ښکته شو. خادم په دروازه ورته وویل چې بادار يې یوې مقدمې لپاره عدالت (محکمې) ته تللی دی. هغه سړي ورته خپل کارډ پریښودو او رخصت شو. بادار علامه محمد اقبال د هند نامتو شاعر او وکیل کور ته […]

سېله که باسمتي

په دودیزه توګه پښتانه درې ډوله وریژې، نرۍ، غټې او سیله په نوم پېژني. نرۍ سپینې وریژې د پخولو په وخت خوشبویی لری. په اوړي کې ایشیدلي، تور کشمش، دال پېتي یا ماستو سره به يې خوړل. د نریو وریژو یو بل ډول “ماتې وریژې” د کهیر ( شیربرنج) لپاره کاریدې. اوس دا وریژې ” […]

لویه دره

ما په لومړي ځل د انګلیسی ژبې د زده کړې په کتاب کې د – Grand Canyon نوم ولیده او‌ په اړه مې یې مقاله ولوستله. ګرانډ کینین د امریکا د اریزونا په ایالت کې دی. زه له نویدا ایالت څخه ورته په موټر کې ورغلم چې سلګونه میله مزل دی. پارک ته چې ننوځي […]

میر زمان خان

د ۱۹ پېړۍ په سر کې د مومندو تیرا (تیرای) محمد اکرم خان، د جنګونو او دشمنۍ له کبله، کلی پریښودو. ځینې خلک دا د اپریدو ” تیراه” ګڼي چې سمه نه ده. دا د مومندو او اپریدو ترمنځ د شلمان غرختیځه ډډه ده. اکرم خان لومړی اتمانخیلو “انبار” ته لاړو او هلته نه بیا […]

ګنډېرۍ

په پښتونخوا کې د ګنو فصل په مني کې تیار شي او بیا د ژمې ترپای تازه ګنډېرۍ هم بازار ته راځي. د سپینو شویو ګنو دا وړې ټوټې د غاښونو لپاره د ژوؤلو او زبیښلو ورزش وي. هغه وخت چې له کیمیاوي توکو ډک خواږه او ژاوولې چا نه پیژندلې، د ولوږې ختمولو ارزان […]

د ټال پنکهه

د ۱۹۰۰ م د هندوستان په دغه تصویر کې درې سړي، دوه په فرش ملاست او یو ناست پړي راکاږي. دغه لوی پړي د یو وړوکي چرخ ( ګرارۍ) په واسطه دننه د چت سره ځوړند بادګیر خوځولې شي. دا پنکهه یو پلن لرګین ټال و چې د کوټې چت په څرخ کې کلک و. […]

شاهي تخت

په ۲ جون ۱۹۵۳م د برطانیې ۲۷ کلنه شهزادګۍ ایلزبت د ملکې په توګه پر شاهي تخت کیناسته. د فرانس مشر نپولین بوناپارټ قول دی چې ” شاهي تخت په مخملو پوښلی لرګین بنچ وي.” خو برطانوي شاهي تخت د لرګي یوه لویه کرسۍ (چوکۍ) او په سرکاري توګه د “سینټ ایډورډز کرسۍ” نومېږي. د […]