Category: لرغونې نړۍ

نالنده

د پټنې ښارڅخه ۹۸ کلومیټر جنوب ختیځ کې یوه پراخه زمکه کې د لرغونی نالنده پوهنتون کنډوالې ښکاري. په ۱۸۱۲م کې د سکاټلینډ یو سروی کوونکي، “فرانسس بوکانن”، په خپل راپور کې د دې حال ولیکلو. په ۱۸۶۱م کې نامتو برطانوي لرغون پوهه الیګزانډر کننګهم هلته د نالنده پوهنتون د شتون ذکر وکړو. د ودانیو […]

چوغه زنبیل

په ۱۲۵۰ ق م کې د پارس ( ایران) یو باچا د اهرام په بڼه یو لوړ عبادتځای جوړ کړو. دا د خوزستان صوبې شوش (سوسه) ښار ته نزدې د پخو خښتو یوې غونډۍ په شان ښکاري چې خلک يې لیدو ته ورځي. د چوغه (چغه) زنبیل مانا په فارسي کې د ټوکرۍ غر کېږي. […]

جوج ماجوج

په عبراني ژبې کې ګوګ او مګوګ…د عربي یاجوج او ماجوج… کله د یو انسان، کله سیمې او کله د قام لپاره کارول شوی نومونه دي. په تورات کې زکر دی چې د “ګوګ” په نوم یو کس د “مګوګ” اوسیدونکی و. په زاړه انجیل کې ماجوج د نوح پیغمبر نمسی و خو هلته د […]

نوبهار

د بلخ او شبرغان په لويه لار یوه لویه ګومبده د خاورو ډېرۍ ده چې خلک ورته “نوبهار” وایی. د دې نه لږ وړاندې په هم هغه لاره یوه سټوپه ” توپ رستم” نومېږي. دا ټوله سیمه شا و خوا دوه زره کاله پخوا “باختر” نومیده. په څلورم ق م پېړۍ کې د هند او […]

د اکره کنډوالې

په ۲۰۱۳م کې مې د پښتونخوا د بنو دغې لرغونی ښار په اړه مضمون خپور کړو نو یو کس راته وویل چې د اکره غونډۍ چاپېره سرکاري زمکه کې خلک غیر قانوني ابادي کوي. د اکره (عقره) په نوم د کردانو یو ښار د عراق او ایران په سرحد هم شته. په سانسکرت کې ” […]

د مور مجسمه

د جرمني په یوې سمڅې کې د ښځې یوه وړه مجسمه رابرسیره شوه چې شا و خوا ۴۰ زره کاله پخوانۍ وه. دا د ” حوخلی فیلس” د وینس په نوم مشهور ده چې د عنقا شوي ځناور ” میمات” له غاښ په مینې او پام جوړه وه. دغسې بوتان د یورپ او ایشیا په […]

آی خانم

د ۲۰۰۵م په اوړي کې د افغانستان شمال کې د ” آی خانم” لرغونی ښار لیدو ته ورغلم. هلته د څو ډبرینو ستنو نه علاوه پکې څه پاتې نه وو او ځای ځای د بلډوزر جوړو کندو د لوټمار حال ویلو. په ۱۸ مارچ ۱۸۳۸م کې د ایسټ اندیا کمپنۍ یو استاځی “جان ووډ” بدخشان […]

ذوالقرنین

په عربي کې ذی القرنین یا ذوالقرنین مانا “هغه چې دوه ښکرونه لري” کېږي. تر ۲۰ پېړۍ مورخینو په اندازه، ذوالقرنین د مقدونیې اسکندر و ځکه هغه د یورپ او ایشیا لویه برخه فتح کړه. خو د اسلامي عالمانو په نظر اسکندر بت پرست او ذوالقرنین مسلمان و. دوی وایی چې په ټولې نړۍ څلورو […]

اناهیتا

د کویت په ملي میوزیم کې د ” اناهیتا” یوه مجسمه نندارې ته ایښې ده. دا په ۳۳۰ م کې ایران کې له برونزو څخه جوړه شوی وه. د زردشتي دین په صحیفو (اويستا) کې د اناهيتا د یوې مجسمې انځور داسې کښلی دی. ” د سرو زرو عبا يا چپنه يې په غاړه ده […]

ګوجر

د زوړ پیښور “پې واله” دکانونو ته به سهار وختي د تازه پیو ډک مسین منګي له ټانګو ښکته کیدل. دغه سوچه پۍ به له شا و خوا کلیو ګوجرانو وړل. دوی په کورونو کې غوا میښې ساتلې او ګوجري ( هندکو) ژبه به يې ویله. په پښتو کې د ګوجر” مانا پۍ خرڅونکي” و. […]