Month: October 2013

بلوچيتېريم

په ۱۹۱۰ م کې د انگلستان د لرغونو ژويو يو متخصص ” کلايو فوسټر کوپر” د بلوچستان په ډېره بگټي کې د يو لوې ځناور د هډوکو نښې وموندلې. په زمکه کې خښ دا د نړۍ تر ټولو لوې “ډاينوسار”هډوکي وو او له هغې وړاندې په نړۍ کې د يو زوي دومره لوې هډونه بل […]

ختيځ پاکستان څنگه بنگله دېش شو؟

په ۱۹۴۷ م کې انگرېزانو هند لويه وچه په دوو برخو ووېشله چې هندوان او مسلمانان پکې بېل بېل ژوند وکړي. دا وېش په اصل کې د پنجاب او د بنگال و. يو خوا مغربي بنگال چې د هندوانو شمېره پکې زياته او کلکته يې لوې ښار و، بل خوا ختيځ پنجاب چې د سيکانو […]

اسکندر

د نړۍ په تاريخ کې د اسکندر نوم د ميړانې، د يو غښتلي جنگي او سياسي مشر او د اتلوالي سره تړلې دی. تر اوسه په سوونو مستند تاريخونه د ده د ژوند او کارنامو په اړه بازار ته راوتلي دي. ځينو ليکوالانواسکندر يو نابغه انسان گڼلو چې نيمه نړۍ يې ونيوله او د ده […]

پيرک

د سېوۍ (سبي) نه ۲۰ کلوميټر جنوب کې د نارې سيند پر غاړه اته ميتره لوړه يوه غونډۍ په ۱۲ اېکړو کې خپره ده. د نږدو کليو خلک ورته “پيرک” وايي او په ۱۹۶۳ م کې دې سيمې ته ورغلي فرانسوي لرغون پوهانو ورته پام شو. بيا دلته د ۱۹۶۸ او د ۱۹۷۴ م تر […]

د کهف غار

د نومبر ۱۹۹۷ م د اردن په پلازمېنې عمان کې سخت ساړه وو. مونږ د کهف د غار ليدو ته ورغلو. د ښار نه اوو ميله جنوب کې د لوې لارې نه يو سړک بېل او درې کلوميټر په فاصله کې يوې غونډۍ ته رسېږي. په هغه سړک د څو پېچومو نه وروسته يو ځاې […]

ملگري ملتونه- جعفر هاند

ملګري ملتونه له دويمې نړيوالې جګړې وروسته په ١٩٤٥ کال کې رامنځ ته شول چې موخه یې جامعه ملل يا ليگ اف نيشنز له لورې وړانديزو شوو څو اهدافو ترلاسه کول وو. هغه سازمان د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلې و او ملگري ملتونه يې ” ځاې ناستې” هم بلل کېږي. دويمې […]

د اريا افسانه

د لرغوني هند په اړه يو ساده نظر دا دې، چې د ” دراوړ” نسل خلکو پکې ژوند کوو، د شمال نه ورباندې ” اريايي نسل” خلک راغلل او دوي يې خپل غلامان کړل. په سانسکرت ژبې کې اريا يو ” صفتي” تورې دی چې مانا يې محترم وي. کله چې دې توري انډونيشيا او […]

شطرنج

وايي چې شطرنج د باچاهانو لوبه ده. دا د دوو لوبغاړو تر منځ د دوي د دماغو او د سوچ يوه ازموينه وي. دا لوبه د کوشان واکمنو پر وخت په هند کې پېل شوه او د پوځ د څلورو برخو په حساب ” چتورنگه” ونومول شو. دا څلور برخې، پياده سپاره (اس) هاتي ( […]

د اميرعبد الرحمان معالج

د انگلستان جېفري ايلن گرې د ۱۸۸۵ م نه تر ۱۸۸۹ م پورې د افغانستان د امير عبد الرحمان شخصي معالج پاتې شوې و. يوه ورځ امير ( عبد الرحمان) د پوځي دستې د معاينې لپاره بهر په کرسۍ ناست و او سيگرټ يې څکول. کله چې هراتي غونډ د هغه مخې نه تيرېدو نو […]

کچنار

هر وختې چې مور به مې قيمه او کچنار پاخه کړل نو د ماشومانو خلې به بوسې شوې. کچنال يا کچنار راته سبزي ښکاريده او لږ ماشومان به داسې وي چې هغه په شوق وخوري. د سپرلي په وتلو دا شنې غوټۍ به د پېښور ترکارۍ په دکانونو ډېرۍ ډېرۍ پرتې وې. د ځينو خلې […]