Month: September 2019

زرغونه الکوزۍ

د احمد شاه ابدالي مور زرغونه چې ولس يې په درناوۍ “زرغونه انا” بولي، داټکل له مخې په ۱۷۰۲ یا ۱۷۰۳ م کې وزیږېده. د پلار نوم يې “خالو خان الکوزی” و. ښایی زرغونه په ملتان کې رالویه شوه ځکه د سدوزو یو ټبر د شاهجهان له وخته په ملتان کې اباد و. د زرغونې […]

کډوال موزیم

په ۱۹۲۵ م هرات کې د پخوانو توکو د ساتلو لپاره یو عجایب خانه (موزیم) جوړه شوه چې د تنظیميه رئیس شجاع الدوله د دې مشر و. په ۱۹۲۸ م کې د حبیب الله کلکاني (سقاو) بغاوت په وخت د دې میوزیم زیات اثار لوټ شول. د هفت قلم ډبره چې له ګازرګاه يې ورته […]

باهو

باهو مې وو په لاس مې نه کړل اوس به د یار کلي ته ځم تش مړوندونه باهو- باوو او وښي (بایشئی) د یو لوی بنګري نوم دی چې د کوچیانو میرمنو یو یا دواړو لاسونو لپاره جوړیده. یوه ټپه داسې ده چې … د محبوبې بایشئی رغیږي ټول زرگران يې پہ بیګار نیولی دینہ […]

مونو ګراف

یو کس راته پیغام راواستاو چې “په تا مونو ګراف لیکم.” زه خپل ځان د دې وړ نه ګڼم چې څوک مې په اړه لیکل وکړي. خو د زدکوونکو په مشکل خبر یم نو ورته مې ای- میل ایډرس ورکړو چې خپلې پوښتنې راواستوه. په بله ورځ ای- میل کې “خپل ژوند لیک، د کتابونو […]

د ماښام ستوری- میرمنجان

د بمبۍ نه ۲۰۰ کلومیټر ختیځ کې د “ساتارا” تاریخي ښار دی. دلته د انګریزانو په هدیره کې د یوې پښتنې میرمن جان قبر هم دی چې په ۱۲ جون ۱۹۱۷ م کې دلته خاورو ته وسپارل شوه. دا د ۸۵ کالو وه. د میرمنجان لومړی واده د برطانوي پوځ یو افسر ” ټامس ماهن” […]