Month: May 2021

د لوزان تړون

په ۲۴ جولای ۱۹۲۳م کې د سویټزرلینډ په لوزان ښار کې د ۱۰۰ کالو لپاره یوه لوظنامه کې د ترکانو عثماني خلافت ختم شو. د لومړي نړۍ وال جنګ نه وروسته، برطانیې او فرانس د ترک خلافت د ختمولو لپاره هلته د ملتپالو ملاتړ کاو. د دې نه وړاندې، په ۱۹۲۰م کې “سیور” کې هم […]

طبابت او یونان

په اوسني اروپایی طب کې زیات ټکي د یوناني ژبې نه راکډه شوي دي. اینیمیا- په بدن کې د وینې کمی. اینیستهسیا- حساسیت- (د اپریشن نه وړاندې د بې هوشۍ دارو) اینل جیسک- د درد دارو ارتهرایټس- د بندونو درد- بایولوجي- بایو – ژوند کارډیالوجي- کارډیک- زړه اونکولوجي- د سرطان ناروغي اوپتهمولوجي- د سترګو مرض […]

حاجي خان

دا انځور په ۱۸۴۳م کې جیمز ایټکنسن جوړ کړو او پکې حاجي خان کاکړ ښکاري. د ده اصل نوم تاج محمد او پلار نوم يې عطا محمد و. دی د ۱۹ پېړۍ په پېل کې په پشین کې زیږېدلی او هلته په رستم خان جومات کې طالب و. د کوټې کاکړان د کندهار نه ورغلي […]

ټنګسال

د ۱۸ پېړۍ تر پای د پیښور اوسني چوک يادګار کې یوه ضراب خانه (ټنګسال) کې د وخت د باچاهانو سکې جوړیدی. څرګنده نه ده چې دا پخوا نه موجوده وه او که د مغلو په وخت کې دلته جوړه شوه. کله چې د احمد شاه ابدالي نمسي، د شاه زمان خپل وزیر پاینده خان […]

جلغوزه- چلغوزه

په اکتوبر ۲۰۲۰م کې یوه ملګری مې پیښور ته تله. پوښتنه يې وکړه چې هلته نه دې څه پکار دي؟ د یوڅو کتابونو فرمایش مې وکړو. هغې ویل، بل څه؟ ما ویل که تازه چلغوزي بازار ته راغلي وو نو راوړه. ویل يې موټر به ورته خرڅ کړم، ۸۰۰۰ روپۍ کلو دي…هاهاها. دا د ټوکو […]

سنکیانګ

د چین په لویدیځ کې د سنکیانګ صوبه پاکستان سره ګډ سرحد لري. شاهراه ریشم لویه لار د چین او پاکستان دواړو په ګډه د زمکني تجارت لپاره جوړ کری دی. هلته سیل او تجارت لپاره تلونکي خلکو څو کاله پخوا د کاشغر په جامع جومات کې لمونځ کولی شو. د اختر او د جمعې […]

بهرام خان مومند

په نومبر ۱۸۲۶م کې د خیبر درې نه د ۱۵۰۰ کسانو یوه قافله ” تاکال” ته ورسیده. په دوی کې نیم د هند او نور د افغانستان د بیلا بیلو سیمو خلک د سیکانو سره جهاد لپاره روان وو. د قافلې مشر سید احمد بریلوي شا و خوا ۱۰ میاشتې وړاندې د راجستان د ټونک […]

سرچینه یا ماخذ

په علمي څېړنو کې په متن یا کتاب کې دننه او په اخره کې ماخذ او سرچینې به مو لیدلی وي. په عمومي ډول دا د لیکوال، د کتاب یا مضمون نوم، خپریدو نېټه، ځای او خپرندویې ټولنې نومونه وي. د سرچینو کارول ولې ضرور وي؟ ۱. د هغوعلمي‌ شخصیتونو او محقیقینو حق ادا کول […]