Month: December 2015

د کلکان حبيب الله

حبيب الله د جنوري ۱۹۲۹ م نه تر اکتوبر پورې د افغانستان امير و. د امان الله خان د پلار امير حبيب الله خان نه توپير لپاره د کلکاني ( د کابل په شمال کې کلکان کلی) په لقب يادېږي. حبيب الله په ۱۹ جنوري ۱۸۹۱ م کې د يو مشکي (سقاو) امين الله په […]

زروبی او مناره

په ټيکر جنګ دی، سيلۍ ورېږي، او ونې پاڼې رژوينه د پښتو دا پخوانۍ سندره د مردان د “ټکر” کلي لپاره نه ده وئيل شوې. ټيکر د صوابۍ هغه سيمه وه چې اوس ورته زروبۍ وايي او يو وخت ” مناره يا موناره” و. د اباسين په شمالي غاړه درې غونډۍ يا ډېرۍ “اتخان”، “ولو” […]

د رسول الله ﷺ ستاينه

د برده قصيده يا ستاينليک د عربي ژبې يو کلاسيک شعر دی چې په ۱۳ ميلادي پېړۍ کې د مصر شاعر او عالم شيخ شرف الدين د اسلام د رسول الله ﷺ په صفت کې وويلو. دا قصيده په لسو برخو کې او ۱۶۰ بيت لري چې وروستۍ بيت يې په “م” ختمېږي. په پښتو […]

د شړۍ قصيده

په ۱۳ ميلادي پېړۍ کې د مصر يو شاعر او عالم شيخ شرف الدين د رسول الله ﷺ په صفت کې يو نظم وويلو چې د “برده” په نوم شهرت لري. دا قصيده په لسو برخو کې او ۱۶۰ بيت لري چې وروستۍ بيت يې په “م” ختمېږي. د دې ژباړه لاطيني، انګريزي، ترکي، فرانسوي، […]

بابړه

په ۱۹۴۸ م کې د هند له ويش وروسته د پاکستان مشر (ګورنرجنرل) محمد علي جناح لومړۍ سياسي فيصله په صوبه سرحد کې د پښتنو منتخب حکومت فسخ کول وو. د دې مشر وزير ډاکټرخان صاحب ( د باچا خان ورور) يې برطرف او په ځای يې د مسلم ليګ ګوند سردار عبد القيوم خان […]

پوړۍ

په ځان مې باور نه کېږي او اوس هم سوچ کوم چې څنګه په دې عمر کې په غر وختلم. د صوابۍ د راني ګټ په اړه مې ډېر څه اوريدلي وو خو په هغه ګرمه ورځ د صوابۍ نه ۲۰ کلوميټر شمال لويديځ کې نوګرام کلي ته ورسېدو. د لارې په سر يو کټ […]

شير خان بندر

د افغانستان په شمال کې د کندوز سره نږدې آمو د پنج سيند په نوم يادېږي. تر شلمې ميلادي پېړۍ دغې سيمې ته خلکو ترکستان هم ويل. اوس دا د افغانستان پېژندل شوی پول دی چې بلې غاړې ته يې تاجکستان دی. په اوړي کې د سيند زياتې اوبه له خپلو مورګو رابهر او د […]

د سند باد اووه سفرونه

په پښتو کې زما لومړی کتاب د ماشومانو لپاره و. د الف ليلی د داستانونو نه يوه لړۍ د سندباد سفرونه دي. هغه وخت ( ۱۹۹۳م) چې لا پښتو په لاس ليکل کيده، د بي بي سي په کار کوونکو کې يواځې غلام محمد زرملوال پښتو ټايپ رايټر کارولې شو. هغه يو وړوکې ايپل کمپيوتړ […]