Category: بهرني او پښتونخوا

خیبر ریډیو

په جنوری ۱۹۳۵م کې د هوا په څپو د پیښور له یو پوځي بارک د ریډیو خپرونې پېل شوې. د ” خیبر ریډیو” لپاره په “تارو جبه” کې د ۲۵۰ واټ (توان) یوه ټرانسمیټر کار کاو. هغه وخت دا متل مشهور شو چې ” هله به خبر شې چې تارو جبې له ورشې”. په برطانوي […]

رام کور- اسلام بی بی

د ۱۹۳۶م سپرلی د پښتونخوا په بنو کې د سیکانو او مسلمانانو ترمنځ د شخړو لپاره شهرت لري. د دې تر شا د یوې جینۍ او هلک د مینې داستان دی چې یو مسلمان او بل په سیک کورنۍ کې وزیږېدل. د ۱۹ پېړۍ له پېل بنو د بارکزو له لاسه ووتلو او سیکانو هلته […]

د پیښور ریډیو

د جنوری ۱۹۳۵م د صوبه سرحد ګورنر “رالف ایډوین هوچکین ګریفت” پیښور ختیځ په ” تارو جبه” کې د ۲۵۰ واټ (توان) ریدیو ټرانسمیټر د ودانۍ لومړۍ خښته نصب کړه. ټرانسمیټر د نشریاتو ټاور (پایه) او ورسره د دې مشین وي چې یوه کوټه کې ساتلې شي او یو مسلکي انجینیر ورته پکار وي. د […]

یو-۲

د روس او امریکه ترمنځ ” سړه جګړه” (کولډ وار) د بده بیرې نه پېل شوه. په ۱۹۴۹ م کې شوروي اتحاد (روس) د پاکستان لومړي وزیراعظم لیاقت علی خان ته بلنه ورواستوله. امریکه دا نه غوښتل او دی يې مجبور کړو چې بل کال د مې په میاشت کې امریکه ته لاړ شي. هلته […]

سکاوټ او ګایډ

په ۱۹۶۰م کې زه د نورو وړو سره په سپینو جامو کې د پیښور تر ټولو لوی سکول ” لیډي ګرفت” ته لاړم. د دې د لوبو په میدان کې زما په شان سوونو جینکو د ګرل ګایډ د تنظیم مشرې میرمن” بیډن پاول” انتظار کاو. برطانوي پوځي او لیکوال، رابرټ سټیفنسن سمیت بیډن پاول […]

د بلوچستان تاج محل

په کوټه کې انګریزانو په ۱۹۰۰ م کې خپلې نوې ودانۍ ته د سنډیمن نوم ورکړو. رابرټ سنډیمن تر ۱۸۹۲م د بلوچستان سیمه يې اداره کوله. دلته د بلوچ او پښتنو مشران، د جرګو مرکو لپاره وربلل کیده نو هغوی به ورته ” دربار هال” ویل. د سپینو تیږو جوړه دا ودانۍ د تورو غرونو […]

اورل شټاین

“زما ارمان دې چې کابل ته ورشم او د اسکندر مقدوني د پوځي کمپاين په اړه معلومات راټول کړم.” دا جمله د بريطانيې هنگري نژاده لرغون پوه، چارواکو ته څو وارې وکړه چې په ۱۹۴۳ م کی افغانستان ته دده د ورتگ مخالفت يې کوو. مارک اورل شټاين هغه وخت د يو اتياوکالوپه سن کی […]

خاصه دار او ملیشیا

په ۱۸۴۶م کې پنجاب او پښتونخوا د سیکانو څخه انګریزلاس ته ورغلل. د دې پراخې سیمې د ساتلو لپاره ایسټ انډیا کمپنۍ د پوځ نوی لیوا ” فرنټیر بریګېډ” جوړ کړو. په دوی کې زیات سیکان، پلي او سپاره ” ګایډ” نومیده چې د جنګ نه وړاندې، انګریز ته د سیمو معلومات ورکول. د دوی […]

کوهاټ

د کوهاټ وچو غرونو په ختيځ کې اپريدي پراته دي. کوم ځای چې اوبه لري، د غوزانو، توتانو او د هندي اينځر ونې پکې ډېرې وي. هم دغسې د ونو په منځ کې د “حاجي بهادر بابا” زيارت دی. کوهاټ په دې دشته کې لکه د يو نخلستان په څېر دی. د ښار سره جوخته […]

افغانستان ته د اقبال سفر

په ۱۹۲۹م کې د لاهور یوې بنګلې مخ ته لوی تور موټر څخه یو بارعب سړی ښکته شو. خادم په دروازه ورته وویل چې بادار يې یوې مقدمې لپاره عدالت (محکمې) ته تللی دی. هغه سړي ورته خپل کارډ پریښودو او رخصت شو. بادار علامه محمد اقبال د هند نامتو شاعر او وکیل کور ته […]