Month: March 2026

کندهاري وروڼه

د نولسمې پېړۍ په افغانستان کې د سردار پاینده خان په پینځویشتو( ۲۵) زامنو کې پینځه، پردل- شېردل- کهندل- رحمدل او مهردل د کندهاري وروڼو په نوم شهرت لري. دوی د غلجو د هوتک قام د یوې مور اولاد وو او شا و خوا ۳۸ کاله يې په کندهار کې خپلواکه حکومت لرلو. مشرپردل خان […]

د کلیک لومه

د ۲۰۲۴م جولای د برطانیې “ساوت پورټ” ښار په یو وړکتون کې ماشومان په لوبو اخته وو چې یو ځوان هلته ورننوتو. دوه وړې جینکۍ يې ووژ‌لې او نور ټپیان شول. تر څو پولیس هغه کس نیولو او زخمیانو درملنه کیده، چا په سوشل میډیا کې ولیکل چې قاتل یو مهاجر مسلمان و. سمدلاسه د […]

د سوات بتکړه

د سوات په مینګوره کې د ګندهارا تر ټولو پخواني بودای آثار د “بتکړه” په نوم مشهور دي. د فارسي “بت کده” پښتو بڼه بتکړه اوس د مذهبي تند لارو له ویرې، “ګل کده” هم بللی شي. په سوات کې د بودای اثارو پلټنې په ۱۹۵۰ کې د سوات والي په اجازه، اطالوي لرغون پوهانو […]

میکنزی

په ۱۸۴۱م د دسمبر په ۲۳ د کابل په جنوبي غونډۍ د انګریز استاځي ” ویلیم میکناټن” قتل د برطانوي سلطنت لپاره لوی ګوزار و. ده سره په ملو کې یو برطانوي افسر ووژل شو، بل وتښتیدو او دریم افغانانو ونیولو. دغه دریم کس د سکاټلینډ کولین میکنزي د ایسټ انډیا کمپنۍ د مدراس د […]

کارېز

له نن څخه دوه نيم زره کاله پخوا چې کله د پارس امپراتور کروش اختيار تر لاسه کړ نو يې د څنګلورو هيوادو په څېر په پارس کې د کروندې د پرمختګ لپاره د کارېزونو د کېندلو امر وکړ. له دې تاريخي سند څخه دوې خبرې څرګندېږي: لومړي: چې کارېز د کروش تر باچاهي لومړي […]

د جنګ عنوان

د ۲۰۲۶م د مارچ په لومړیو کې امریکا او اسرایل په ایران یرغل وکړو. د دې نوم “اپریشن ایپک فیوري” وه چې په پښتو ځینو ‌ژورنالیسټانو ورته “حماسی غضب عملیات” وویل. ایپک د یوناني خدایانو لوی، غښتلی او د میړانې ډک واقعاتو او پیښو افسانې وې چې وروسته په یورپ کې د لویو خپرونو او […]