Monthly Archives: March 2018

ټانګه

29 March, 2018
ټانګه

د ۱۹۶۷ په اوړی کې د ښوونځي له خوا یوې ډلې سره غرونو ته تللې وم. یوه میاشت د جینکو په “ګایډ کیمپ” کې ژوند نه وروسته په بس کې راولپنډۍ او د هغه ځای نه د شپې ټرین کې پیښور ته روان شو. په هغو ورځو کې مو کورکې ټیلیفون نه و او د…

Read more »

د عمر جان واده

25 March, 2018
د عمر جان واده

په ۱۹۱۰ م کې د امیر عبد الرحمن د کشر زوی، محمد عمر (عمرجان) د واده د جشن حال یو انګریز او میرمنې يې پخپلو یادښتونو کې ولیکل. که څه هم عمرجان د مختلفو مینځو نه ۹ (نامشروع) اولادونه زېږولي وو خو دی د ۱۹ کالو شو نو مور ورله دوه ښځې وغوښتې چې په…

Read more »

سینځل

21 March, 2018
سینځل

د سرو بیرو رنګ، شکل يې د زیتون او چې وې خورې نو د خوږو وچو اوړو خوند لري. سینځل په اروپايي ژبو کې روسي زیتون یا “اولیسټر” نومېږي. په فارسي کې سنجد، په چترالي کې “سنجور” په بلتي کې “سارسنګ” په ګیلګتي کې “غونډاور” او په شینا کې “ګونېر” نومېږي. دا د زیتون د…

Read more »

جان بوېن

18 March, 2018
جان بوېن

په ۱۹۸۶ م کې مې د یو انګریز شپږ کیسې پښتو ته د ژباړلو وروسته د بی بي سي ایډنبرا سټوډیو کې ریکارډ کړې. بیا یو کانفرنس لپاره لندن ته لاړم نود پښتو څانګې مشرګورډن ایډم “بش هاوس” ته وروبللم. هلته مې د کیسو لیکوال “جان بووېن” ولیدو. د خیبر درې د یو تصویر په…

Read more »

یورانیم

14 March, 2018
یورانیم

په ۱۸۹۶ م کې فرانسوي فزیک پوهه، هنري بیکرل یوه زیړبخن تیږه د خپل میز په دراز کې کیښوده. هلته دعکس یوه دړه (نیګیټو) په کاغذ کې پوښلې پرته وه. څو اوونۍ وروسته بیکرل، د دړې نه عکس چاپ کړو نو هغه ځای ورباندې د رڼا وړانګې ښکاریدې چې تیږه ورسره لګیدلې وه. دی حیرانه…

Read more »

د تیراه جنګ

10 March, 2018
د تیراه جنګ

دغه جنګ د انګریز پوځ او د قبایلو ترمنځ د ۱۸۹۷ م په نیمایی کې پېل شو او د بل کال تر سپرلي روان وو. د تیراه لام او د تیراه غزا په نوم هم مشهور دي. په ۱۸۷۹ م کې د افغانستان امیر او برطانویانو تر منځ د ګندمک تړون له مخې خیبردره د…

Read more »

جغ او جغونډی

6 March, 2018
جغ او جغونډی

تاسو کې ډېر به اوس جغ نه پېژني. ځکه چې “کولبه” يې نه ده لیدلې. كه کولبه هم نه پېژني نو غنم او جوار يې نه دي لیدلي. او اوړه نه پېژني ځکه تیاره ډوډۍ (برګر) له بازاره راوړي. که څوک جغ نه لږ خبر دی نو هغه بیا جغونډی نه پېژني. د پښتو دغه…

Read more »

علامه مشرقي

2 March, 2018
علامه مشرقي

‎ ” که مسلمان يې! نو ریاضي زده کړه.” دا د علامه عنایت الله خان مشرقي مشهوره جمله وه. ده د هند وېش د انګریزانو یو سازش ګڼلو او د خپلو افکارو لپاره څو وارې جیل کې بند شو. عنایت الله خان په ۱۸۸۸ م کې امرتسر کې وزیږېدو. پلار يې د “وکیل” په نوم…

Read more »