کاریز- قنات

شا و خوا ۱۰ زره کاله پخوا د سمڅو( غارونو) انسان د سیندونو او چینو پر غاړه د اوسیدو لپاره ځان له کورونه جوړ کړل. کله چې دا يې معلومه کړه چې د زمکې لاندې هم اوبه موجود وي نو د سیندونو نه لیرې يې کوهیان کنستل. کله کله د لوړو غرونو څخه بهیدونکو چینو […]

باولۍ

په دې تصویر کې د مردان کاټلنګ تحصیل په شموزو کې جوړه یوه “باولۍ” ښکاري. له زرګونو کالو راهیسې انسانانو د زمکې له تل څخه د اوبو راویستلو لپاره کوهیان ( باولۍ) کنستل. په شمالي هند کې د غرونو یا د سیندونو اوبه په زمکه کې جذب شي. په ځینو ځایونو کې دا اوبه ډېر […]

د ګرامر مشین

په ۲۰۲۲م کې په کیمبرج پوهنتون کې یو ځوان ډاکټر رشي راج پوپټ د پانیني د سانسکرت ګرامر بیا مطالعه کړو او شا و خوا یو کال پرې څېړنې کولې. بیا مایوسه شو او یوه میاشت يې د کار نه لاس واخیستو. کله چې بیرته راغلو نو پخپلو یادښتونو کې يې ولیدل چې د تورو […]

په پښتو کې سیف الملوک

په پیښور میوزیم کې په لاس لیکل شوی یو کتاب نندارې ته ایښی دی چې په پښتو کې د سیف الملوک او د بدري جمال ښاپېرۍ منظوم داستان دی. د میوزیم په معلوماتي دړه د کیسې لیکوال، حاجي ابراهیم بابا او کاتب نامعلوم او نېټه يې ۱۱ هجري پېړۍ ( ۱۸۰۰م) لیکلی دی. سیف الملوک […]

د بخشالي پاڼې

د ۱۸۸۱ م په اوړي کې د مردان د بخشالي يو پوليس افسرميا انوارالدين ته خپل زمیندار د پخوانۍ ونې په رژيدلو پوټکو عجيبه ليکنې راوړې. بخشالي کلی د پيښور څخه پنځوس کلوميټر شمال ختیځ کې واقع دی. انوارالدين یو لوستی او پوهه کس و نو هغه زمکه يې معاینه کړه چې د تیږو په […]

زما ژوند او ژوندون- لسمه برخه

په ۱۹۲۷-۲۸م کې له افغانستان دا ګنګوسې خپرې وې چې د چرګانو په خېټه کې مار پیدا شي. کله چې دا غټ شي نو چرګ پرې مري او که څوک هغه وخت د چرګې غوښه یا اګۍ وخوري نو هغه هم مري. عبد الصمد خان اڅکزی په خپل ژوند لیک کې وایی چې دا اوازه […]

پلیت

د هغې په زنه يو وړوکې شين خال و او کله چې به ستړې شوه نو خال به يې په ورغوي ومښلو. زه د شپږو یا اوو کالو وم او هغه جینۍ چې نوم يې راته نه و معلوم زما همزولې وه. خپلې نیا راته ويلي و چې د هغې سره په کوڅه کې لوبې […]

تاریخونه

د پینځم ق م پېړۍ په نیمایی کې د اناطولیا په ” هیلي کارناسس” جزیره کې یو ماشوم” هېرو ډوټس” نومیدو. د دې ځاې خلکو د يونان پر ضد پاڅون وکړو نو هيروډوټس هم د نورو خلکو په شان “ساموس” نومې جزيرې ته کډه وکړه. په ځوانۍ کې هغه ميسوپوټيميا، فونيشيا او مصر نه علاوه، […]

تاریخي فلمونه

په ۲۰۱۹م کې د بالیوډ یو فلم “پاني پت” په بهر ملکونو کې میشتو ځینو افغانانو د قهر سبب شو. پدما وتی” د هندوستان زاړه پال هندوانو منفي غبرګون راپاره کړو. د یورپ او امریکا د هالیوډ په تاریخي فلمونو هم نیوکې کېږي چې حقایق څخه لیرې وي. تاریخي فلم ( فیچر) د تفریح او […]

براق

په وړکتوب کې به مونږ د کتابونو په دکان کې رنګا رنګ هجري کیلنډړ( جنترۍ) لیدل. په ځینو به الوتونکی اس جوړ و چې مخ يې د یو ښکلی ښځې او په سر به يې تاج و. خلکو به ویل چې دا ” براق” اس دی او حضرت محمد (ص) ورباندې د معراج سفر کړی […]