خراسان خراسان د دوو تورو مرکب دی چې ” خور” د نمر او اسان د ځاې مانا ورکوي. ښايي دا نوم په پارس کې د هغې سيمې لپاره وکارول شو چې د دې په ختيځ يا نمرخاته اړخ ته وه. د پارس سلطنت په درېم ميلادي پېړۍ کې د خپلې خاورې شمال ختيځې برخې د خراسان […]
ايمل خان مومند د اوولسمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې د خوشال خان خټک د شعر د لارې مونږ د اېمل خان مومند د نوم نه خبرېږو. تر اوسه د دې اتل نوم په شعر او په سېمينارونو کې يادېږي خو هيچا په اړه يې سمې پلټنې نه دي کړي. د ايمل خان د کلي او کورپه اړه […]
چېل د صوابۍ او د اشنغر هغه سيمې چې د اباسين پر غاړه بره غرونو ته وتلي دي، ښځې د کور نه بهر يو لوې چادر به سروي چې ځينې يې پړونې او نور يې چېل بلي. دا شپږ ميټر پړونې د پومبې (کاټن) د تارنه په کهډۍ اوبدل شوې وي او جولاګان يې جوړوي. د […]
د ملگرو ملتونو اقتصادي او ټولنېزه شورا اقتصادي او ټولنېزه شورا د ملګرو ملتونو دريم او اساسي رکن بلل کيږي چې ټولټال ٥٤ غړي لري. عمومي اسمبلۍ د دريو کلونو لپاره د دغې شورا غړي ټاکي، د هغو غړو چې کاري دوره يې پاى ته رسيدلې وي بيا هم انتخابېدى شي. د ملګروملتونو د منشور له مخې د شورا غړي بايد د […]
اويستا د زردشت دين سپېڅلې صحيفې اويستا نومېږي. د اويستا منونکي په دې باور دي چې دا نړۍ د ” اهورا مزدا” له خوا جوړه شوې وه او په دې کې هيڅ بد، غم، ناروغي، مرګ او افتونه نه وو. شپه هم پکې نه وه او نمر به هر وختې د اسمان په سر ولاړ و. […]
د شېخ ملي دوتر په يوسفزو کې چې څوک په يو شي دعوا لري نو وايي، ” دا راته د شيخ ملي دوتر کې پاتې و” دوتر په اصل کې “دفتر” تورې دی چې پخوا د فايل يا د دوسيې لپاره کاريدو. د پينځلسمې ميلادي پېړۍ په نيمايي کې د کابل باچا الغ بيګ (د بابرتره) د يوسفزو څلور […]
د نهو ګومبدو جومات د مزار ښار نه ۲۱ کلوميټر لوېديځ کې د بلخ ولسوالۍ کې افغانستان تر ټولو لرغونې جومات “مسجد نو ګومبد” په نهمې ميلادي پېړۍ کې جوړ شو. ځايي خلک ورته د “حاجي پياده” جومات هم وايي. هغه کس چې پلې حج له تللې و، د دې جومات سره څه اړيکې لرلې، څو ډوله داستانونه لري. […]
په روم کې روم د يو سلطنت نوم و چې اوس د اطاليې ښار او د لوې ميوزيم په شان دی چې د هر يو تمدن او د تهذيب نښې پکې ليدل کېږي. د ۲۰۰۰ م کال په مې کې ما سره د روم لپاره درې ورځې او يوه ” پېلبو” وه. هلته په رسيدو خبر شو چې […]
د وېنا لارې په يو ټاکلي موضوع د يو يا د څو کسانو خبرې چې هدف يې گډون والو ته معلومات ورکول وي، په اوسني نړۍ کې سېمينار بلل کېږي. د سېمينار وېنا وال د اوريدونکو لپاره د خپلو خبرو متن په ليکلي بڼه وېشلې شي خو ضرور نه وي. د سېمينار هدف د خلکو زهنونه د يو […]
بابا صابر په لاهور کې د بادشاهي جومات شا ته په لوړه يو تنګ سړک د انګرېزانو د وخت څو ودانۍ جوړې دي. هيچا ته د سړک نوم نه دې معلوم او نه يې څوک پوښتنه کوي. د مارچ په ۲۴ نېټه ۲۰۱۴ م په سخت باران کې په تپوس او پوښتنه “کلا ګهاټي” کې د صابر […]