يو نيم سل کاله پخوانی د پښتو کتاب

د دې کتاب پوښ د عامې گتې چې ۳۲ سينټي ميټر اوږد او ۲۱ سينټي ميتر پلن دی په پښتو ژبه او په تور او سور رنګ، ښکلي نسخ خط په نيلا کاغذ کښل شوې دا کتاب په هره پاڼه حاشيې لري. په دې کې ټول ۷۳ مخه دي او محمد علي خان کاتب په […]

حکيم لقمان

 د ده د حکمت او د پوهې کيسې په اسلامي نړۍ کې مشهورې دي او ځينې ممکن تاسو هم اوريدلې وي. لقمان د اصل نوم په اړه څوک په باور نشي وئيلې خو يو ځاې، لقمان ابن عنقه ابن سعدون او په بل ځاې لقمان ابن تاران ليکل شوی دی د ده اصل وطن په […]

د کيسه خانۍ ډزې

د ۱۹۳۰ م د پېښور د سپرلي وروستۍ ورځې وې. دهند په لويه وچه کې د هرنسل اومذهب خلکو د انگريزحکومت خلاف جلسې کولې او د خپلواکۍ غوښتنه کېده. دچارواکو لپاره په پېښورکې ترټولو لويه انديښنه دا وه چې که حالات ددوې د کنټرول نه ووتل نو د افغانستان سره به يې يو بل جنگ […]

پنجشيراو د پينځو پانډوانو کيسه

د اريايي وختونو هغه دود چې مور واکي نوميږي، ښځه به پکې د کور او د ټولنې مشره وه. د هغه وخت يوه کيسه ده چې د يو راجه پينځو زامنود يوې ښځې سره واده کړې و. دوي په هستينا پور کې يو ښکلې ښار اباد کړو چې اندر پرستها نوميدو اواوس ډېلي نوميږي. مشر […]

په افغانستان کې د ډبرې زمانه

د سمنگانو د اېبک ښار نه ۱۳ کلوميټرشمال کې د حضرت سلطان ولسوالۍ په جنوب ختيځ کې د “قره کمر” نومې غار چې د نيمې کاسې په شان ښکاري، د زرگونو کاله پخواني انسانانو د ژوند نښې لري. د قره کمر په نوم يو بل ځاې د بدخشان او تخار ولایتونو تر منځ د فیض […]

د پېښور بالا حصار

په پېښور کې د يوې شاهي استوګنځي زکر تر ټولو لومړې ۶۳۰ م کې د چن نامتو بودايي راهب خوان زانګ وکړو. دی پخپلو يادښتونو کې د ماڼۍ لپاره يو چيناي تورې “کنګ شينګ” کاروي. دی ليکي چې دا د ښار په هغې برخې کې و چې دېوال ترې تاو و. هغه د ښار په […]

زبېښاک – ناول

دا ناول په ۲۰۰۲ م کې د پېښور اېډمين پرېس له خوا چاپ او خپور شو. د دې ناول کيسه د هند د وېش نه وړاندې د پښتونخوا د يو کلي د ژوند انځور دی. د ناول مرکزي کردار کونډه زهره ده چې د خپلو اولادونو د ژغورلو لپاره ښار ته کډه کوي. بيا د […]

د ويدونو ورک سيند

د اريايانو په ويدي سندرو کی د پنجاب سيمه د “سندهوس” په نوم ياده شوې ده چې مانا يې د اوو سيندونو خاوره وه. دا سيندونه، اباسين، جهلم، چناب، ستلج، بياس، راوي او سرسوتي ( سرس وتي) دي. سرسوتي د هغو نورو سپېڅلو سيندونو مشر ګڼل کيدو او دا يواځينې سيند دی چې د اريايانو […]

په باميانو کې رنګ او روغن

په ٢٠٠٦ کال کى د بامېانو د يو غار په دېوالونو د اوومى ميلادي پېړۍ جوړانځورونه وموندل شول چې د لوګي په تور والي کې پټ وو. د باميانو دا غارونه د هغو لويو بودايي مجسمو شا و خوا د راهبانو له خوا د عبادت ځايونو په توګه کاريدل او د جاپان لرغون پوهانو دلته […]

د اشنغر حقيقت

اوس خلک په دې باور دي چې اشنغر يا هشت نګر د هغو اتو کليو نوم دی چې د سوات سيند پر کيڼه غاړه اباد دي. پړانګ، تنګي، اتمانزي، ابازي، ترنګزي، عمرزي، شېر پاو او رزړ د ډېرو له اند اشنغرګڼل کېږي. که چارسده هم ورسره يو ځاې شي نو دا بيا نهه کلي شول. […]