طلا تپه

د شبرغان ښار نه که څوک مزار شريف ته په سړک راروان شي نو ۵ کلوميټر شمال ختيځ کې يوه وړه لاره څو غونډيو ته ورغلې ده. لږ مزل نه وروستو ګس لاس ته يوه غونډۍ په سترگو کېږي چې درې ميټره لوړه او سل ميټره پلنه ده. هلته نورې داسې غونډۍ هم شته خو […]

په ډېلي کې د لوديانو نښې

د پېنځلسمې ميلادي پېړۍ په نيمايي کې بهلول لودي د هند واکمن شو خو د ده زيات وخت د نورو سيمو د نيولو او هلته د خلکو په ابادولو تېر شو. د ده زوی نظام خان سکندر لودي د ۱۴۸۹ م نه تر ۱۵۱۷ م پورې د هند واکمن و او د ډېلي نه بهر […]

مېجر راورټي

هغه لومړې اروپايي چې پښتو ژبې د زدکړې نه وروستو د دې ادبيات يې ولوستل او پرې ليکنې وکړې، مېجر( جګړن) راورټي و. د ده پورا نوم هنري جارج او په ۱۸۲۵ م کې د انګلستان د کارنوال په سيمه کې وزيږېدو. د ده مور او پلار د ايرلېنډ اوسېدونکي وو او پلار يې پيټر […]

د سلو کالو یواځیتوب( خلاصه)

د هسپانوي ژبې نامتو ژورناليسټ او ليکوال جبريل گارسيا مارکې ( ګېبريال ګارسيا مارکي) د ناولونو نه علاوه افسانې او د فلمونو لپاره کيسې هم ليکي. دی د لاطيني امريکا د کولمبيا اوسېدونکی دی او په دې ټوله سيمه کې خلک ورته د مينې نه “ګابو” وايي. ده په ۱۹۸۲ م کې د ادبياتو نوبل […]

د تيږو دايرې

د خيبر پښتونخوا په صوابۍ ضلع په شمال ختيځ کې د ” کلوله ” په نوم يو وړوکی کلی دی. دا ځاې د اسوټا شريف سره نږدې دی او ځاي خلک ورته اثار قديمه وايي- دلته يو ځاې لوی لوی تيږې د دايرې په شکل کې ولاړ دي. تر ټولو لوړه تيږه درې ميټره ده […]

د احمد شاه دراني يو فرمان

دا فرمان يو مهم تاريخي سند دی چې ورباندې د ۱۱۶۹ هجري نېټه ليکلې ده. دا د احمد شاه د واکمنۍ نهم کال و او دی ممکن هغه وخت د هند لوري ته روان و. فرمان په پېښور کې ليکل شوی دی او له هغې راهيسې هم په دې ښار کې وساتل شو. د شلمې […]

خوست

په افغانستان کې څلور ځايونه د خوست په نوم يادېږي يو خوست د فراه ولايت ۷۰ کلوميټر لوېديځ کې دی. دوېم خوست په غور کې دی. درېم د خوست و فرنگ په نوم ولسوالي د بغلان په ختيځ کې ده چې تر ۱۹۷۰ م د تخار يوه ولسوالي وه او د دې شمال ته د […]

غان او اوښان

په ۱۸۶۰ م کې درې افغانان د ۲۴ اوښانو سره د ملبورن په بندر د يوې بېړۍ نه راښکته شول او د پارليمان د ودانۍ د اسونو طوېلې ته يې بوتلل. د اسټرېليا خلکو په ژوند کې چرې اوښ نه و ليدلې او په جوپو کې د دې عجيبه ځناور او د هغو دريو ساتونکو […]

د ليکلو پړاو

د پينځم جومات (صنف) يوه گټه دا وه چې د لرگي د تختۍ ليکلو نه بې غمه شو او د سلېټ نه هم خلاص شو. زما په بسته کې څلور کاپيانې او څلور کتابونه وو. يوه غټه کاپي چې مونږ به ورته ” رف” وئيل او کاغذ يې ډېر خړ او زر شلېدونکې و. دا […]

د سيستان وېش

د افغانستان په جنوب کې د کندهار او د بلوچستان هغه سيمې چې تر زاهدان غځېدلي دي، سيستان نومېدل. زيات تاريخ پوهان باور لري چې سيستان د عربي سجستان و چې تر هغې وړاندې ساگستان بلل کيدو او دا د ساکستان يا د ساکايي قبيلو د مېشت ځاې و چې د مرکزي اېشيا کوچيان وو. […]