لندني، زابلی او ناشر

Afghanistan bank
د افغانستان له خاورې نورې نړۍ سره د تجارت تاريخ ډېر زوړ دی. خو په شلمې ميلادي پېړۍ د اوسني اقتصاد بنسټ دريو کسانو کېښودو چې يو عبد العزيز(لندني) دویم د هرات عبد المجيد زابلی او درېیم د غزني قره باغ شير خان (ناشر) و.
د عبد العزيز نيکونه په اتلسمې ميلادي پېړۍ کې د کشمير نه افغانستان ته ورکډه شوي و. د ده پلار به د افغانستان نه پوستين او روسي توکي انګلستان ته او له هغه ځايه چای، مسالې او کتان (کاټن) ټوکر به وړل او راوړل.
عبد العزيز هم دا دنده خپله کړه خو د لومړي نړیوال جنګ ( ۱۹۱۴ – ۱۹۱۸ م) پر وخت د پوستين بازار ختم شو او دوی سخت زيانمن شول. عبد العزيز د خپل کور ټول قيمتي سامان خرڅ کړو، قالينې يې واخيستې، تاشکند او بخارا کې يې وپلورلې. په هغو پېسو يې قره قل چې يوه دانه يې په يوې روپۍ وه، واخيستل. هغه وخت د قره قل بازار سوړ و اود عبد العزيز دا کار ليونتوب وګڼل شو. خو هغه دا قره قل پېښور ته يوړل او هلته يې يوه دانه په شپږ روپۍ خرڅه کړه.
د هغه ځای وچ چای يې افغانستان ته راوړل او په هغې کې يې هم ګټه وکړه. د ده کاميابي د نورو لپاره دروازې پرانيستې او په افغانستان کې د قره قل توليد پیل شو.
عبد العزيز په ۱۹۲۲ م کې افغاني قره قل انګلستان ته يوړل چې ناببره د فېشني لباس برخه وګرځېده. تر اتلسو کالو پورې ټول افغاني قره قل يواځې په لندن کې خرڅ شول او هماغه وه چې د عبد العزيز لقب “لندنی” شو.
عبدالمجيد زابلي په ۱۴ اګست ۱۸۹۶ م کې په هرات کې زيږېدلی دی. د ده پلار عبد الحکيم د ايران او مرکزي اسيا د ملکونو سره تجارت کوو. زابلي د وړوکي عمر نه ډېرو ملکونو ته سفرونو نه علاوه خپلې زدکړې په تاشكند كې سر ته ورسولې.
د ۱۹۲۰ م په لسيزه کې ده د لنډ وخت لپاره په مستوفيت او ګمرک كې نوکري وکړه خو د قره قل تجارت ډېر ګټور و نو بېرته تاشکند ته ولاړو. په ۱۹۲۵ م کې امان الله خان د افغانستان سرکاري سکه د روپۍ په ځای افغانۍ کړه او په لومړې ځل په افغانيو کې تجارت پېل شو.
عبد المجيد زابلي په ۱۹۲۵ م کې په مسکو کې د عبد العزيزلندني سره وپيژندل او دواړو په ګډه د کاروبار تکل وکړو. د مرکزي اسيا ملکونه کمونست انقلاب په مخ اخستي وو او هغه وخت په افغانستان کې د وړۍ په پرتله چا په پومبه (پښت) کې پانګونه نه کوله، خو دوی دواړه پوهېدل چې په نړۍ کې د کتان غوښتنه ډېره وه، هم هغه وه چې په کندوز کې د نساجي (کتان) د لومړنۍ کارخانې پلان پوره شو.
د نادر شاه په حکومت کې د قطغن( شمالي ولايتونو پخوانی نوم) والي شير خان نومېدو، دی په ۱۸۸۳ م د غزني په قره باغ ولسوالۍ كې زېږېدلی او کورنۍ يې پخوا راهيسې تجارت کوو. د شلمې ميلادي پېړۍ په لومړيو کې د تجارت لپاره هند ته لاړو او دوه كاله وروستو يې په خپلو پېسو تجارت پيل كړو. دی به مرکزي اسيا او روس ته هم ورتلو او هلته ځينې نايابه ديني او تاريخي کتابونه يې په سمرقند کې د فارسي ژباړې لپاره محررينو ته وسپارل چې ده په کار ګومارلي وو. اميرامان الله خان ده ته د دغو كتابونو د چاپ لپاره د معارف لومړۍ درجه جايزه وركړې وه.
شير خان، د نادرشاه په دوره كې تجارت پرېښود او لومړی د ارګون ولسوال او په ۱۹۳۸ م کې د بدخشان او قطغن نايب الحكومه و ټاكل شو. ده په هغه سيمه كې د ښاري پلان له مخې سړکونه جوړ کړل او د ټیليفون مزې يې پکې وغځولې.
کله چې لندنی شمال ته د خپلو پلانونو سره لاړو نو شير خان يې ملاتړ وکړو او خلک يې په کار ولګول، ځينې خلک وایي چې ده د خپلې وظيفې نه په ګټه اخيستو، بيګار او د جبرنه کار اخيستو، خو په دې کې شک نشته چې د شمالي سيمو ټول ښارونه په نوي ډول، د ده په واک کې پلان او جوړ شول.
په ۱۹۲۹ او ۳۰ م کې د نوي باچا نادر شاه حکومت خزانه د يو کال په جنګونو او خيانت له کبله تشه وه. هغه د کابل او نوروځايونو شتمن خلک په دې اړ کړل چې ارزانه حکومتي زمکې واخلي. لندني هم د افغانستان په شمال کې د حکومت نه يو جريب زمکه د يو ډالر په حساب واخيسته او په زر جريبه زمکه کې يې پومبه وکرله. ده د شوروي، بريطانيې اود جرمني نه ماشينونه راوغوښتل او د کندوز نه علاوه په شپږو نورو ښارونو کې يې د کتان (نساجي) د تيلو د ويستلو او د صابونو کارخانې جوړې کړې. د هلمند د ناوې پروژه هم د زابلي له خوا پلې شوه.
ده په لږه موده کې د خپل شرکت مخ نورو پانګوالو ته هم پرانيستو. د کارګرانو لپاره کورونه ، روغتون او ښوونځي هم پېل کړل او لوی شمېر خلک د آمو سيند سره نږدې مېشت شول. هغه نوي زمکه وال چې شمال ته ورغلل، مجبور و چې د سيندونو شا و خوا خټينه زمکه وچه او بيا پرې ابادي وکړي. لندني په ۱۹۴۰ م کې مړ شو او د کندوز د نساجي د سپين زرشرکت نوې مشر شير خان شو چې هغه وخت د ناشر لقب يې ګټلی و،د ده په مشرۍ کې دلته پنځو زرو خلکو کار کوو.
ډېر ژر زابلي خپل، “شرکت سهامي افغانستان” جوړ کړو. ورو ورو ده نورو خلکو ته په دې شرکت کې د پانګې اچولو لپاره بلنه ورکړه چې په ۱۹۳۲ م کې دا د ونډو شرکت شو. دا په افغانستان کې د بانکي سيسټم لومړنی بنسټ و. همدا شرکت د افغانستان ملي بانک ( بانک ملي افغانستان ) شو چې په ۱۹۳۴ م کې په رسمي توګه پرانستل شو، هغه وخت د ده ټوله سرمايه ۱۲۰ ميليونه افغانۍ وه.
سره له دې چې په دې کارخانو او شرکتونو دې دريو واړو ته ډېره ګټه ورسېده خو کارګرانو ته پکې ونډه نه ورکړل کېده. پانګوال د تجارتي ګټې کې ښه ماړه شول خو بانک ملي چې د پانګونې پاليسي يې په لاس کې وه، د کار ګرانو د ښيګنې لپاره پېسه نه لګوله.
تر ۱۹۵۳م زابلي د ازاد بازار اقتصاد ته ډېره وده ورکړه. هغه وخت د دفاع وزير محمد داود خان دا ټولې کارخانې د حکومت تر سخت کنټرول لاندې ونيولې ځکه د ظاهر شاه نوي حکومت د شخصي پانګونې پر ځای د حکومتي کنټرول پاليسي خپله کړه.
شير خان په ۱۹۴۵ م کې د كابل د علي آباد په روغتون كې مړ شو او په قره باغ كې يې خاورو ته وسپارلو. د ده د خدمتونو په بدل کې د آمو سيند سره نږدې د کندوز د قزل کلا بندر يې شير خان بندر ونومولو.
د زابلي د ملي بانک زياته سرمايه د افغانستان په شمال کې د نويو صنعتونو د جوړولو لپاره وکارول شوه. پانګوالو ته د پانګې د خوندي کېدو ضمانت يې ورکوو چې د حکومت لپاره د پېسو يوه سرچينه وي. عبد المجيد زابلي د کورني جنګ په وخت کې امريکا ته ووتلو او په ۲۳ نومبر ۱۹۹۸ م کې هم هلته مړ شو.
ده په خپل وصيت كې، د خپلې ټولې شتمنۍ ۷۰ فيصده د پوهنې او لوړو زده كړو د پرمختګ او پاتې ۳۰ يې د ده د نوم يو خېريه ادارې “زابلي فاونډېشن” ته پرېښوده. خو د زمکو د حاصل لويه برخه چې د كال ۲ سوه ملييونه امريكايي ډالرکېږي، حكومتي چارواكي او نورجنګي مشران وخوري. ده په مسكو كې د استوګنې په وخت كې خپل كور د افغانستان سفارت ته وركړی و. په ” امان افغان” جريده كې يې د افغانستان د تجارت او سوداګرۍ په اړه مقالې خپرې كړې. زابلي د سردار محمد هاشم خان په كابينه كې د ملي اقتصاد وزير هم وټاكل شو، ده د خوشال خان او رحمان با با د ليسو د ليليو امكانات او مصارف هم له خپل شخصي لګـښت نه برابر كړي وو.
په اوسني افغانستان کې د شير خان د نوم سره ډېر خلک اشنا دي خو د لندني او د زابلي نومونه ډېرو کمو خلکو اورېدلي دي.
Abdulmajeed  Zabuli
سرچېنې
۱. افغانستان- لوي دوپري. ۱۹۸۰ م برنسټن پوهنتون پرېس- نيو جرسي ۴۷۰ او ۴۷۱ مخونه.
۲.وېبپاڼې

د خپريدو نېټه
۲۱ ستمبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.