البترا يا پېټرا

Petra 1
د اردن په جنوب کې د پېټرا لرغونې ښار لکه د افسانو د ښاپېريو او د دېوانو د اوسيدو ځايونه لري چې په ليدو يې عقل حېرانه پاتې شي.
پېټرا په اصل کې لاطيني توری دی چې د تيږې مانا ورکوي. د ۳۰۰۰ ق م نه واخلې تر ۲۰۰۰ م پورې دلته په تيږو کې ودانۍ جوړيدې. د سېلانيانو د لار ښود لپاره ډېر چه به ليکلي بڼه تر لاسه کيدې شي خو د پېټرا اصل خوند دا دی چې په ليدو د تاريخ نه زيات هنر يې ستايل کېږي.
دلته د ۸۰۰ نه زيات په تيږه کې توږل شوي مقبرې، کورونه، حمامونه، د مړو د خښولو د مراسمو خونې، عبادت ځايونه، محرابي دروازې او داسې سړکونه شته چې دواړو غاړو ته يې د تيږې ستنې ولاړې دي. په دې ځاې کې د ښار له جوړيدو او د خلکو د مېشت نه وړاندې يو عبادت ځاې جوړ و. په لومړي ځل ۳۱۲ ق م کې دلته يو ښار اباد شو چې د نړۍ تر ټولو زړو ښارونو نه يو دی.
petra 2
د پېټرا په شمال کې د ميلاد نه اوو زره کاله پخواني د کروند ګرو مېشت ځايونه موندل شوي دي چې هغه وخت لا انسانانو د خاورو نه لوښي هم نه و جوړکړي.
د پېټرا ذکر د مصر په لرغونو صحيفو کې شوی دی چې د “پېل سيلا” يا “سير” نوميدو. په انجيل کې د دې ځاې خلک د “هور” په نوم ياد شوي دي. د دې ښار باچا “اريتاس” د عيسا پېغمبر د يو ملګري “پال” د نيولو امر کړې و.
په ۱۰۶ م کې د پېټرا ښار د روم په سلطنت کې شامل شو. هم هغه وخت دی ځاې ته يو سړک جوړ کړې شو چې سوريې او نورو ځايونو سره يې نښلوو. سل کاله وروستو کله چې دلته د تيږو د توږلو هند خپل اوج ته رسيدلې و، يوه ناڅاپي افت پرې راغلو او خلک ترې وتښتيدل. ممکن د پارس د ساساني حملو خطر زيات شوې و. د دې نه علاوه د سوريې د پلمايره (تدمر) سيمې د تجارت لپاره اهميت پېدا کړې و. خو پېترا بيا هم د يو ديني مرکز په توګه پاتې و. د پېټرا اسطوره “دوشارا” نوميده چې د سړي په شکل يې يوه مجسمه دلته وموندل شوه. په څلورم او پينځم ميلادي پېړيو کې به دلته په ۲۵ دسمبر د يوې اسطورې خابو (چابو) او د دې د اولاد دوشارا په وياړ جشن کيدو. وروسته هم دغه نېټه د کرسمس د نمانځنو لپاره غوره کړې شوه.
د يونان تاريخ ليکونکو لکه پلايني د دې ځاې اوسېدونکي “نباتيان” بللي دي چې په عربي کې “البنه” نومېږي. دلته کنستون ښودلې ده چې “نباتيانو” د اوبو د کنټرول په لاره دا ځاې لکه د يو مصنوعي نخلستان اباد کړو. دوي د باران اوبه زېرمه کولې او په هغې يې د خپل ژوند اړتياوې پورا کولې. دلته ځاې ځاې د غرونو په بېخ کې د اوبو د راټولولو نالۍ جوړې دي او هم دا اوبه د سوکړې پر وخت کارول کيدې. دوي په قافلو هم دا اوبه خرڅولې او د هغوي نه يې د خپل ژوند توکي اخيستل. دا سيمه د کاروانونو په لاره يو لوې تجارتي مرکز و چې په لوېديځ کې د غزې، په شمال کې بصره او دمشق د سرې بهيرې نه عقبه او د رېګستان نه خليج پارس ته پرې تګ راتګ کيدو.
دا سيمه يو وخت د تمدن ټاټوبې او يو اغېزمن کلتور يې لرلو. او د دې شاهدي هغه ټولې ډبرينې ودانۍ دي چې د هنر شهکار ورته وئيلې شو.
د مړې بهيرې (بحرالميت) مالګينې هوا د ودانيو جوړ نقشونه رژولي دي خو بيا هم په تيږه کې دا شاعري په زړه پورې ده. “الخزينه” د دې تر ټولو نامتو او زيات ليدل شوی برخه ده چې د هالي ووډ په ځينو نامتو فلمونو کې هم ښکاري. د دې عکس د اردن د سېلګرۍ د څانګې رسمي نښه هم ده. دالخزينه نه لږ وراخوا د غر په لمنه کې د “النجر” نومې کنډوالې دي چې د روم او يونان ډوله نيمې دايرې کې تياتر(تهيټر) او څو مقبرې لري.
په پينځمې او شپږمې ميلادي پيړيو کې دا ځاې بازنطيني واکمنو سره و او دا د مسيحيت يو مرکز شو.
په لرغونې وختونو کې ممکن پېټرا ته د جنوب نه لاره تللې و چې د “جبل هارون” څنګ ته تېره شوې وه. دا هغه غونډۍ ده چې باور کېږي د موسا پېغمبر د ورور قبر ورباندې جوړ و. پېترا د تلونکې لاره کې د وادي موسا وچې دشتې نه په تيرېدو پېټرا يو قدرتي د دمې ځاې ښکاري.
Petra 3
د خپريدو نېټه
۱۲ ستمبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

1 Comment

Add a Comment
  1. ګټور معلوت دی…. د نورو په هیله

Leave a Reply

Your email address will not be published.