د عربستان خيبر

Khyber fort
د مدينې منورې نه ۱۷۰ کلوميټر شمال کې د تبوک په لاره پروت د خيبر ولايت د زمکې نه ۸۵۰ ميتر لوړې د تيږو غونډۍ لري. خيبر په عبراني ژبې کې کلا ته واي.
دلته د غونډيو نه بهيدونکي د باران اوبه يو سيند کې توېږي چې شا و خوا شنه پټي خړوبوي. د کجورو د ونو(نخلستان) سره لوړ د هغو زړو کلا ګانو کنډوالې اوس هم ښکاري چې يهودان پکې اوسيدل.
د خيبر يهودان په دوېم ميلادي پېړۍ کې دلته د فلسطين نه د روم سره جنګونو نه راوتښتيدل. دوي د اوسپنې او د برونزو تورې، خنجرې او نوره وسله جوړولې شوه چې په جنګ کې به يې کارول.
په مدينې کې د يهودانو درې قامونه مېشت و چې يو يې بنو نضير، بل يې بنو قرېظه او درېم يې بنو قېنقاع نوميدل. د اسلام پېغمبر هلته په ۶۲۲ م کې د هجرت نه وروستو ورسره لوظنامه وکړو. خو دوي به د مدينې نور قامونه راپارول چې مسلمانان پرې وزپل شي. د خيبرسپاره به مدينې ته ورتلل او هلته د مسلمانانو په زمکو او ورشو ګانو به يې حملې کولې چې د ويرې فضا جوړه کړي. په دې ورشو ګانو کې يوه د پېغمبر هم وه چې د يو صحابي حضرت ابوذر غفاري زوې به هلته څاروي څرول. يوه ورځ د ده مور هم هلته ورسره وه چې د يهودانو سپاره راغلل، هغه يې ووژلو او مور يې د اوښانو سره ترې وتښتوله. مسلمانان چې خبر شول نو څو سپاره هم هغه وخت ورپسې لاړل او د ابوذر غفاري ښځه يې ترې خلاصه کړه.
هم هغه وه چې د اسلام پېغمبر ورسره د جنګ فېصله وکړه. د مې په مياشت ۶۲۸ م کې د ۱۶۰۰ جنګيالي چې ۲۰۰ سپاره او ۱۴۰۰ پلي و د پېغمبر په مشرۍ د مدينې نه خېبر ته روان شو. په دې کې مسلمانې ښځې هم وې چې د ډوډۍ پخولو، اوبو ورکولو او د ټپيانو د درملنې لپاره ورغلې وې.
د خيبر سره نږدې “فداق” نومې ځاې کې مېشتو يهودانو د دې لښکر سره د جنګ پر ځاې د روغې خواست وکړو. په خيبر کې د يهودانو اته کلا ګانې جوړې وې چې په څو وړو وړو جنګونو کې مسلمانانو ونيولې.
تر ټولو لوې او مضبوطه کلا “القاموس” نوميده. د دوي کوماندان يو نامتو پهلوان محراب الحارث و چې تکړه ځلمې او د هغه وخت تر ټولو نوې او پرمختللي وسله يې لرله. د اوږدې محاصرې په پاې کې مسلمانانو د يوې لوې حملې فېصله وکړه او د دې جنګ مشري حضرت علي ته وسپارل شوه. دوي په غونډۍ وختل او د کلا لويه لرګينه دروازه يې ماته کړه. ځينې روايت کوي چې حضرت علي پخپلو مټو دا دروازه اوچته کړه او مسلمانان کلا ته ورننوتل. په دې جنګ کې د يهودانو ۹۳ کسان ووژل شول چې د دوي کوماندان الحارث هم پکې و. د مسلمانانو ځاني تاوان اتلسو شا و خوا و.
د خيبر نيول د اسلامي مملکت بن سټ ايښودل و ځکه د مسلمانانو ډېره پېسه او وسله تر لاسه کړه. بله دا لومړې ځل و چې يو غېر قام د مسلمانانو په واک کې شو.
دا چې د پښتنو د خيبر دره څنګه، ولې او د کوم وخت نه په دې نوم يادېږي، څرګنده نه ده.
په تاريخ مبارک شاهي کې ليکلي دي، ” د غزنويانو سلطان تاج الدين د کرمان نه د غزني حدود کې داخل شو نو سلطان قطب الدين ( ايبک) د سنګ سوراخ په لاره لاهور ته ولاړو …” نو ښاي چې د غزنويانو په وخت د پښتونخوا د خيبر دره د “سنګ سوراخ” په نوم ياديده.
پښتانه په دې اند دي چې حضرت علي دغه خيبر ته راغلې و او پښتنو سره وجنګيدو چې يهودان وو. خو هغسې چې په نورو ځايونو کې داسې کيسې مشهورې دي، دا کيسه هم تاريخي حقيقت نه لري. يو اټکل دا دی چې ممکن دا دره پخوا “ښيبر يا شيبر” نوميده ځکه په دې نوم افغانستان کې نورې درې هم شته. د پښتونخوا خلک “ښ” په “خ” اړوي لکه پختون، اوخکې، خځه… نو ممکن شيبر يې په خيبر تلفظ کړي وي او له هغه راهيسې دا نوم مشهور شو.
سرچينې
۱. تاريخ مبارک شاهي- يحيا بن احمد سرهندي، ژباړه، محمد هدايت حسين ۱۹۳۱م – ډاکټر افتاب اصغر( نېټه ناڅرګنده). خپرونکي، اردو ساينس بورډ، لاهور. ۷۷ مخ
۲. د اسلامي تاريخ بېلا بيلې ويبپاڼې
د خبريدو نېټه
۶ ستمبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

2 Comments

Add a Comment
  1. اغلی دابه بنو نادر نه وی دا بنی نظیر دی هیله ده دا تیروتنه سمه کړی

    1. مننه وروره
      دا په عربي کې بنو او بني نضير ليکل شوي دي او املا مو ورسمه کړه
      کور ودان

Leave a Reply

Your email address will not be published.