ګوهر شاد

Gauhar shad
د خراسان دا نامتو ملکه د امير تيمور انږور وه چې د اسلامي هنر او فن سرپرستي يې کوله.
د ګوهرشاد د زيږېدو نېټه څرګنده نه ده خو ماشومتوب يې د ۱۳۷۰ په لسيزه کې په سمرکند کې تېر شو. د شاه رخ مرزا سره په ۱۳۸۸ م کې واده شوه چې هغه وخت دوي دواړه د دولسو يا ديارلسو کالو وو.
يو روايت دی چې امير تيمور په ۱۳۷۷ م کې د شطرنج لوبې کې يوه ماڼۍ (رخ) ګټلې وه چې د زوې د زيږېدو زيرې پرې وشو او هغه ته يې شاه رخ نوم ورکړو. د ده مور “تغاي ترکان اغا قره ختاي” د امير تيمور يوه بې نکاح مينځه وه، نو ځکه شاه رخ د باچاهۍ وړ نه ګنل کيدو. خو د ده له مړينې وروستو په زامنو او نمسو کې يې د واک لپاره جنګونوکې شاه رخ بريالې شو.
د ګوهر شاد پلار غياث الدين ترخان د تيمور په دربار کې يو ځواکمن سردار و چې زامن يې هم په لوړو عهدو تاکل شوي و. په ۱۴۰۵ م کې شاه رخ خپله پلازمېنه د سمرکند نه هرات ته يوړه او وروستو دا ښار د اسلامي تمدن يو مرکز شو. د شاه رخ په کاميابي کې د هغه د ملکې ګوهر شاد ډېر لاس و خو څرګنده نه ده چې د حکومت په کارونو کې يې څومره ونډه لرله.

د هرات شاعرانو د شاه رخ او ګوهر شاد د مينې په اړه شعرونه وئيلي دي. خو څرګنده نه ده چې دوي کوم ځاې مېشت وو. د دوي زوې الغ بيګ په ۱۳۹۴ م کې وزيږېدو، چې وروستو د سمرکند باچا شو.
د ګوهر شاد په سرپرستۍ کې فارسي ژبې ډېر پرمختګ وکړو. بې شميره هنر مندان، خطاطان او نقاشان هغه وخت په هرات کې راټول شول. اوس چې په هرات کې مونږ څومره ودانۍ او جوماتونه د هغه وخت نه راپاتې دي. د دې له خوا د مشهد تاريخي جومات په ۱۴۱۸ م کې جوړ شو. هم هلته په اخنګان کې د دې د خورګوهر تاج مقبره هم جوړه ده.
شاه رخ اعلان کړې و چې د خپل ملک په هر ښار کې به يو جومات او مدرسه جوړوي. د تيموري تاريخ د “ظفر نامه” ليکلو کار د ګوهر شاد په سرپرستۍ کې پورا شو.
په دې څو کلونو کې ملکې ګوهر شاد په خراسان کې دومره ښکلې ودانۍ جوړې کړي دي چې تر اوسه ستايل کېږي. په پينځلسمې پېړۍ کې مغل بابر په هرات کې د سېل پر وخت د دې ښکلې ودانۍ او باغونه يادوي چې، ” تخت سفر نوايي، تخت حاجي بيګ، مزار شيخ بهاوالدين عمر، مزار شيخ زين العابدين، مزار مولانا عبد الرحمان جامي، مصله مختار، خواجه ماهيان، ساق سلمان، بلوري، امام مخر باغ خيابان، ځينې مدرسې او مزارونه، په خصوصيت سره د مدرسه ګهر شادبيګم، مقبره او جامع جومات، باغ زاغان، باغ نو، باغ زبيده، آق سراې، پورن، چرغالدنک، مير احد، پل بان، خواجه طاق، باغ سفيد، طرب خانه، باغ جهان ارا، کوشک، مقوي خانه، سوسر خانه، دروازه برج، حوض کلان، د قلعه پينځه دروازې، بازار ملک، چارسو، مدرسه شيخ الاسلام، جامع مسجد ملکان، باغ شهر، مدرسه بديع الزمان، د علي شير بيګ استوګنځاې، د علي شير مقبره، مسجد علي شير بيګ، مقبره او حمام علي شير”
د هرات په خلکو کې يو روايت دی چې ګوهر شاد، د شاهي حرم سرا د ښځو سره هغه مدرسه معاينه کوله چې څو منارونه يې اوس هم پاتې دي. د مدرسې نه ټول سړي ويستل شوي وو خو يوځوان طالب چرته پټ ناست و. ملکه چې خبره شوه نو امر يې وکړو چې د دې سره تلونکې ټولې ښځې دې د هغه مدرسې د طالبانو سره ورواده شي.
په دې کې شک نشته چې ګوهر شاد د خپل مقام نه ډېر کار واخيستو ځکه شاه رخ تر ۴۰ کالو حکومت وکړو. دی ډېر دينداره لوې شوي او د کندهار د بابا لي مريد و، خو لکه د نورو شهزادګانو، ډېر ظلم يې هم کړی دی.
د شاه رخ د ژوند په وروستيو کلونو کې ګوهرشاد د خپل نمسي علا والدوله د تخت کيناستو لپاره هلې ځلې پېل کړې خو د وروڼو او تربورانو يې مخالفت وکړو. په ۱۴۴۷ م کې د شاه رخ د مړينې سره هم دا سلطنت نور په وړو برخو ووېشل شو چې ځينې شهزادګان يې د بهرنيو ځواکونو په ملا تړ حکومت کاو.
ګوهر شاد تر لسو کالو د پردې تر شا حکومت کاو چې د دجلې نه واخلې د چين تر پلو غځيدلې و. په مغلو کې د ښځې واک د زغملو وړ نه و او ګوهر شاد دا د اتياو کالو نه اوختې وه چې په ۱۹ جولاي ۱۴۵۷ م کې د تيمور د يو بل نمسي سلطان ابو سعيد له خوا ووژل شوه.
سرچينې
۱. مغل سلطنت او د هند، ايران او مرکزي اېشيا واکمنه اسلامي کورنۍ. د ۱۲۰۶ م نه تر ۱۹۲۶ م- فرانسس رابنسن- ټېمز او هډسن خپرونې، لندن.۲۰۰۷ م .۵۶ او ۵۷ مخونه.
۲. تزک بابري- اردو ژباړه رشيد اختر ندوي، سنګ ميل خپرونې لاهور. ۱۹۹۹ م -۱۲۳ مخ.

د خپريدو نېټه
۲۳ اګست ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *