د کندوز کوچيان

kochai
د ۲۰۰۵ م په سپرلي کې د کندوز مرکز امام صېب زيارت له ورغلم چې د ځاي خلکو په عقيده د امام حسېن سر پکې خښ دی. د بېرته تلو پر وخت موټر چلوونکي د دشت اودان (ابدان) د لارې بوتلو.
مونږ د شنو پټيو او د وړو کليو په سېل څو شنو غرونو ته راووتلو نو خبر شو چې ورک وو.
يو ځاې د سيند د پاسه په يو پل د دولسو ديارلسو کالو ماشوم ولاړ و او راته يې لاس وخوځوو. هغه په موټر کې کيناستو او راته يې وويل چې د سبق لپاره د ماما خېلو کره ايسار و. اوس په کندوز کې خپلو کېږديو ته روان و.
ماشوم عتيق الله نوميدو او په شپږم کې يې سبق وئيلو. هغه د دې سيمې سره بلد و او په لاره يې راته د بېلا بېلو بوټو او ځينو غرونو نومونه راښودل. نيم ساعت وروستو يو ځاې يې د موټر د درولو وويل او يوې غونډۍ ته يې اشاره وکړه چې د دوي کېږدۍ پرې ښکاريدې. ډېر ټينګ ست يې وکړو چې د ده سره لاړ شو خو نمر په ډوبيدو و او نه مو غوښتل چې شپه راباندې بېديا کې راشي.
دوه ورځې وروستو د کار نه رخصت شوم نو هم هغه ډرېور او يو همکار سره د کوچيانو کېږديو ته ورغلو. يو ځاې د ګاډي د ودرولو نه وروستو بره وختلو. دا ښه وه چې هلته د خونړيو سبو سره مخ نشو چې زيات کوچيان يې له ځانه سره ګرځوي.
د ماشومانو نه مې د عتيق الله پوښتنه وکړه خو هيچا راته د هغه پته نه راکوله. يو ځوان راووتلو او ما د عتيق الله پوښتنه وکړه نو وې وئيل چې نه يې پېژني.
مونږ غوښتل چې بېرته لاړ شو خو تر هغې څو نور کسان راپېدا شول او هغه کېږدۍ چې پکې يوه چېلۍ (سيرلۍ) د خپل نوي وزګوري سره ولاړه وه، تشه کړه. تر څو مونږ د دې کسانو د پوښتنو حواب وئيلو، به کېږدۍ کې يوه قالينه هواره او ورباندې سرې مخملي توشکې وغوړول شوې. مونږ ته يې د کيناستو ووئيل. ما پخپل وړوکي ټېپ دوي سره څو مرکې وکړې. دوي تول د حامد کرزي نه ګيله من وو چې د دوي زمکې نورو خلکو ترې نيولې وې او هغه ورته ام کړې و چې بېرته واخلي خو د دې جوګه نه وو چې هغه يې اخيستې وې. راته يې وويل چې د دوي په څړ ځايونو بايد نور خلک کورونه جوړ نکړي او دا چې څو ځايونو کې د دوي جنګونه شوي وو.
د ناصر قام دا کوچيان دېره مالداره خلک و او د يو نوي ماډل فور باي فور ګادې چې هغه وخت يې بيه ممکن پينځه لکه وه، يوخوا ته ولاړ و. دوي به کندوز کې کورونه هم لرل او راته يې وويل چې به سخت ژمي کې هم هلته پاتې وي خو کوچيتوب يې خوښ دی.
tent
د تناره توده دودۍ او د ماستو کاسې هر چا مخې ته کيښودل شوې. د چايو ترموس هم راغلو او ماشومانو د کېږدۍ نه بهر نه مايکروفون او غوږوزي ته کتل. ما د ډوډۍ سره د ماستو خوړولو هڅه وکړه خو نه مې شوه خوړلې ځکه څو شېبې وړاندې راته يو همکار پټ به غوږ کې وئيلي ووچې يو ځلې ده د ماستو کاسه تشه کړه نو په تل کې يې د ووزې پچې پرتې وې. خو د دې نه علاوه ماسته هم دومره ټينګ وو چې يوې نمړۍ راته زړه ونيولو.
د مرکو نه وروستو ما د ښځو سره د ليدو لپاره خواست وکړو او يو ماشوم بلې کېږدۍ ته بوتلم. هلته د پاخه عمر يوې ښکلې کوچۍ راته هر کلې وکړو او وې وئېل، “زه د عتيق الله مور يم.” د هغې سره کېناستم نو راته يې وويل چې زوې يې بېرته امام صېب ته تللې و چې هلته د ماما کره اوسېږي. ماشومان رانه چاپېره ولاړو وو چې ټول د عتيق الله سکه او نا سکه وروڼه او خپلوان وو. ما هغه ځوان ته چې په لومړي ځل مې ترې پوښتنه کړې وه او د ورور په اړه يې انکار کړې و، ګيله وکړه. کوچۍ راته ووئيل، دا نا اشنا خلکو ته هيڅ نه وايي. ما ترې پوښتنه وکړه چې تاسو پوه کړي دي او که دوي هم دغسې دي؟ راته يې وويل، کوچې ماشوم په ورڼي کې خبر وي چې دی کوچې دی.
په کېږدۍ کې د ژوند د اړتياو هغه توکي چې ښاري خلک ورسره عادت دي هيڅ نه وو. يو څو توشکې، يوه قالينه او په يو ګوټ کې څو لوښي ايښي و. د کېږدۍ نه بهر په زمکې کې دننه يو تنور جوړ و چې په خوږلن يې د اوبو يوه کوزه برې ايښې وه.
child
کوچيانې مېرمنې سهار تر ټولو لومړې راويښې شي او لومړې کار يې په هغه تنور کې اور بلول وي. د دې د پاسه د اوبو يوه کوزه تودېږي چې ممکن د ټبر مشران پرې اودس وکړې . د چايو اوبه هم اووېشېړي او ترموسونه ترې ډک شي.
د ورځې د رڼا سره ځينې ښځې د شپې خمبيره شويو اوړو نه ډوډۍ پخوي. ځينې سهار اوړه لامده کړي او تر هغې چې لمر راخېژي څو پاستې (پتيرې) پخې کړي وي چې د سوچا غوړو يا کوچ سره يې ماشومانو او سړو ته ورکوي. هم هغه تنور کې دوي د واده يا کويژدنې خوږې کلچې هم پخوي.
د مېږو ( ګډوري) د لوېشلو کار ورته شپونکي کوي خو ښځې پخپله هم دا کار کوي او هر وختې چې يې اړتيا وي ، ميږې لويشي. ماسته، پنير او کروت دوي پخپله جوړوي.
تر کچه غرمه دوي د ټولې ورځې لپاره ډوډۍ پخ کړې وي. په هر دوېمه يا درېمه يو پسه حلال کړي او څو ورځې د دې غوښې په بېلا بېل شکل خوري. د غوښې نه زيات وخت ښوروا پخوي خو مېلمه او خاصو موقعو کباب هم جوړوي. سابه لږ او ميوه هم هغه خوري چې تازه په بازار کې راغلې وي.
ما د کوچۍ نه رخصت واخيستو او عتيق الله ته مې يو پېغام پريښودو چې سبق دې پورا کړي. عجيبه خبره دا ده چې په دومره ډېرو عکسونو کې د عتيق الله يو عکس هم راسره نشته.
اپريل ۲۰۰۵ م

د خپريدو نېټه
۲۰ اګست ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *