چهل زينه

Sarpoze ghar
د کندهار زوړ ښار شمال ته يو غر “سر پوزه” نومېږي چې له بېخه تر څوکې پورې يې يو وخت ۴۵ پوړۍ ورختلي وې. وروستو ترې ۴۳ پاتې شوې او په تاريخ کې د چهل زينو په نوم ياد شو.
د غر په څوکه يو غار د خونې په شکل جوړ دی چې د شپاړسمې ميلادي پېړۍ مغل واکمنو نومونه پرې کندل (کښل) شوي دي. داسې ښکاري چې پوړۍ د مغلو نه وړاندې جوړې وې ځکه د دوی پلنوالی او اوږد والی يو برابر نه دی.
بابر په ۹۱۳ هجري ( ۱۵۰۷ م) کې په کندهار حمله وکړه چې هغه وخت د مغلو د “ارغون” ټبر دوو وروڼو شاه بيګ او مقيم په لاس کې و. دوی پخوا هم د بابر سره جنګېدلي و او د حملې په وخت نږدې ځنګله کې پټ شول. بابر د کندهار نه د لوټل شويو خزانو ذکر په خپلو يادښتونو کې تفصيل سره کوي چې خپل کشر ورور ناصر ميرزا ته يې وسپارلو او په خپله کابل ته لاړو. هغه وخت د ده لوی رقیب او حریف شېباني خان د ارغون وروڼو مرستې ته راغلو او کندهار يې محاصره کړو. په ۹۲۱ هجري کې د کوچني اختر په مياشت کې په ۱۳ ورځ بابر کندهار بيا ونيولو او د دې حاکم يې خپل دویم زوی کامران ميرزا وټاکلو چې کابل کې د خپل سکه ورور عسکري ميرزا سره يې په ګډه اداره کوو.
بابر په خپلو يادښتونو کې د سرپوزې غر ته د ختلو حال نه دی ليکلی. د ډبر ليکونو نظر ( سوژه) د چا وه، څرګنده نه ده. خو دا د بابر د مړېنې نه وروستو د ميرمحمد معصوم شاه تر څارنې لاندې جوړ شو.
مير معصوم شاه د سنده د بهکر اوسېدونکی و چې اوس د سکهر په نوم يادېږي ( د بهکر په نوم اوس يو ښار د اباسين پر غاړه په پنجاب کې دی)
مير معصوم د يو مورخ او طبيب په توګه شهرت لرلو چې د مغلو يو باوري حاکم او د بهکر نواب و. د ده ښکلې مقبره په سکهر کې ده چې د ده په ژوند کې ورباندې کار پېل شوی و او د سنده تاريخي نښه ده. د ده يو کتاب ” تاريخ معصومي” نومېږي چې په کې د سرپوزې د ډبر ليکونو ذکر شوی دی.
ده د سرپوزې په غر هره ورځ د ” اتياوو” کسانو سره کار کوو چې په کې د تيږې توږوونکي، نقاشان او نور مزدوران شامل وو. نهه کاله وروستو دا دالان تيار شو چې بهر ترې د ډبرې دوه زمري په زنځيرونو تړلي ولاړ و. دا د بابر نوم ته يوه اشاره وه چې په ترکي کې د زمري مانا ورکوي.
د فارسي ژبې پښتو متن داسې دی.
” د ۹۲۸ کال د شوال د میاشتې په دیارلسمه نېټه د عدل او احسان اتل، د ځمکې او زمان عادل، د هېواد ساتونکی، د بادشاهانو ویاړ، لوی او بریالی اعلیحضرت، د عنایت الله ابوالغازي ظهیرالدین محمد بابر بادشاه چې الله پاک یې پادشاهي او سلطنت دوامداره کړي، تر نظر لاندې قندهار فتح شو، او په همدې کال کې د دغې نړۍ په شان سرپوښلي او لوړو ځايونو ته رسيدونکي د جوړولو امر وکړ، او دغه ټول کارونه د ده خپل زوی همایون محمد کامران بهادر چې د عدالت د ماڼۍ ویاړ دی، تر نظارت لاندې ترسره شول. د هغه په اشاره هنرمندانو مهندسانو، پوه او ماهرو استادانو په خوشحالۍ او نیکبختۍ د دې بنسټونه کېښودل او چټک کاریګرې ډلې چې د هېواد غورچاڼ او وتلي کسان و، د دې په جوړولو کې په ایماندارۍ او مهارت کار وکړ. د ایالت او کندهار د مملکت لپاره د ده سلاکار، ښاغلی او نیکبخته ورورمحمد عسکري بهادر چې الله پاک یې عمر ډېراو په خلکو مهربانه وساتي، په نهه سوه ديرشم (۹۳۰) کې چې د هغه د والي توب ورځې وې او شهزاده فیروز بخش د مهربانۍ له مخې په نهه سوه درې پنځوسم ( ۹۵۳) تاریخ کې ودانۍ جوړه شوه.”
د بابر نه وروستو د ده مشر زوی همايون د ډیلي پر تخت کېناستو نو کامران ميرزا د ورور په ضد د شير شاه سوري سره لاسونه يو کړل. همايون د چونسه په جنګ کې د پښتنو نه ماتې وخوړه او پارس (ايران) ته لاړو. په ۱۵۴۵ م کې يې کابل د ورور نه بېرته واخيستو،کامران يې مکې ته وشړلو چې هم هلته مړ شو. کندهار د پارس صفويانو ونيولو. د بابر لمسي محمد اکبر د خپل سياست د لارې کندهار بې له جنګه ونيولو او ښايي هغه وخت د چهل زينو دویم ډبرليک جوړشو چې څلور کاله پرې واوړېدل. علامه رشاد ليکي ” په ۱۰۰۴ ه ق کال چې مير معصوم بهکري له هندوستان څخه کندهار ته راغی، څه نور کار يې په چهل زينه کي وکړ او په دغه ډبر ليک کي يې د نوموړي بابر د مشر زوی همايون ( ۹۳۷ – ۹۴۷ ه ق) او لمسي جلال الدين اکبر ـ ۹۰۳- ۱۰۱۴ ه ق) نومونه او د نوموړي اکبر مغول د نيول شویو ملکونو نومونه زيات کړل.”

د فارسي متن ژباړه
” د ولس پوه او هوښیار خلک يادوي چې د قندهار مملکت د دغو بندګانو د مشر، حضرت شاهنشاه محمد اکبر پادشاه چې الله پاک یې پاچاهي ډېره کړې، مقام او جلال ډېردی، په لاس او تصرف کې و. کله چې محمد همایون بادشاه چې د الله د خوښې غازي او جنت یې ځای دی، د الله په لورینو او ډالیو سره، ډیلی فتح کړ، نو قندهار د دغې کورنۍ له لاسه ووتو، او د شاهنشاهي دولت د ځمکو ډېره برخه چې اوږدوالی یې له سراندیب، اړیسه د ګوراګات له هند او ګوربنګاله نه تر تهته او د لهري او هرموز له بند چې واټن نژدې دوه کاله مزل کیږي، او پراخوالی یې د کابل او کشمیر نه نیولی د دکن تر سرحده پورې چې نژدې یو نیم کال مزل کیږي، لاندې کړه، د ۱۰۰۲ کال کې (بست او کندهار) د درګاه غلامانو تر ولکې لاندې راغله،
هیله ده چې ډېر ژر به د نړۍ ډېره برخه تر الهي سیوري لاندې د خدای د دوست،د بریالي واکمن شهزاده، شاه سلیم، شاه مراد او شاه دانیال، خسرو شاه او پرویز شاه د بخت او جلال په تاید, تابع او مسخر شي، امین یارب العالمین.
په ۱۰۰۷ کال کې پای ته ورسېده، د یادولو ده چې اعلیحضرت چې خاقاني د کندهار حکومت د کابل نومیالي نواب شاه بیک خان ته سپارلی و، درګاه محمد معصوم بن سید صفايي بند سید شیر قلندر بن سید حسین زنجیرپا بن بابا حسن ابدال و.”
chilzina
د مير معصوم شاه له خوا د دويم ډبر ليک کار په ٩٥٣ ه ـ ق کې پاى ته ورسېدو.
تر درېو سوو کالو د سرپوزې غره ته به کله نا کله خلک ورختل او يو وخت د زمرو سرونه چا مات کړل. په نولسمې ميلادي پېړۍ کې کله چې انګرېزانو دا ځای وليدو نو د ډبر ليکونو د متن لوستلو او ليکلو کار يې منشي موهن لال ته وسپارلو. هغه په ۱۲۴۸ ه ق کې دا په دقت ولوستل چې وروستيو څېړونکو ترې ګته واخيسته.
اوس ځينې ليکوالان د پښتو کولو په شوق “چهل زينه” د “څلوېښت غرزينې” به نوم يادوي. يو کس د مير معصوم د نوم سره د کندهاري لقب ورزيات کړی دی چې څرګنده نه ده، څه ثابتول غواړي؟
سرچينې
۱.د کندهار يادښتونه ( لومړی او دوهم ټوک) علامه اکاډيمېسن پوهاند، عبد الشکور رشاد- ترتيب او سمون محمد معصوم هوتک. د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه- جرمني.۱۳۸۶ ل(۲۰۰۷ ع) د ۱۰۶ نه تر ۱۱۰ مخونه.
۲. تزک بابري- اردو ژباړه رشيد اختر ندوي- سنګ ميل خپرونې، لاهور- ۱۹۹۹ م ۱۰۳ مخ.
د خپريدو نېټه
۱۷ ستمبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

1 Comment

Add a Comment
  1. دا افغانستان دی دی

    مېرمعصوم په کندهار کې د مشهور زیات بابا صاحب د کړ وسیانو یاکوسیانو نه دی. دوی دآره دهرات دسبزوار سیدیان دی . او سیدحسن ابدال یابابا صاحب دهمدی مغلو دکوم واکمن مرشد .وو کله چې هغه په کشمیر باندی حمله کوله نودی د هرات څخه دهغه سره ملګری وو. اوس دلته دوه روایته دی. یو روایت دا چې کله دوی کندهار ته راورسیدل نو بابا صاحب یاحسن ابدال ناروغه شو او په کندهار کې پا ته شو . بل روایت دا چې کله چې دی کندهار ته راوسید ، نو وویل ؛ ددی خاوری نه ماته د محبت بوی را ځی. زه هم دلته پا ته کیږم. دبابا صاحب اولادونه د مغلو مرشدان او د باور خلګ وه . ډیر یی په سیند او پنجاب کې ددوی حکومتی چاري مخ ته وړلی ، بلی ؛ دا حقیقت دی چې میرمعصوم بکری کندهاری دی. درنی خور ؛ تاسو دکندهار مشاهېر او یا دعلامه رشاد یادداشتونو ته مراجعه وکړی. هلته به حتمآ د میر معصوم بکری پیژندنه پیدا کړی
    په درنښت

Leave a Reply

Your email address will not be published.