د زيارت بيه

Ziarat 1
د کوټې نه ۱۵۰ کلوميټر لوېديځ ته د زيارت نوم د ” خرواري بابا” زيارت له کبله مشهور شو. دلته د اختر په موقع به ځوانان د پالوانۍ (غېږ بازي) او د نښې ويشتلو سيالۍ لپاره ټوليدل.
د لته د لرغونې زمانې راهيسې د باران اوبه ډېر په مهارت کارېزونو کې راټوليدې. خلکو به د زمکې لاندې کنالونه جوړ کړل او بيا د پټيو د خړوبولو لپاره به يې کارولې. يو څو نامتو او تاريخي کارېزونه اوس هم فعال دي. دا زرګونو جريبه زمکه د صنوبر،مڼې او د تور ګيلاس( بليک چېري) لپاره نوم لري.
د اوسني زيارت زمکه د سارنګزو د سېد زو د قام په لاس کې وه. د دوېم افغان جنګ (۱۸۷۸ م ) نه وروستو کې انګرېزانو د روسانو له ويرې د افغانستان سره په پوله خپل ځان د ټينګولو تابيا وکړه. د کوټې د چاوڼۍ نه علاوه، دوي د خپل ملکي ادارې د دفترونو لپاره هم زمکې ته اړتيا لرله. دا چې هغوي څنګه د دې سيمې پښتانه دومره ښيرازه زمکه خرڅولو ته قانع کړل، څرګنده نه ده. خو پښتنو خپله خاوره په يو کروړ او څلور لکه هندي روپيو ( په څوارلس ميلينه) خرڅه کړه.
انګرېزانو هغه لرګينه ودانۍ چې اوس هم ” رېزيډېنسي” نومېږي په ۱۸۸۲ م کې په يوې لوړې غونډۍ د خپل سياسي استاځي د استوګن لپاره جوړه کړه. تر ۱۸۸۵ م د دې شا و خوا ښکلې باغونه او د حکومت دفترونه او د کارکوونکو کورونه د يو څلور ګوټيزه مېدان نه چاپېره جوړ شول.
د پاکستان تاريخ وايي چې د ۱۹۴۸ م په اوړي کې د ملک باني او مشر محمد علي جناح په ريزيدنسي کې د ارام لپاره مېشت و. د ستمبر په مياشت کې دی په سخت ناروغه حالت کې د زيارت نه کوټې ته په سړک او بيا په الوتکه کې کراچي ته يوړل شو او هلته په لاره کې وفات شو.
په ۲۰۱۳ م د اګست په مياشت کې دا ريزيډنسي د نامعلومو خلکو له خوا وسوځول شوه. د دې ښار چاپېره اوسيدونکو د سيمې هغه شنې لرغونې د صنوبر ونې وهلي دي چې غرونه پرې سپېره او پک پاتې دي.
Ziarat 2
عکسونه
محمد اکرم دومړ
د خپريدو نېټه
۹ ستمبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.