د امبيلې غزا

prisoners
د پېښورنه سل کلوميټر جنوب ختيځ کې د بونېر يوه غرنۍ سيمه ” امبېلا ” نومېږي
په ۱۵۸۶ م کې د امبيلې “ملندرۍ” نومې دره کې د مغل باچا اکبر ۸ زره لښکر چې د سوات د نيولو لپاره ورغلې و، د پښتنو نه ماتې وخوړه او لږ کسان ترې ژوندي ووتل. له هغې وروستو مغلو دا سيمه پخپل حال پريښوده او تر ۲۰۰ کالو پکې جنګ ونشو.
په ۱۸۲۴ م کې د هندوستان د برېلي سيد احمد د هند د مسلمانانو تر منځ د بدعتونو د ختمولو او د شرعي نظام د راوستلوغږ کاو. دی د سيکانو پر ضد څو سوو ملو سره، جهاد ته وتلې و او په اخره کې پېښور ته ورسيدو. سيد احمد هغه وخت د پښتنو په مرسته دوي د سيکانو سره څو جنګونه وکړل خو په ۱۸۳۱ م کې د هزارې د بالاکوټ په غرونو کې دجنګ په مېدان کې ووژل شو.
انګرېزانو په ۱۸۴۹ م کې د سيکانو نه پنجاب ونيولو نو ۱۶ وارې خپل پوځ پښتونخوا بېلا بېلو سيمو ته د جنګ لپاره ورواستاو. د سيد احمد پاتې مجاهدينوته په “ستانه” کې د پير بابا د ټبر يو کس سيد مبارک شاه ځان سره پناه ورکړه. په سرکاري اسنادو کې دا مجاهدين “هندوستاني فېنيټکس” ياني هندي تند لارو په نوم يادېدل. په ۱۸۵۸ م کې انګرېز پوځ په “ستانه” حمله وکړه چې د مبارک شاه ورورعمر شاه ووژل شو او دی پخپله ټپي حالت کې د خپلو هندوستاني مريدانو سره ملکا ته ووتلو.
ملکا د بونېر په غرونو کې د امازو قام سيمه وه چې ځينې خپلوان يې په سودم کې مېشت وو. دلته د رسيدو لپاره د مردان او بيا د امبيلې په دره لار وتلې ده. له هغه راهيسې امبيلا د انګرېزانو لپاره يو “فلېش پواينټ” و چې يو جنګي پلان ته يې اړتيا لرله. په ۱۸۶۳ م کې دا جنګي پلان پورا شو خو د وړاندې تلو لپاره انګرېزانو ته پکار وه چې د بونېر پښتانه يې خبر کړې وی خو دوي داسې ونکړل.
هنټر ليکي، ” د پېښور کمشنر او ملکي چار واکو د پوځ کوماندان له ډاډ ورکړې و چي بونير وال د انګريزانو د پوځ سره هيڅ مقابله نه کوي” د پوځ کوماندان جنرال نيوېل چيمبرلېن نوميدو. دی د شاه شجاع سره د کندهار نه تر کابل بدرګه پوځ کې شامل و او د لومړي افغان جنګ پر وخت د جولاي ۱۸۳۹ م په غزني کې جنګيدلې و. چيمبرلېن د ۱۸۵۷ م په پاڅون کې د ډېلي په محاصره کې ټپي شوې و. دی د هغه استاځې ډلې مشر هم و چې کابل ته په لار د خيبر په دره کې ايسار کړې شو نو د افغانستان دوېم جنګ (۱۸۷۶ م ) ونښتو.
د اکتوبر په مياشت ۱۸۶۳ م کې پوځ د خپلو وسلو او سامانونو سره د پېښور نه کوچ وکړو. دغه پوځ ۶ زره هندي عسکروو چې پکې خټک او يوسفزي پښتانه هم شامل و. دوي ۱۹ توپې، ګوله بارود او ټوپکې لرلې چې په ۴۰۰۰ اسونو او ټټوانو(يابو) بار و او مخ په لوړه شپږ ميله خطرناکې لارې نه بره خوا خوځيدل.
د پوځ لومړۍ ډله په ۲۰ اکتوبر امبيلې ته ورسيده. د سودم خانانو ( عجب خان او عزيز خان) بونير والو ته خبر ورکړو چې انګرېزان به مو پرده واخلي. پېرنګي د وړاندې نه اعلان کړې و چې دوي يواځې په چمله ورځي او د سوات او بونير د پښتنو سره به غرض نه کوي. هم هغه وه چې د سوات اخوند، عبد الغفور، ځان ګوښه ساتلې و. هغه د بونېر خانانو ته وئيلي و چې انګرېزانو ته د روغې جوړې وړانديز وکړي. د ده يو مريد د ډګر زېدالله خان بونيريان دې ته اړ کړل چې که چا په انګرېز ډز وکړو نو ښځه به پرې طلاقه وي.
خو هندي مجاهدينو بونير ته ليکونه وراستول چې که انګرېزانو دوي ته ماتې ورکړه نو د دوي زمکې به هم ترېنه اخلي. داسې څو ليکونه انګرېزانو په لاره کې ونيول خو يو څو کسان د مجاهدينو سره ودريدل او د انګرېز په پوځ لومړۍ حمله هم دې خلکو کړې وه.
هندي مجاهدينو او پښتنو د امبيلې په لوړو غرونو مورچې نيولې وې چې انګرېزانو ۱۵ زره ليکلې ده. خو حقيقت دا و چې څلور زره پلي کسان و او شپږو سوو سره خپل اسونه و. د ځينو سره ټوپکې وې خو ګولۍ او بارود يې نه لرل. زيات پښتانه د زړو تورو او خنجرو سره ورغلي وو.
د امبيلې دوه غونډۍ مشهورې دي چې يوه يې “کږه وږه” او بله د ” باززاله” نوميدل. د باز زاله چې د چا سره وه نو د امبيلې دره به يې هم په لاس کې وه. خو دا غونډۍ نيول هم اسانه کار نه و او هغه وخت ۴ زره وسله مجاهدين ورباندې پراته وو. انګرېزانو ورته، ” کرېګ پيکټ او فالکن نېسټ” ليکلي دي چې مخې ته يې د چملې پراخ مېدان دی.
په ۳۰ اکتوبر د دواړو غونډيو د نيولو لپاره انګرېزانو يوه لويه حمله وکړه او لاس په لاس جنګ پېل شو. د انګرېز په پوځ د بره غونډيو نه خال خال ډزې کيدې چې يو يو کس به يې وژلو. مجاهدينو د بره نه لوې تيږې رارغړولې چې هندي پوځ ته يې ځاني تاوان اړوو خو دوي په ميړانه وجنګيدل او کرېګ پيکټ يې ونيولو. بيا په يو مياشت کې کريګ درې ځلې کله د پښتنو او کله د انګرېز لاس ته ورغلو. د توپونو په ډزو چې به دوړې باديدې نو د انګرېز پوځ ډلې به هغو غونډيو ته بره وختلې. د انګرېزانو دا پلان و چې تر ۱۵ نومبر به خپل کيمپاين سر ته رسوي. چيمبرلين ته وئيل شوي و چې که هغه فشار لاندې راغلو نو پټ غوندې د هغه ځاې نه ووځي. خو په پنجاب کې چار واکو تاريخ لوستې و او خبر وو چې امبيلې نه د وتلو لاره د مرګ کنډاو نه تيرېږي. په ۲۰ نومبر يوه سخت جنګ ونښتو او د توپونو په ډزو د اميبلې په دره يو ناتار ګډ شو. چيمبرلين ټپي شو او سمدلاسه پېښور نه يې کومک وغوښتو. هلته نه د جنرال جان ګارووک په مشرۍ د ۷۸۰۰ پوځيانو يوه تازه دسته په ۶ دسمبر امبيلې ته ورسيده. ده د جنرال چيمبرلين نه کومانده واخيسته او په ۱۵ دسمبر د ۴ زره او ۸ سوو کسانو سره په دې غونډيو دوه اړخيزه حمله پېل کړه.
هم هغه وخت د پښتنو سره هم د نورو قامونو خلک مله شول او په انګرېزفشار راوړو. په ۵ دسمبر مومندو په شبقدر کلا حمله وکړه او د وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې هم په حکومتي چاوڼيو حملې پېل شوې. د هغه وخت راپورونه ښايي چې د انګرېزانو لپاره په دې غرونو کې دومره لويه مرګ ژوبله پخوا نه وه شوې. ” په دې جنګ کې ۸۴۷ کسان مړه او ټپيان شول چې د ټول پوځ لسمه برخه وه ځکه په اخره کې زمونږد جنګي عسکرو شميره نهو زرو ته رسيده. هغه پوځيان چې د يخ او د ناروغۍ له کبله مړه شول، په دې کې نه دي شامل.”
ډېر پښتانه قبايل چې لارې ورته معلومې وې، مورچو نه ووتل او د جنګ نه يې لاس واخيستو. په پاې کې هم هغه ۴۰۰ مجاهدين پاتې وو چې د هندوستان او ځايي پښتانه و. په دوي کې هم څو کسان يې ژوندي ونيول چې وروستو د بنديانو په توګه يې عکسونه واخيستل شول. تر ۱۷ دسمبر ټوله امبېله د انګرېز په لاس کې وه او دوي اور بند اعلان وکړو. په هغو دوو غونډيو د ۲۰۰۰ مجاهدينو مړي پراته و چې ځايي خلکو ورته د “قتل ګړ” نوم ورکړو.
انګرېزانو يوه لنډ محالې چاوڼۍ د چملې په دره کې جوړه کړه او په ملکا کې مېشتو پاتې مجاهدينو ته يې د سزا ورکولو کار پېل کړو چې د دوي پر ضد جنګېدلي و. په ۱۹ دسمبر د انګرېز محافظانو او اوو انګرېز افسرانو، چې رېنيل ټېلر او پخپله کمشنر رابرټس پکې شامل وو د بونير او سوات سل مخه ور کسان د ملک زېد الله خان په مشرۍ د ډګر نه روان شول. ” ډګر چې د برندو نومې يو وړوکي سيند پر غاړه اباد دی، د دې درې مرکز و. زېد الله يو سپين ږيرې سړی و چې پخوانيو جنګونو کې يې يو لاس او يوه پښه بايللي و. هغه د دې کار د پورا کولو ژمنه وکړه… په ټول سړک قبايلي جنګيالي مسلح ولاړ وو او په قهر هغه ډلې ته يې پېغورونه ورکول خو هغه کار مو پورا کړو.”
د بونير ځوانانو، د مجاهدينو کلا ګانې ونړولې، د هغوي کورونه يې وسيزل، څاروي يې ترې يوړل او چې څه يې موندل هغه يې تالا ترغه کړل. هغه وخت چې څو کسانو لا خپله توره چلولې شوه، هلته پاتې انګرېزانو د وژلو هڅه وکړه خو ملک زيد الله ورته ګواښ وکړو چې د انګرېز د وژلو نه وړاندې به د دوي سره مقابله کوي.
د عبد الغفور ميا په سياست هغه وخت د بونير او د سوات سيمې دېرش کاله د انګرېزانو نه خوندي پاتې شوې. خو اخر د انګرېز پوځ ورته ورسيدو او دا سيمې يې د تل لپاره افغانستان نه بېلې کړې.

سرچينې
۱. خيبر- د بريطانوي هند شمال لوېديځ سرحد. د شاهي نيم سري کيسه- چارلس ميلر، ميکميلن خپرونې نيويارک، ۱۹۷۷ م ۱۳۸ مخ
۲.افغانستان او سرحد، يوه تاريخي جايزه. پروفيسرعبد الحئ، ريټايرډ ډپټي دايرېکټرکالجز، محکمه تعليم صوبه سرحد- پېښور. ۱۹۸۸ م حاجي فقير محمد اينډ سنز يونيورستي ټاون پېښور. ۱۶۰ نه تر ۱۶۶ مخونه
۳. د هند مسلمانان. سر ويليم ولسن هنټر. ۱۸۷۶ م . ټروبنر او کمپنۍ. ۳۷ نه تر ۴۰ مخونو
۴.زمونږ غازيان- ولي محمد ځلمی، د افغانستان د علومو اکاډمي، ۱۳۶۸ کال د اسد۲۸ نېټه. ۲۱۲ او ۲۱۳ مخ.
۵.پښتانه- اولف کېرو، ۱۹۵۸ م ( اردو ژباړه سيد محبوب علي) پښتو اکېډمي پېښور، ۲۰۰۸ م بيا چاپ. ۵۳۰ نه تر ۵۴۳ مخ.
۶.ستانه- د افغانستان په پوله د ۱۸۶۳ م يو غرنۍ کېمپاين. سر جان اېډي ( د شاهي توپخانې ډګرمن) ۱۸۶۶ م. ۴۲ نه تر ۵۰ مخ
د خپريدو نېټه
۲۶ اګست ۲۰۱۴
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *