دا تصویر په ۱۸۸۵م کې یو انګریز په چترال کې په کیمره اخیستی دی.
په دغو دریو کسانو کې ښې اړخ ته د چترال باچا (مهیتار) امان الملک، ورسره ولاړ د ده زوی افضل الملک او بل خوا عزیز بیګ ښکاري. هر یو په خپل دودیز لباس کې باز نیولی دی. یو اړخ ته د اسونو شتون ښایی چې دوی سره به نور کسان او خدمتګاران هم وي. د تصویر عنوان ” د هاکنګ پارټي” دی.
په ۱۸۵۷م کې د هند د ناکامه پاڅون نه وروسته، برطانوي حکومت د هندو کش او پامیر په غرونو کې د روس او چین د مخ نیوي لپاره هلته پرله پسې جاسوسان استول. چترال ورته په دې مهم و چې هلته نه روسي پوځ په هندوستان حمله کولی شوه. د انګریز یوه ډله د جورج هیورډ او رابرټ شا په مشرۍ چترال ته واستول شوه. په ۱۸جولای ۱۸۷۰م ، هیورډ چا وتښتولو او وې وژلو. انګریزان په امان الملک شکمن وو ځکه روسي جاسوسان هم چترال ته تلل راتلل. دوی د چترال سیمه د کشمیر مهاراجا په اختیار کې ورکړې وه تر څو دوی په ګلګت کې خپله اډه جوړه کړه. په څوکالو کې د چترال ختیځ کې تر هنزه د انګریز په لاس کې شوه.
امان الملک له ۱۸۵۷م تر ۱۸۹۲م د چترال مهیتار و او د ګلګت نه واخلې د افغانستان تر اسمار سیمه د ده په اختیار کې وه. په ۱۸۹۲م کې د ده په مړینې افضل الملک خپل وروڼه ووژل او ځان يې مهیتار اعلان کړو چې دواړه په عکس کې ښکاري. خو د امان الملک ورور شیر افضل په کابل کې پناه اخستې وه. دی په پټه چترال ته لاړو، افضل يې ووژلو او پخپله پر ګدۍ کیناستو. د امان الملک یو زوی نظام الملک په ګلګت کې انګریز سره پناه اخستی وه. د هغوی په ملاتړ يې یو لښکر جوړ کړو او چترال لوری ته روان شو. شیر افضل د جنګ توان نه لرلو نو بیا کابل ته وتښتیدو. نظام الملک د چترال مهیتار شو او هلته د انګریز استاځی” ګورډن” ورسره میشت شو. څو میاشتې وروسته نظام الملک د خپل ورور امیر الملک سره د بازونو سره ښکار لپاره تللی و چې هم هلته ورور قتل کړو.