سموسه

په ۲۰۱۱م کې د سومالیه حکومت یو قانون تر مخې، د سموسې په جوړولو او خوړلو بندیز ولګاو. هیڅوک خبر نه دي چې سموسه (سمبوسه) د کوم ځای ښځو په لومړي ځل جوړه کړه. اوس په ټولې نړۍ کې سموسې ته ورته خواړه په مختلفو شکلونو موندل کېږي. اوړه، غوړي او اوبه یو ځای کړي […]

هیپي

د ۱۹۶۹م په سپرلي کې د کالج له خوا یوې مباحثې او لیکوالۍ د مقابلې لپاره نورو جینکو سره لاهور ته تلم. د خپلې استادې په بدرګه د شپې ټرین کې مو سفر کاو. د ښځو په ډبه کې يې راته بکسونه کیښودل نو یوه ځوانه اروپایی جینۍ هم راغله. بهر یو ځوان ورته لاس […]

د ډېلي ډبرلیک

په ۱۵۹۳م ( ۱۰۰۲ ه) کې کښل شوی د سنګ مرمر کتیبه د دلي د خواجه نظام الدین اولیاء سره نزدې په ۱۹ پېړۍ کې وموندل شوه. تر ۱۸۵۸م په هند کې د مغلو واک ختم او انګریزانو حکومت پېل کړو. د ډېلی په لال کلا کې د مختلفو دورو د چور څخه وروسته هم […]

زما ژوند او ژوندون-۸

په ۱۹۳۰ م کې عبد الصمد خان لاهور کې د کانګرس په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړو. هغه وخت د هند مسلمانانو هم د خپل لومړۍ لوی کانفرنس تیاري کوله. دی بېرته ګلستان ته لاړو نو د خپل ورور عبدالسلام خان په ملاتړ يې یو سياسي ګوند جوړ کړو. انګرېز دغه ګوند غير قانوني وګرځاواو […]

ورق

زمونږ په کور کې فرني به یواځې د میلمنو لپاره پخیده. کله چې دا په لوی قاب کې يې واړوله نو لږ یخیدو وروسته به يې د سپینو زرو ورق پرې واچوو. دا ورق هغه وخت په دوو ” آنو” کیدو چې د عام اخبار دوه ټوټو تر منځ پروت و. د فرني خوړلو په […]

د خپرولوحق

په زياتو کتابونو به تاسو د پوښتۍ دننه دا جمله ولوستې وي چې ددی کتاب حقوق د ليکوال سره خوندي دي. مانا دا چې که څوک هغه بيا چاپول غواړي نو بايد د ليکوال نه اجازه واخلي. هم دغسې هرهغه څه چې د يو کس د زهن تخليق وي ، هغه د ولوستلو نه پرته […]

اورل شټاین

“زما ارمان دې چې کابل ته ورشم او د اسکندر مقدوني د پوځي کمپاين په اړه معلومات راټول کړم.” دا جمله د بريطانيې هنگري نژاده لرغون پوه، چارواکو ته څو وارې وکړه چې په ۱۹۴۳ م کی افغانستان ته دده د ورتگ مخالفت يې کوو. مارک اورل شټاين هغه وخت د يو اتياوکالوپه سن کی […]

د پانی پت دویم جنګ

دا جنګ په ۱۵۵۶م د نومبر په ۵ نېټه سوريانو او مغلو ترمنځ وشو. په ۱۵۴۰ م کې د بابر زوی همایون له شیرشاه سوري، ماتې وروسته هند څخه پارس ( ایران) ته ووتلو. د شیرشاه د واک موده ۷ کاله وه او دی د کالنجر کلا د محاصرې په وخت بارود په چودنه زخمي […]

لس قبیلې

دا مفکوره اوس غلطه ثابته شوی ده چې پښتون قام د بني اسرایل د لسو ورکو قبیلو یوه څانګه ده. د میلاد نه ۱۳۰۰ کاله پخوا یهودانو د حضرت موسا(ع) په مشرۍ له مصر کډه وکړه. د اندازو تر مخه د دوی شمیره پینځو زرو شا و خوا وه او په ۱۲ قبیلو يې وېشلي […]

لاور- لاهور

د اباسین او کابل سیندونه “هنډ” ته نزدې یو ځای بهېږي. هلته د سیند پرغاړه یو وړوکی کلی “لاور” دی چې اوس ورته خلک چهوټا (وړوکی) لاهور وایی. داسې تاریخي شواهد شته چې په ۶ ق م پېړۍ کې د سنسکریت ژبې استاد، شنکر اچاریه پانیني “لاور” کې زیږېدلی و. د لاور ” یو بل […]