لختۍ او ډم کوچی


د ۱۹۳۰م دغه پوسټ کارډ د دوو تنکي ځوانانو شا ته یو پوخ عمر سړی ولاړ ښکاري. دواړو ځوانانو د هغه وخت کمیس پرتوګ اغوستی، په پښو يې تیله دار پیښوري څپلۍ دي. د یو هلک په واسکټ زنځیر ممکن د ده په جیب کې ګړې سره تړلی وي. د دواړو څڼې تر اوږو او پر سر يې ساده پټکي تړلي دي. دا دواړه لښتي (لختي) پخوا به خلکو د تفریح لپاره په واده ښادۍ کې نڅول.
په پښتو کې لښتی د اوبو وړې ویالې ته وایی. د غني خان شعر دی چې ” لښتي يې د خولو د ملا په تیر ښکته روان…
کور وه، که باغچه وه، که لختۍ وه، که پټۍ وه
د ونې شین او نرمې څانګې ته هم ” لښته” وایی او”لښتي” یو ډول غوږ والۍ هم وي.
په پیښور ښار کې د چا هلک وزیږېدو نو څو ورځې به په هغه کوڅه کې د لښتیو تماشه کیده. ځینو به ورته ” ډم کوچي” ویل او اکثر به دوه یا درې کسان وو چې یو به ډولکی غږاو. د ډول د لومړي درز سره د کورونو کړکۍ به خلاصې شوې او ماشومانو به کوڅې ته منډه کړه. د ټولو په وړاندې ډم کوچي به د خپلو عامو جامو د پاسه یوه رنګینه اوږده ” ګګره” واغوسته. له سر به يې ټوپۍ لیرې کړه، څڼې به يې وڅنډلې او د پښتو سندره به يې شروع کړه. ډولچی به هم کله کله غږ ورسره یو کړو او د یو بیت او بل تر منځ لښتۍ به څرخیده. ښځو به له کړکیو یا د کور دروازو شا ته د دوی سېل کاو.
د ښادۍ له کور څخه به چا څو آنې یا یوه روپۍ وروغورځول نو ډولچي به هغه پېسې جیب ته کړې. دا تماشه به یواځې څو شیبو کې ختمه شوه ځکه دوی به بیا بلې کوڅې ته ورتلل. مشرانو به راته ویل چې ډم کوچي اکثر د خلکو کورونو څخه تښتول شوي ماشومان وي.
دغه تور او سپین تصویر کې د دواړو هلکانو په مخ مایوسي او سترګو کې د ژړا او خفګان نښې دي. شا ته ولاړ “دلال” دواړه لاسونه د هلکانو په اوږه کلک ایښي دي چې ګنی دوی زما مال دی. د هلکانو سپینې جامې د معصومیت سمبول او دلال تور کمیس منفي کریکټر په ګوته کوي.
تصویر له تاریخ پښتونخوا فیسبوک څخه په مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *