کبډي


دا لوبه د هند په لویه وچه کې زرګونو کاله پخوا کیده چې زکر يې په آریایی وېدونو او مهابهارت کې شوی دی. تر سوونو کالو کبډي په وېدي ښوونځو کې به هلکانو ته ښودل کیده او هدف يې په دشمن حمله او بیرته راتښتیدل وو.
کبډي (کبڈی) د” کاودي” ورانه بڼه ده چې مانا يې ” کټی” وي. د ژمي د فصل راټولولو څخه وروسته، ځوانانو به د پټیو یوې څنډې کې په خاوره یوه دایره جوړه کړه. په منځ کې به يې لیکه راښکله او لوبغاړي به په زوره، د ” کبډی …کبډي…په ویلو د کرښې نه وراخوا لوبغاړي ته لاس ولګاو. مخالف به دی نیولو چې بیرته لاړ نشي او یا يې ساه ماته شي. دا هر څه په ۳۰-۴۵ ثانیو (سیکنډ) کې پوره کېدل. که لوبغاړی يې ونیولو او یا بیرته راتلو کې يې ساه ماته شوه نو هغه به وسوځیدو. د لوبو ۲۴ میټر قطر دایره په دوو برخو وېشلی وي چې په منځ کې يې لیکه وي. هره برخه ” پاله” نومېږي او د لیکې نه ۱۰ میټر وراخوا د هرې ډلې یوولس( ۱۱) لوبغاړي دننه او درې نور بهر انتظار کوي. کبډي د غریبو خلکو لوبه وه چې پکې نه د لباس حاجت و او نه ورته نور لوازمات پکار وو. لوبغاړو یواځې یو چوتی په ملا کې ښه کلک تړلی و.
د لوبې پېل د یوې سکې په هوا کې غورځولو یعني په ” ټاس” کېږي او د پېل کونکی ډلې څخه “ساهي” یعني ساه راښکونکی، په ” کبډی…کبډي ویلو د مخالف پالې ته ورځي. که دی پوهېږی چې مخالف ته د رسیدو څخه وړاندې يې ساه ماټېږي نو بیرته ګرځي. په بله پاله کې ورته ” جاپهي” یعني نیونکی ولاړ وي چې دی ورته د لاس وړلو نه وروسته، بیرته منډه کړي. که هغه يې ونیسي نو دی ترې ځان خلاصوي، چټک خپلې پالې ته ورځي او یوه نومره ګټي. که په دې وخت کې د هغه ساه ماته شوه نو بیا نومره د مخالف شي. هغه جاپهي چې ساهي ورته لاس وړی وي، ” مړ” ګڼلی شي، د میدان نه بهر ووځي او د هغه ځای بل لوبغاړي اخلي. د لوبې په منځ کې د ۵ مینټو وقفه وي چې لوبغاړي خپله پاله بدلوي. زیاتې نومرې کټونکی ډله بریالۍ وي. پخوا به دا لوبه پټیو کې کیده نو ساهي او جاپهي به په یو بل د میدان خاورې وشیندلې چې که وجود په خولو لوند وي نو دا وچ او ګرفت يې اسانه شي. د پنجاب په هره بانډه کې ځوانانو کبډي کوله او د دې د ۲۰ نه زیات قسمونه دي چې ” امبر سري- شمیالي- لاهورې- لایلپوري يې یو څو نومونه دي. د هند په پنجاب کې د کبډۍ درې نور ډولونه ” سنجیوانی- ګامني او امر” نومېږي. د ” لمبي کاوډي” شوقیان هم شته چې پکې د یوې ډلې ۱۵ لوبغاړي، نه پکې ریفري وي او نه د میدان حد. بله ” ساونچي یا پکي کاوډي” وي چې په هغې کې لوبغاړي د مقابل په سینه ګوزار کولی شي. دا د پنجاب په مالوه کې مشهوره ده او د لوبغاړو حد پکې نه وي خو د ګول میدان په منځ کې یو اوږد بانس خښ وي چې سره جنډه لري. ګټونکی دا له زمکې وباسي او په ټول کلي کې يې ګرځوي. ” ګونګي کبډي” کې څوک د کبډي ګردان نه کوي. ساهی یو کس ته لاس وړي او هم هغه يې د نیولو کوشش کوي، نور لوبغاړي انتظار کوي.
په ۱۹۲۳م کې برطانوي هند کې د کبډي اصول ولیکل شول او په ۱۹۳۶م کې د برلین په اولمپک لوبو کې د نړۍ والو پام ورته وګرځیدو. هلته د “امرا وتي” لوبغاړو په لومړي ځل د خلکو په وړاندې دا لوبه وکړه. بیا دوه کاله وروسته په کلکتې کې هم په سرکاري توګه کبډي وشوه. په ۱۹۵۲م کې د هند کبډي فیډریشن له خوا ملي مقابلې وشوې چې ایالتي ډلو پکې برخه واخیسته. په ۱۹۵۵م کې د ښځو د کبډي لوبډله هم جوړه شوه او د پېړۍ تر پای دا په نورو ملکونو کې هم مشوره شوه. په ۱۹۷۲م کې بنګله دېش خپله ملي لوبه کبډي اعلان کړه.
د پنجاب نه علاوه، کبډي، د اتر پردیش، اندهرا پردېش، بهار، چهتیس ګړهه، کرڼاټکه، کیراله، مهاراشټره، اوړیسه، تامل ناډو او د تیلنګانه صوبو سرکاري لوبه ده. دا په سري لنکا، کوریا، جاپان، ایران او مرکزي ایشیا کې هم کېږي. پنجابیانو کبډي هر هغه ملک ته له ځانه سره یوړه چې دوی پکې ژوند کاو او د برطانیې نه وروسته، دا لوبه په کینیډا او امریکا کې هم مشهوره شوه.
په ۱۹۷۸م کې د ” شوقین لوبغاړو کبډي” فیډریشن د سیمه یزو مقابلو انتظام وکړو. په ۱۹۹۰م کې کبډي د ایشیایی لوبو برخه شوه او بیا په ۲۰۰۴م کې د لومړي نړۍ وال کپ مقابلې په ممبۍ کې وشوې. د کبډي لپاره يې نور اصول وټاکل او دا په دوو برخو يې وویشله. یوه دودیزه، پنجابي کبډي چې ” سرکل سټایل” یعني په ګول میدان کې وي. په دې کې د وخت قید نشته او د هوا حالت سره ۳۰-۴۰ یا ۴۵ مینټه لوبه کېږی. د لوبې څارنه اوو کسان کوي چې یو ریفري، دوه “لاین مین” هغه چې په میدان کې دننه، د کرښې یو او بل سر کې ولاړ وي. د میدان نه بهر، دوه محاسب ( ټایم کیپر) چې یو د لوبې د پېل او ختمیدو وخت څاري او بل د لوبغاړو د نومرو شمیره لیکي. یو امپایر او یو نندارچیانو ته د ګټونکی لوبغاړو او د بریالي ډلې اعلان کوي.
بله کبډي ” سټینډرډ ستایل” په مستطیل میدان کې کېږي چې د ” فوم” فرش د پاسه شین پلاسټیکي ټغر غوړیدلی وي. په یوې ډلې کې اوو (۷) لوبغاړي او د هر یو د خپل ملک لباس لري چې تر ګونډو لنډ پتلون او بې لستوڼو تنګ کمیس وي. یوه ډله تر ۲۰ مینټه مقابله کوي. بیا د ۵ مینټو لپاره وقفه وي او دواړه ډلې ځای بدلوي. ساهي ته ” رېډر” وایی چې ۳۰ سیکنډ لپاره د مقابل لوري ته ورځي. جاپهي ته ” سټاپر” وایی. په دې کې یوولس ( ۱۱) کسان د لوبې څارونکي وي چې ریفري- دوه امپایر- دوه لاین مین- دوه ټایم کیپر- درې جیوري غړي او یو د کمپیوټر په تخته د نومرو حساب لیکي.
په ۲۰۱۰ م کې کبډي په لومړي ځل د ایشیایی مقابلو برخه او د یوې نړۍ والې لوبې په توګه ومنل شوه. هم هغه کال هندوستان د دې نړۍ وال اتل شو او پرله پسې پینځه کاله د کبډي جام هندي ټیم ګټلی. په ۲۰۲۰م کې پاکستان د دې اتل شو. د ۲۰۲۵م د سړو او ښځو د کبډی نړۍ وال لوبې د برطانیې په ” وولور هیمپټن ” کې هند وګټلې.

د خیبر پښتونخوا د کبډۍ د ادارې سکتر، سید سلطان بری له معلوماتو څخه مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *