ایوبي سلطنت


په دولسمې میلادي پېړۍ کې مصر او شام کې یو کرد نژاد ټبر خپلواکه حکومت جوړ کړو چې مشر يې نجم الدین ایوب نومیدو.
دی د کردانو د ابن شازهي قام څخه و او د آرمینیا “دبیل” پخواني ښار کې يې تجارت کاو. په ۱۱۳۰م کې هلته د شدیدي حاکم له سقوط سره، ایوب خپل ټبر سره بغداد ته کډه وکړه. عباسي خلیفه د ده له انتظامي صلاحیت اغیزمن او د “تیکریت” حاکم يې وټاکلو. د دې مهاجرت نه وړاندې، په ۱۰۹۹م کې د اروپا مسیحي لښکرو ” القدس” د عربانو نه ونیولو. د مسلمانانو لپاره دا یوه لویه فاجعه وه خو ترکان او عربان پخپلو کې جنګیدل.
د بازنطین باچا د ترکي په ” اډیسه” کې یو نوی ښار جوړ کړو چې هلته نه يې القدس اداره کاو. په ۱۱۲۷م کې د موصل (عراق) ترک حاکم عماد الدین زنګي د عباسیانو نه پړی شلولی و. ده بغداد ته لښکر یوړو خو په جنګ کې يې ماتې وخوړه. موصل ته په تیښته دی د خپل لښکر سره تیکریت ته ورسیدو او د نجم الدین نه يې مرسته وغوښته. هغه ورته د دجلې سیند نه پورې وتلو لپاره کشتۍ ورکړې. په دې عباسي خلیفه ترې ناراضه شو او دی د خپل ورور شیرکوه سره لاس تړلی بغداد ته وروبلل. شیرکوه په تیکریت کې یو چارواکی په دې جرم وژلی و چې هلته یوه ښځه يې بې پته کری وه.
نجم الدین موصل ته د تلو لپاره، کډې بار کړې او په کومه ورځ چې له تیکریت وتلو، نو د ده زوی ” یوسف” وزیږېدو چې وروسته د صلاح الدین ایوبي په نوم مشهور شو. په موصل کې عماد الدین ورته هرکلی وکړو، ایوب يې د بعلبک پوځي کوماندان او شیرکوه د خپل زوی نور الدین په دسته کې ملازم وټاکل. ماشوم یوسف د زنګي سلطان په سرپرستۍ کې واخیستل شو. په ۱۱۴۶م کې سلجوق ترکانو بعلبک محاصره کړو نو ایوب بې له جنګ ورته ښار وسپارلو او پخپله دمشق ته لاړو.
د عماد الدین زوی، نور الدین ذنګي د القدس د بیرته اخیستو لپاره په ۱۱۴۴م کې ” اډیسه” فتح کړه. په یورپ کې بیا د ” صلیبي جنګونو” غلغله شوه او په ۱۱۴۸م کې مسیحي لښکرو دمشق ونیولو. په ۱۱۵۴م کې د نجم الدین په مذاکراتو بازنطیني پوځ هلته نه ووتلو او دی د نورالدین له خوا د دمشق حاکم شو. اخوا په مصر کې نورو صلیبي لښکرو زور وهلو خو هلته د شیعه فاطمي خلافت وزیرانو د یو بل خلاف سازشونه کول. زنګي د شیر کوه په مشرۍ، یو لښکر مصر ته واستاو چې تنکی صلاح الدین هم پکې و.
په قاهره کې فاطمي خلیفه تش په نوم پاتې و او شیر کوه هلته د حکومت څارنې ته پاتې شو. صلاح الدین د اسکندریه دفاع کوله او د ایوبي ټبر نور خلک ورسره وو. په ۱۱۶۹م کې د شیر کوه له مړینې وروسته، فاطمي خلیفه ” العدید” ځوان صلاح الدین خپل وزیر وټاکلو. زنګي په ۱۱۷۰م کې نجم الدین هم مصر ته واستاو چې هلته عباسي خلافت بیرته بحال شي. خو صلاح الدین، فاطمي خلیفه سره خیانت نشو کولی او پلار ته يې په درناوي خپل وزارت وړاندیز وکړو. نجم الدین ورسره و نه منل او د اسکندریه ښار يې د خپل جاګیر په توګه واخیستو. په ښکاره نجم الدین د زنګي سره پتمن و خو د هغه زوی ته يې خبرداری ورکری و چې مصر به د ده له لاسه نه اخلي. د حکومت لپاره پېسه پکار وي او په ۱۱۷۱م کې صلاح الدین د پلار او تره سره په مشوره، د مصر لویدیځ ساحلي سیمې ” برکه” ( اوس لیبیا) په قبایلو د حملې فیصله وکړه. د صلاح الدین یو وراره المظفر تقی الدین عمر د ۵۰۰ سپارو سره د هغه ځای خلک چور کړل. بل کال په اسوان کې بغاوت ختمولو لپاره يې” توران شاه” په مشرۍ یو وړوکی لښکر واستاو. دوی په ” ایبریم” ښار کې چاوڼۍ جوړه کړه او د اسوان چاپېره سیمو په نیولو يې لاس پورې کړ. ځینو حاکمانو د دوی سره جنګ ونکړو او ورته تسلیم شول.
په جولای ۱۱۷۳م کې هغه، صلاح الدین ته د “القدس” په جنګ کې د برخه اخیستو وویل. هغه وخت نجم الدین له خپل اس پریوتی او ټپي شوی و. صلاح الدین هغه ته جواب ورنکړو او د پلار کټ ته کیناستو. نجم الدین له وفات څو میاشتې وروسته نورالدین زنګي هم په حق ورسیدو.
د دې کال تر پای، توران شاه د یمن خاوره ونیوله او د دې ” تَعِزّ” ښار يې خپل مرکز کړو. په دې لسیزه کې ایوبي لښکر طرابلس پورې ورسیدو. بل خوا دی په لیوانټ (لبنان) کې د صلیبي ځواکونو سره جنګیدو او د شمالي افریقه په ځینو سیمو يې حملې وکړې چې پکې د عباسي او امیه پاتې عربان حاکم وو. هلته د سخت مقاومت سره مخ شو نو مخه يې د شام ته کړه. د دمشق حاکم ورته تود هر کلی وویلو. تر ۱۱۷۵م هغه حلب ( الیپو) محاصره کړه خو ناکامه شو. په موصل کې د نور الدین د زوی صبر تمام شو ځکه هغه شام خپل میراث ګڼلو. دی یو لوی لښکر سره په “حمه” کې ایوبي ځواک سره مخ شو. د صلاح الدین لږ شمیر لښکر ذنګي ته ماتې ورکړه. تر ۱۱۷۵م توران شاه د مصر په سنا کې خپل مخالفان وشړل او په یمن کې يې خپل بحري ځواک جوړ کړو چې ” العاسکر البحریه” نومیده. دوی به د ساحلي سیمو د حفاظت نه علاوه په سمندر کې تجارتي بېړۍ د قزاقانو نه ژغورل. صلاح الدین د ذابد، عدن او سنا چې خپلواکه سیمې وې، یو کړی او توران شاه د دې حاکم و.
په ۱۱۷۷م کې د مصر فاطمي خلیفه ” العدید” په مرګ عباسي خلیفه په رسمي توګه صلاح الدین د مصر او شام سلطان اعلان کړو. دولة الأکراد ( د کردانو دولت) “دولة الکردية” او “الأيوبيون” نوم اخیستل کیدو. د صلاح الدین یو بل وراره عثمان زندجیلي په ۱۱۸۰م کې د “حضرموت” مهم ښار ونیولو. د خپل حاکمیت د ټینګولو لپاره صلاح الدین د مکې او د مدینې سپیڅلي ښارونو کنټرول هم پخپل لاس کې واخیستو. په ۱۱۷۹م کې صلاح الدین د هومز کنټرول د شیرکوه زامنو او “حمه” خپل وراره المظفر عمر ته ورکړو. د خپل ټبر نور غري د حکومت په لوړو عهدو مقرر کړل چې د ” شافعي” فرقې منونکي وو. په ایوبي دوره کې په قاهره کې یوه لویه دیني مدرسه د ” مالکي” او بله د ” شافعي” عقیدې د زدکړو لپاره جوړ شول. د عدن (عراق) د بندري ښار په نیولو دوی خپل بحري ځواک هم پیاوړی کړو. د بحر هند تجارتي لاره د دوی په لاس کې شوه نو د ایوبي سلطنت راتاند شو.
د صلاح الدین ایوبي تر ټولو لویه کارنامه د صلیبي لښکر څخه د القدس بیرته نیول وو. په ۱۱۸۷م کې هغه د مسیحیانو ګډ لښکر ته د “حطین ” په جنګ کې ماتې ورکړه. د بیت المقدس لپاره وروستی جنګ په ۴ جولای کې د مسملمانو په بري تمام شو.
په ۱۱۹۳م کې صلاح الدین له مړینې وروسته د ده په زامنو کې د واک لپاره جګړه ونښته. خو اخر د ده ورور ” العادل” پکې بریالی شو او په ۱۲۰۰م کې د ایوبي سلطنت دویم واکدار شو. نور ټول راتلونکي باچاهان د ده اولادونه وو. په ۱۲۳۰م کې د سوریا امیر د مصر له جغ څخه ځان خلاص کړو خو سلطان الصالح ایوب د حلب ( الیپو) نه علاوه، نور ټول شام بیرته ونیولو. د عراق ځینې برخې د ایوبي سلطنت نه واګي وشلولې. په ۱۲۴۹م کې د الصالح له مرګ وروسته، د ده زوی المعظم توران شاه پر تخت کیناستو خو ژر، د ده مملوک ( ترک) غلامان برلاسي شول.
د ایوبي سلطنت د زوال دوه لوی اسباب وو چې یوه د ترکانو بغاوت او دویم چنګیزي حملې وې. په ۱۲۶۰م کې چنګیزیانو حلب ویجاړ کړو او د ایوبي ټبر وروستی حاکم د نهرالاصي (سیند) پرغاړه په “حماته” ښار کې پاتې و چې کال وروسته دی هم مملوک واکمنو لیرې کړو.
ایوبي سلطنت شا و خوا ۹۰ کاله په شام، مصر، یمن او شمالي عراق کې پاتې و. د نجم الدین د ټبر یوه ځانګړتیا دا وه چې وروڼو او تربورانو د یو بل ملاتړ او د یو موټي په شان د هغه وخت د یورپ لوی پوځي ځواک سره يې مقابله وکړه.
په مصر او شام کې د ایوبي دورې ودانۍ د اسلامي جوړښت پرمختګ په ګوته کوي. په القدس کې د الاقصی جومات منبر چې نور الدین ذنګي په امر جوړیدل پېل او بیا صلاح الدین له خوا هلته کیښودل شو، د هغه وخت د هنر یوه ښکلی بیلګه ده. په قاهره کې نجم الدین ایوب یوه مدرسه جوړه کری وه او د ده مقبره وروسته د مدرسې په احاطه کې جوړه شوه چې اوس هم شته.
په دمشق کې د سلطان صلاح الدین ایوبي د قبر مرمرین پوښ د جرمني باچا، دویم وهلیم له خوا هدیه شوی و. په صلیبي جنګونو کې د صلاح الدین د انسانیت کیسې په یورپ کې مشهورې وې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *