پېسه ټکه

په ماشومتوب کې د جوارو نینې خوړلو لپاره به مو یوه ” پېسه” وړله چې منځ به يې سوری و. دا وړه سکه د ” پایی” په نوم هم چلیده. د څلورو دهیلو ( پایانو) قیمت د برونزو یوه سورۍ پېسه وه. غریب کس به ویل چې، ” یوه سورۍ پېسه هم راسره نشته.” یا د سوګت سړي په اړه به ویل کیده چې ” فلانی خو سورۍ پېسه هم چا ته نه ورکوي.” کله کله د زیړي په مرض اخته، ماشوم په غاړه کې به يې دغه سورۍ پېسه په تار پییلی ځړوله. دی به ښه شو نو هغه پېسه به يې خیرات کړه.
ورو ورو دا سورۍ پېسه ورکه شوه خو تر هغې درنه ” زیړه پېسه” په ګردش کې وه. دا به يې د ناوې په ډولۍ شیندلې، د زیارت منجور او یا پقیر ته به يې ورکولی. په دویم یا دریم کې زمونږ یوه لوبه په کاغذ د دې پېسې نقش جوړول وو. زیړه پېسې به مو د کاغذ لاندې کیښوده او د پینسل بیخ به مو ورباندې ومښلو. اوس هم په یورپ کې دا نقاشي ” براس ربنګ” په نوم شته.

د دوو زیړو پېسو قیمت یوه ” ټکه” وه چې د پاسه به پرې ” دو پېسې” کنده وې. د زیړو دا وړه څلور ګوټیزه سکه په ولس کې “ټکه” نومیده چې د هندوستان د لرغونی ” ټنګه” یوه بڼه وه. تر ۱۹۶۰م هم په پیښور کې د ټکیدلو واورو “توتیه موتیه” یا د چڼو سره د ګوړې ریوړۍ به په یوې ټکې کیدې. په ۱۹۷۱م کې مشرقي پاکستان د بنګله دېش په نوم بیل شو نو خپله سکه يې ” ټکه” وبلله.
د دوو ټکو قیمت یوه آنه یا څلور پېسې و چې په دې به مو کله قلفي، کله چڼې او کله ” ماقوتي” اخیستل. د ګوړې شربت لوی ګیلاس، نیم پاو موم پلي، ګنډېرۍ او د چهولو ( ګونګړو) پلیټ به هم دغه په یوې آنې کیدل. د ټکې په بڼه، لویه نقریی سکه ” دوه آنیز” ( دوه آنې) وه چې په دې به د تنور یوه ډوډۍ یا یوه سموسه او یا پوره خیبر آیسکریم کیدو. په شګو کې پخ شوی وږی او د بیکرۍ “بن” یا پیسټري به هم په دوو آنو اخیستو.

د دوه آنیز نه لویه سکه ” څلور آنیز” وه او تر ۱۹۶۵م د ښار څخه یونیورسټۍ ته تلونکی سرکاري بس ټکټ په څلورو آنو و. البته دا د سټوډنټ (محصل) لپاره کرایه نیمه وه.
د نقرې لویه درنه سکه به روپۍ نومیده چې کلی والو به دا ” کلیمه داره” روپۍ بلله ځکه د دې پر یو مخ عربي خط کنده وو. هغه وخت کاغذي نوټونه ډېر لږ وو او د شته منو خلکو جیب کې به دغه نقریی روپۍ کړنګیدې. ښځو به ناوې ته د مخ کتنې هم دغه یوه روپۍ ورکوله چې د کور نه به يې په یو رومال یا د لوپټې پیڅکي سره تړلې وه. په ۱۹۵۵م کې یوه روپۍ به د څلورو کسانو د ورځې خوراک له بس وه. د اته آنیز یو سیر غوښه او په پاتې پېسو، ترکاري او د تنور ډوډۍ کیدې. هغه وخت هم خلکو د ګرانۍ نه سر ټکاو.
مونږ به د کلي سپین سرو نه اوریدل چې یو سیر سوچه غوړي او سیر اوړه به په دوو آنو کیدل. په سورۍ پېسې به یو دړۍ پیاز اخیستل او وریت جوار به په یوې ” دهېلې” کیدل. پېسه ټکه اوس یواځې په متل او محاوره کې پاتې ده. فلاني سره ” پېسه ټکه نشته او واده کوي.
هغه وخت هم خلکو ډوډۍ خوړله، ودونه يې کول او بچي يې زیږول. اوس هم دغه سلسه روانه ده خو ناشکري زیاته ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *