پټاکيدان

د افغانستان په قبيلوي ژوند کې د ښکار او د ځان ساتنې لپاره په هر دورکې د وسلو اړتيا وه. د غشو او ليندۍ نه واخلې ترچاقو توره، مچوغنه، پړې اوډبرې هر څه نه کار اخستل شوې دې. د ټوپکو جوړول او کارول په شپاړسمې ميلادي پيړۍ کې پيل شو او افغانستان ته د هند، پارس او د روس د لارې راغلل.
د احمد شاهي پوځ سره به هغه اوږد ټوپک و چې ” جزيل” نوميدو. ددې په نل کې د رانجو يا بارود ډکولو نه وروستو ډز کيدو. يو وخت دا رانجه په وړو گوليو کې جوړيدل چې “پټاکې” يا پټاخې نوميدې. اوس هم په واده ښادۍ ياپه شوقدرماشومان وړې پټاخې زمکې ته خطا کړي چې ډزکوي.
د پټاکو د وچ ساتلو لپاره ورباندې فلزي پوښ نه واو دا به يې د څرمنې په کسوړو کې ساتل. هر پوځي چې جزيل به ورسره و، په ملا د څرمنې دا کسوړه هم وړله چې پکې د رنجوگولۍ يا پټاکې ايښې وې. دې ته به يې “پټاکيدان” ويل.
د کندهار خلک اوس هم د وړې بټوې اود ښځو د” پرس” لپاره د پتاکيدان يا پټاکيدانه تورې کاروي.
صفيه حليم

د خبريدو نيټه
۲۵ مارچ ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.