په ۲۰۱۳م کې مې د پښتونخوا د بنو دغې لرغونی ښار په اړه مضمون خپور کړو نو یو کس راته وویل چې د اکره غونډۍ چاپېره سرکاري زمکه کې خلک غیر قانوني ابادي کوي.
د اکره (عقره) په نوم د کردانو یو ښار د عراق او ایران په سرحد هم شته.
په سانسکرت کې ” اکره” حفاظتي دیوال یا کلا ته وایی. د دې تاریخ شا و خوا دوه نیم زره کاله پخوانی دی چې په نولسمې پېړۍ کې د انګریزانو د پام وړ شوه. په ۱۸۴۷ م کې برطانوي پوځ په لومړي ځل بنو ته ورسېدو نو مشر يې “جنرال کورټلينډ” د ښار نه نهه ميله لیرې د څو غونډيو په لمنه کې خپل کيمپ ولگوو. هندي پوځيانو د خيمو د درولو په وخت زمکه وکېندله نو هلته د پخو خښتو ديوال ښکاره شو. د جنرال په امر نورکنستون وشو نو يوه گول جوړه شوې کوټه يې رابرسېره کړه چې انساني هډوکي پکې ايښي و.
د باران له کبله هلته زمکه نرمه وه او سپایانو پکې د مسو سکې هم وموندلې چې ډېر په خوښۍ يې خپل کوماندان ته ورکولې. زیاتې سکې په مالګینو کلکو خټو پټ او نقشونه پرې تت شوي و. خو په يو څو يوناني توري لوستل کېده. ځينې پکې ډير په ښه حالت او نقشونه يې د هغو سکو ته ورته وو چې جنرال کورټ په هزاره (پاکستان) د مالگې غرونو او د پنجاب له نورو ځايونو راټول کړي وو.
یو کال وروسته یو بل افسر” هنري لارنس” د بنو کمشنر په توگه کار پيل کړو او یوه ورځ د جنرل کورټلينډ سره د ” اکره” ليدو ته ورغلو. دې پخپلو یادښتونو کې ليکي، “د بنو درې په جنوب لويديځ، د گمبيلا چپ لاس ته، د کوکي او بهرت د ښاريو په منځ کې د وړو غونډيو يوه جوپه ده چې هر یو يې بېل ارتفاع او کچ لري. دا په يو بل کې ننوتي دي او د کنډوالو لړۍ پرې ښکاري. کله چې ورنږدې شئ نو دا ټول يوه ودانۍ ده.” لارنس وایی، “هلته د پخو او کاشي خښتو ټوټې پرتې وې چې په مساله يې نښلولې وې او اوس د کلونو په تېروېدو مات شوي وو. داسې ښکاري چې يو وخت دلته لوی کوټې او تالارونه جوړ وو.”
د اکره څخه موندل شوی زيات تره سکې مسین او يوناني بوديزم د ” يوکراټايډز، فيلوکسينز، ميناندر او د اپالوډوټس باچاهانو له دورې څخه هلته پاتې وې. خو د دې نه زياتې سکې د کشان باچاهانو، ويما کډفايسس، کنشکا، هويشکا د واک او ځینو د يفتليانو د “ازيس” او “مايوز” باچاهانو د دورې وې چې نقشونه يې لرل. د کابل د برهمني باچاهانو لکه ” سامنتا ديوا، سيالپتي او ورپسې د غزنوي باچاهانو، سبکتگين، محمود او يو څو پکې د وروستي مسلمان باچاهانو، لکه د التمش د وخت سکې هم رابرسیره شوې.
يو بل انگريز افسر ” ډيمز” د اکره نه د بلورو يو موهر وموندلو چې ورباندې ډېر ښکلې يوناني ډول سر جوړ و. د هغه لپاره
تر ټولو ارزښت من توکي، د نسواري عقيق او د زرغون عقيق تراشل شوي ټوټې وې چې يونانيانو به پخپلو گوتميو کې کارولې. د داسې تيږو د پاسه به انساني یا د اسطورې څېره ډېر په مهارت نقش وه. د اوسپنې خولۍ په سر انساني څيره، اس، غويې، دوه چرگان او داسې نور ډبرین نقاشي چې په لرغونې يونان کې يې رواج و، په اکره کې پیدا شول.
د بنو خلکو انګریزانو ته وویل چې پخوا د اکره په غونډۍ هندوان اوسېدل او دا يې ” سترام” بلله. خو ددې غونډۍ چاپيره د انساني هډوکو شتون ښاي چې هلته يو وخت هديره او خلکو به پکې مړي خښول. دا ښایی چې په اکره هندوان نه اوسیدل ځکه هغوی خپل مړي سېزې. د پښتونخوا دغه غرونه، يوناني، هندي او ساکایي قبایلو ونيول خو په هندو شاهي دوره کې دا ځای د هغوی مستمره ( کالوني) وه.
په هند کې نامتو لرغونپوه اليگزانډر کننگهم د اکره څخه موندل شويو سکو نه دا نتيجه راو باسي چې دلته اوسيدونکي هندوان د يوناني هنر سره بلد و او وروسته د مسلمانانو سره يې هم اړيکې لرلې. خو داسې ښکاري چې محمود غزنوي په حملو خلک دلته نه وتښتیدل او څه موده وروسته بیرته راغلل.
د کيندنو نه څو کاله وړاندې د بنو يو کليوال په دې غونډۍ يو ډبر ليک کیندلی و چې انګریزانو ته يې وسپارلو. په دې د سانسکرت کنده شوي توري سوليدلي او تت وو. کننگهم او د سينټ پيټرز برگ د سانسکرت ژبې يو استاد هڅه وکړه چې په ډبرې ليکلې متن ولولي خو کامیابه نشول. دا ډبر لیک اوس د لاهور په ميوزيم کې ایښې دی.
د اکره چاپیره د مړو د هډوکو له کبله په خاوره کې دومره فاسفيټ گډ شوي دي چې کرونده پرې اسانه وي. انګریزان د دې سیمې په لرغوني ارزښتت پوهیدل خو د ځایی خلکو مخه يې نشوه نیولې چې هلته يې پټي جوړ کړي وو. دوی خلکو ته اعلان کری و چې که څوک د زمکې اړولو په وخت لرغوني توکي پیدا کړي نو دوی ته دې وسپاري. هغه وخت د دغو توکو لپاره به يې خلکو ته پېسې هم ورکولې. بیا د یو انګریز چارواکي ” رابرټ ايگرټن” په مشوره د اکره چاپېره سیمه د حکومت ملکيت اعلان شوه.
په ۱۹۹۵م کې د بنو لرغون پوهنې د ادارې له خوا په اکره کې بیا منظم پلټنې پېل شوې. په دریو کالو کې د اوسني ټیکنالوجي پر مټ دوی د غونډۍ چاپېره زمکه کچ کړه او یوه نقشه ترې جوړه شوه. د دې غونډیو چاپېره ۸۰ جریبه زمکه کې ابادي وه او دلته د ” لورا” ویالې دواړو غاړو ته خلکو زمکې کرلې. د میلاد څخه ۲۰۰۰ کاله پخوا دلته لومړیو انسانانو ژوند پېل کړو او تر یوولسمې پېړۍ اباده سیمه وه. په کیندنو کې هلته د خټو کودړې او د بودای دورې وړې مجسمې پیدا شوې. د یوې ښځې بوتکی ښایی چې ممکن هلته د دې نمانځنه کیده.
د یوې دورې سکه په به دوره کې نه کارېږي او په اکره کې د مختلفو باچاهیو د سکو پیدا کیدل، ښایی چې د دې مادي ارزښت یواځې د ” مس” لپاره و. بل سبب يې په جنګونو کې د خزانو چور کیدل وو او اکره د کوشاني او یفتلي دورو نه وروسته ممکن خوندي سیمه وه. په کنډوالو یواځې د خټو دیوالونه پاتې وو نو د ودانیو د جوړښت په اړه څېړنې ممکن نه وې. د دې ځینې توکي د بنو په میوزیم کې او نور د برطانیې او لاهور په عجایب خانو کې ایښي دي.
سرچینې
1. Two Years in the Punjab. Major Henry Montgomery Lawrence. 1851. Part one. P 335-341.
2. A Year on the Punjab Frontier, in 1848-49, Sir Herbert Benjamin Edwardes. Published by Richard Bentley, 1851.
3. The ancient geography of Indi. By Gen. Alexander Cunningham. London. Trübner & Co. 1871. p 84-87
4. Akra: The Ancient Capital of Bannu, North West Frontier Province, Pakistan. Khan, F., Knox, J.R., Magee, P., & Thomas, K.D. & a contribution by Petrie, C.A. (2000).