خالصه سکول


د پیښور بالاحصار کلا ختیځ لوري سړک بلې غاړې ته د جینکو کالج ودانۍ د هند له وېش څخه وړاندې ” این ایس ایس خالصه های سکول” نومیده.
د سیک عقیدې “خالصه” فرقه په ۱۶۹۹م کې د لسم ګورو (ګوبند) له خوا جوړه شوه. د ۱۸۱۸م نه تر ۱۸۴۹ م پیښور د سیکانو په لاس کې و چې بیا انګریز پوځ ترې ونیولو. په ۱۸۵۳م کې دلته مسیحي مبلغینو د هلکانو لپاره ” ایډورډ سکول” جوړ کړو. په ۱۹۱۱م کې پښتنو ” دارالعلوم اسلامیه” بنسټ کیښودو نو سیکانو هم د خپلو زامنو د تعلیم لپاره هلې ځلې پېل کړې. په ۱۹۱۳م کې د هزارې په هریپور کې يې خالصه سکول جوړ کړو او بیا په پیښور کې د یو شخصي ښوونځي لپاره د برطانوي حکومت څخه اجازه واخیسته. د دې لپاره يې د بالاحصار کلا مخ ته لوی میدان غوره کړو چې په ختیځ کې یو مندر او جنوب کې د سیکانو ګوردواره پخوا څخه موجود وو. د ۲۰ پېړۍ تر پېل هم دغه لوی میدان د تجارتي قافلو د پړاو ځای و.
په ۱۹۲۵م کې د ښوونځي بنسټ کیښودل شو او بل کال په ” این ایس ایس خالصه های سکول پیښور کې هلکانو سبق پېل کړو. این-ایس –ایس د نیشنل سروس سکیم مخفف دی. دا د ښار لومړی شخصي (پرایویټ) ښوونځي و چې د میاشتې یوه روپۍ فیس به يې اخیستو. زیات شاګردان پکې شته من سیکانو او هندوانو زامن وو خو لږ شمیر مسلمان زده کوونکي هم تلل. کلاسونه به د پینځم څخه پېل کیده او نهه مضامین يې لوستل. په دې کې انګریزي، اردو فارسي، ریاضي، تواریخ، جغرافیه، ساینس، ډراینګ ( انځورګري) او دیني زدکړې شاملې وې. د امتحان راپور لیکلو په وخت د سبق تیاری، حاضری، صفایی او اخلاق لپاره د استاد رای اخیستل کیده. زیات استادان يې مسلکي او سیکان وو خو د نورو عقیدو خلکو هم پکې کار کاو. د اتم، نهم او لسم امتحانونه به د بورډ ( بکلوریه) په شان کیده. د امتحان پرچې به يې لاهور ته استولې چې هلته به يې نومرې ورکولې.
په ۱۹۴۱م کې یو شاګرد سردار همت سنګ د اتم د ( بورډ) په امتحان کې ۷۳۰ نومرو په اخیستو په ټولې صوبې کې اول پوزیشن تر لاسه کړي و.
په ۱۹۴۷م کې د هند د وېش نه وروسته، د ښار نه زیات سیکان او هندوانو کډه کړی وه او خالصه سکول هم بند شو. دوه کاله وروسته خالصه سکول د جینکو د لوړو زدکړو لپاره کالج ته يې واړاو.
هغو مسلمان هلکانو چې په خالصه سکول کې سبق ویلی و، د دوی په کورنۍ کې اوس هم د هغه وخت د تعلیم معیار او د استادانو د مهربانۍ ذکر کېږي. د یو شاګرد محمد یوسف د امتحانونو راپور د مخ پاڼه ښکاري چې په ۱۹۳۵م کې خالصه سکول کې يې سبق ویلو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *