بنديان

په دې عکس کې د جلال اباد سره نږدې هغه پينځه بنديان ښکاري چې په ۱۸۷۸ م کې ونيول شول. ورسره د برطانوي هند عسکر بدرګه روان دي. د دې عکس اخيستونکې جان برک هغه وخت د انګرېز پوځ د ېښور کنډک سره مل و. په دغه کال ژمي کې انګرېز پوځ د علي مسجد […]

د چرګ بڼکې

چرګ به لا نه و حلال چې ماشومان به د هغې نندارې له راټول شول. نيم حلال شوی چرګ او ماشومان به په ټوپونو و او چې د چرګ ساه به ووتله نو دوی بيا پخپلو لوبو اخته شول. جينکو ته به يې وويل چې د تود چرګ نه بڼکې وباسئ. مونږ په يوې دايرې […]

د افغانستان منرالونه

څنګه چې سعودي عرب د تېلو زېرمې لري، هم هغسې د افغانستان خاوره په ليتهيم ډکه ده. ورسره کرومايټ، مس، اوسپنه، ګوګړ(سلفر) او نقره(سپين زر) په لوی کچ موجود دي. کوبالټ، بارايټ او نيوبيم هغه منرالونه دي چې اوس نوي ټېکنالوجي کې ترې کار اخيستل کېږي، په افغانستان کې فراوان دي. هغه چې زېرمې په […]

ببرک خان ځدراڼ

هغه به تل یبلې پښې د افغانستان د امير امان الله خان دربار ته ورتلو. یوه ورځ امان الله خان ترې پوښتنه وکړه چې ته د لويې پکتیا پېژندل شوی مشر یي، ولې لوڅي پښې ګرځې؟ ده ورته ځواب ورکړو چې زه د قام مشر یم او چې خلک مې پښې لوڅي ګرځي، زه ځان […]

شيش محل

دغه کوڅې راته آشنا ښکاریږي دیرینه درد په کې له ورا شرنګیږي زاړه کورونه شول بدل په نوو ارواوی هرخوا په کې زما تاویږي د شیرنواب دنګه ماڼۍ ورانه ده پښتون پرتم په کې ها، نه خندیږي په هردیوال یې ده یوه نښه انځور ټوله ړانده دي ترې پر خوا تیریږي یوه غمیزه تیره شوې […]

غلجي که خلجي

غلجی د پښتنو د يو لوی ټبر نوم دی چې د افغانستان او پاکستان د غرونو پورې راپورې مېشت دي. د دې نور قامونه،هوتک، توخي، سليمانخيل، علي خيل، اندړ، ترکي، مشهورې دي خو بې شمېره نورې څانګې هم لري. غلجي خپل مشر شاه حسېن گڼي چې د بي بي متو سره يې واده کړی و. […]

راني ګټ

د صوابۍ ښار نه ۲۰ کلوميټر شمال لوېديځ کې د نوګرام کلي سره نږدې د راني ګټ غونډۍ ده. د ځايي خلکو کيسه ده چې په هغې غونډۍ يوه راڼۍ اوسېده او هرماښام به د شاوخوا سيمې د نندارې لپاره په هغه ګټ کيناسته چې د غر په جنوبي څنډې ولاړه (لکه) ده. د زمکې […]

کيږدۍ

د کوچيانو کيږدۍ چې په نورو ځايونو کې خيمه او تمبو نومېږي، زيات وخت د اوښ د څرمنې نه جوړ وي. کوچيان د پړاو لپاره زيات وخت معلوم او اوبو ته نږدې ځايونه غوره کوي او هغه ځای ته د رسېدو سره له اوښانو او خرو بار پرانيزي. د هر چا کار معلوم وي او […]

ضحاک او سهاک

د پارس ژبپوهان باور لري چې د ضحاک نوم د ازيدهاک نه راوتلی دی چې د “اهورا مزدا” دښمن و. دی لکه د بلا په يوې لوړې کلا “کرينتا” کې اوسېدو چې د “ببري” په زمکه جوړه وه. ده د سورا (لمر) او د وايو (سيلۍ) نمانځنه کوله. په زردشتي دين کې ده ته “بيوراسپ” […]

حساب

د ژوند هره يوه ورځ په حساب دی. په ورځ کې هر کار په حساب، خوب په حساب- ډوډۍ په حساب، کار روزګار په حساب، خبرې په حساب، غم او خوشالي په حساب او خلک په حساب. خو د سوچونو حساب نشته. دا هر وخت او هر ځای زمونږ په دماغو کې ګرځي راګرځي. کله […]