يوه توری چې په بودايي علم کې ډېر کارول کېږي او لرغونپوهان د يوې مجسمې په ليدو وايي چې دا بودا نه دی بلکه بودهه ستوا دی. د دې مفهوم د بودا روح وي.
د بودایي دين منونکي په دې باور دي چې لومړی بودا شهزاده سدهارته د نيپال په يو رياست کپل وستو کې زېږېدلی و. د ده مړينه په اصل کې نروانه (عرفان) يا خدای ته رسېدل و. خو په وروستیو انسانانو هم د لارښود ته اړ و نو ځکه بودا په بېلا بېلو سيمو کې په مختلفو زمانو کې بيا راژوندی شو او د هغې سيمې خلکو ته يې د نيکۍ او د ښو اخلاقو لاره ښودله.
د عقېدو له مخې، بودا د يو سپېڅلي انسان په وجود کې راښکاره شي او لکه د راهبانو د ښار نه بهر به يې ژوند کوي. هر کله چې د ده يوه معجزه راڅرګنده شي نو خلک يې د نمانځنو لپاره ورځي. دوی “بوده ستوا” نومېږي او له مړينې وروسته يې مجسمې هم جوړېږي. په بودایي عقيده کې د داسې اته ډوله بوده ستوا په دې نړۍ کې بيا راغلي دي چې ځانګړې معجزې لري. دا په مختلفو شکلونو کې ښودل شوي دي چې لومړي په سر د ګلونو تاج لري، دويم د پوهې ډيوه په لاس، درېیم د سپين برسنډي ګل کې ناست وي، څلورم د ونې لاندې پنځم ګاڼې اغوستې وي، شپږم د سپوږمۍ سره، اووم توره په لاس او اتم په لمرکې ښودل کېږي.
د بودايانو په عقيده په ګندهارا کې لس بوده ستوا زيږېدلي وو چې اورشایي (هزاره) کبل ګياي (سوات) شهباز ګړه (مردان) مرداتې (مردان) سواستو(سوات) تاکشا شيلا (ټيکسلا) اشتي نګر (چارسده) بامياني (باميان) پروشا (پېښور) او کمراني (اټک) سيمو کې يې ژوند کوو.
دا ورستۍ اوس د کامره په نوم يادېږي چې د اباسين په لمنو کې ده. د کوشان سلطنت نامتو واکمن کنشکا چې وزيږېدو نو د ده پلار په کامره کې د يوه کوهي (څاه) د جوړلو امر وکړو چې اوس هم شته او په خروشتي ژبې ليکل شوې کتيبه ترې وموندل شوه. کنشکا پخپله د هغه بوده ستوا مريد و او کله چې نروانه ته ورسېدو (مړشو) نو کنشکا د ده ايرې پېښور ته يوړې او هلته يې ورباندې د پېښور سټوپا جوړه کړه. دا سټوپا وروسته د يفتليانو په حملو کې ورانه شوه او کنډوالې يې په شلمې ميلادي پېړۍ کې رابرسيره شوې چې اوس د شاه جې ډېرۍ بلل کېږي.
سرچينې
۱.دامن اباسين- د اټک د يو مردم خيز سيمې تاريخ- سکندر خان- ۱۹۹۳م.اميد چاپونکي دربار مارکيټ لاهور-۱۵۷ مخ
۲. د بوديزم ويبپاڼو نه-
د خپريدو نيټه
۵ جنوري ۲۰۱۶ م
صفيه حليم
صفیه جانې ډېره ښه لیکنه او څېړنه مو کړې ده. زه غواړم چې په دې هکله یوڅه مالومات دوستانو ته وړاندې کړم. د بودیستوا په اړه ټول پوهان په یوه خول ندي. ځیني پوهان وایي چې بودیستوا د بودا د ژوند هغه مرحله ده لا بودا ( روڼ ضمیری) شوی نه وو. په دې وخت کې بودا خورا ښکلی او ژوند درلود، په مجلله ودانۍ کې اوسېده او خدمتګارانو یې خدمت کاوه. بله ډله پوهان په دې اند دي چې بودیستوا د بودایي دین هغه پیرو ته ویل کیږي چې هیڅ وخت د بودا کېدو هڅه نه کوي او نه غواړي چې بوا شي. زما د مالوماتو له مخې د بودا او بودیستوا تر منځ ډېر توپیرونه لیدل کیږي چې زه یې دلته یوڅو هغو ته اشاره کوم:
په بودیزم دین کې د بودا تمثیل تل ډېر ساده شوی دی، ده ته هیڅ ډول تزینات ندی کارول شوي، لباس یې صوفیانه دی. ځینې بودا پوهان وایي چې بودا له اتیا پورته داسې نښې لري چې له عادي انسانانو یې توپیر کېدای شي.
بودیستوا ډیری وخت له تزیناتو سره تمثیل شوی، مجلل ژوند لري او په تخت یا څوکۍ ناست لیدل کیږي.
بودايي عقيدو په هرې سيمې کې څه نا څه بدلون موندلې دی-