د شېر شاه ښار: حصار فېروزه

د ډېلي نه يو سل او شپيته کلوميټر لوېديځ او د پاکستان د “کسور” ښار نه شپېته کلوميټر ختيځ کې يوه مهمه چاوڼۍ فېروزپور نومېږي. تر څوارلسمې ميلادي پېړۍ دا سيمه يوه لويه دشته وه او تجارتي قافلو به ترينه ډډه کوله. د ډېلي باچا فېروز شاه تغلق په ۱۳۵۴ م کې دلته د يوې […]

سواستيکه

په اروپا او امريکه کې دا نښه د کرکې او د نفرت احساس راوپاروي ځکه د جرمني هټلر د شلمې پېړۍ په نيماي کې دا د اريايي نسل د بري په توگه وکاروو. د دې لپاره هغه په زرگونو بې گناه انسانان او په تېره يهودان ووژل. خو دا سمبول د جرمني نه و او […]

د افغانستان لومړی کاغذي نوټ

د ۱۹۲۵ كال د مارچ ۱۸ نېټه وه، د ماسپښين په دوو بجو د حكومت د ادارو استازي، سوداګر، صنعتګر او د بزګرانواستاځي د کابل د “ګلخانې ماڼۍ” كې سره راټول شوي او د افغانستان د امير امان الله خان خبرې يې اورېدې. پاچا ورته د وزن، کچ او د سکو د اندازو په اړه […]

د ضحاک کلا

په شپږمې ميلادي پېړۍ کې جوړه د باميانو د ضحاک کلا د هغو نسواري او سوربخنو تيږو نه جوړه ده چې هم د دې غره نه يې توږلې وې. دا د “شهرضحاک” او ” شهر غلغله” په نومونو يادېږي او هر يو يې لپاره خلک بېلا بېل کيسې لري. ضحاک د افغانستان هغه باچا و […]

مامونۍ حلالوينه

دا کيسه د باجوړ په ناوگۍ کې پېښه شوه او د پښتو ولسي سندرو د لارې ترې خلک خبر شول. په ناوگۍ کې د ولي محمد مشره لور مامونۍ (مېمونه) نوميده چې په ماشومتوب کې يې د خپل د تره زوې او همزولې شېر عالم سره لوبې کولې. هغه ډيره زړه وره او ښايسته وه […]

اويستا

د هند د “وېدونو” په شان د اويستا مناجات هم “ارياي” خلکو ته منسوب دي چې شاو خوا درې زره کاله پخوا ويل شوي و. هغسې چې وېد د برهمني يا هندو دين بنسټ جوړو ، اويستا د زردشت يا د اور لمانځونکو لرغونې صحيفې دي. په دې کې لويه اسطوره ” اهورا مزدا” نومېږي […]

د هندو کش غرونه

د غرونو دا لړۍ د افغانستان منځ برخه جوړوي چې د پاکستان تر شمال غځيدلې ده. دا غرونه په يوناني ژبې کې “پاراپاميساداي” او په سانسکرت کې “پري ياترا پرواتا” ( د ښاپيرو د ليدوغر) نوميدل. د هندوکش نوم په لومړي ځل ۱۳۳۳ م کې د مراکش سېلاني ” ابن بطوطه” پخپلو ليکنوکې وکاروو. دې […]

هند، هندو، هندوستان

د “هند” تورې نه د سانسکرت ژبې دې، د هند په يو ژبې کې هم نه موندل کېږي، د اريايانو په وېدي سندرو کې نشته او نه يې څوک په اويستا کې پيدا کولې شي. دا تورې د “هندودين” سره هم څه تړاو نه لري. په وېدونو کې اباسين ” سندهوس” نوميدو او د اويستا […]

د زابلستان جونا

د څلورم ميلادي پېړۍ په وروستيو کې يفتليانو د امو نه واخلې تر اباسين په خلکو ناتار گډ کړو او بودايي عبادت ځايونه يې لوټ او ويجاړ کړل. هغه برهمنان چې د بودايي دين سره يې سيالي وه، لاس بر شو او يو وارې بيا په دې سيمه کې راتاند شول. د اباسين په ختيځ […]

غم ژن نسل

د عبد الله حسين دا ناول په ۱۹۶۳ م کې له چاپه راوتلو. غم ژن نسلونه د وېش نه وړاندې د هند د دوو ملگرو د کورنيو کيسه ده چې د نولسمې پيړۍ په پاې کې د پنجاب په يو کلي کې اوسيدل. د يوه ملگري زوې ډېلي ښار کې مېشت شي خو په کلي […]