
په شلمې پېړۍ کې د افغانستان تعلیمي نصاب جوړونکی، د ډرامې (تهیټر) او د ۷۵ کتابونو لیکوال، محمد حسین خان له خلکو هېر دی.
حسین خان په خټه ارمړ، په ۱۸۸۳م کې جالندهر کې وزیږېدو. د ده نیکونه د بایزید روښان د ټبر په شان، پخوا راهیسې هلته میشت وو. ده د علیګره پوهنتون څخه د تعلیم په مضمون کې لوړې زدکړې تر سره کړې او په ۱۹۰۷م کې د امیر حبیب الله خان په بلنه کابل ته ورغلو. د افغانستان لومړی ښوونځي “حبیبیه” ( ۱۹۰۳م ) کې استاد شو خو دوه کاله وروسته، د دې سکول ځینې معلمان د مشروطه غورځنګ ( ۱۹۰۹م) په سازش ګرفتار شول چې محمد حسین هم پکې و. راتلونکي یوولس (۱۱) کاله دی د کابل په ذندان کې بند خو خپل لیک لوست يې هم هغسې جاري وساتل. هغه د قران کریم د “حروف مقطعه” ( هغه ټکي چې د ځینو سورتونو په سر کې وي لکه الف لام میم) تفسیر ولیکلو. په اردو کې یو کتاب “بعض آیات کي جدید نکات” نه علاوه، “ترجمه آیات اخلاقي و اوامیر و نواحی” کتاب يې د مالیې په شعبه کې کارکوونکو لپاره هدایات په توګه ولیکل. په ۱۹۱۹م کې امیر امان الله خان پر تخت کیناستو نو هغه د مشروطه غورځنګ د نورو بندیانو سره محمد حسین هم خوشی او ده ته يې خپله پخوانۍ عهده بیا ورکړه. په افغانستان کې د لوړو زدکړو بهیر ټکڼی شو او حسین خان په ۱۹۲۶م کې د ابتدای ښوونځو ډایرکټر وټاکل شو. دی د طلوع افغان مجلې کاتب او قلمکار و او د سقاو په شورش کې هم د کابل نه خپریدونکی یوې مجلې “حبیب الاسلام” مدیر و. بیا د جنګي حالت په وخت، بیرته جالندهر ته لاړو. کله چې نادر خان پر تخت کیناستو نو هغه د حسین خان د خدمتونو اعتراف او دی يې بیرته کابل ته وروبللو چې د افغانستان د ښوونځو لپاره نصاب جوړ کړي. محمد حسین د “اتحاد” او د “انیس” ورځپاڼو مدیر او ورسره يې د ښوونځو لپاره نصابي کتابونه په دري او پښتو کې لیکل.
ده خپلو ۷۵ کتابونو کې اتلس امان الله خان ته ډالۍ کړل. په دې کې غزني- بلخ- بامیان او جلال اباد (دري) او قندهار په پښتو کې دي. نور د یورپ ملکونو، اطالیه- فرانس-جرمنی- بلجیم- انګلستان- روس او مرکزي ایشیا په اړه وو. د ترکي په اړه کتاب کې د شاهۍ او د جمهوري نظام ګټې او تاوانونه بیان شول. په مرکزي ایشیا کې د روس د پښې غځولو، ګلستان او بوستان، د اولیاء او مشایخو اقوال او ګلچین از حکمت چینی د یاد وړ دي.
د بیلیو د کتاب قبایل افغانی ژباړه، چې پکې ځینې غلط معلومات يې په ګوته کړل، د کرنل میلسن تاریخ افغانستان ترجمه، تدبیر منزل، تاریخ تعلیم جاپان او نکات نبات ژباړې وې. د محمد حسین په دیارلسو درسي کتابونو کې امان المدرسین، امان المامورین، اشارات اخلاقیه وهدایات مجازات مسایل یومیه تعلیم و تربیه، امان النسوان د نامتو مسلمان او ځینونامسلم ښځو په اړه معلومات وو. د ښوونځو درسي کتابونه، د اسلام لنډ تاریخ، د افغانستان جغرافیه( دوه ټوکه) کلید تجوید، اغراض نماز، فلسفه جبر د عربي د کتاب النفس ترجمه وه.
د افغانستان په خاوره لیکل شوی لومړی دري ناول -جهاد اکبر واصغر- په معارف مجله کې د ۱۹۱۹ نه تر ۱۹۲۱م پرله پسې خپور شو. په دې کې د انګریز خلاف د غاذي محمد اکبر خان د مبارزې کیسه وه. د حسین خان یو کتاب افغانی فارسي کې د ترکی او هندی هغه الفاظ راټول شوي وو چې کابلیانو به کارول. نصاب افغانی( پښتو) او آیات واحادیث متعلق غزا، د حربي پوهنځي درسي کتاب و.
محمد حسین لومړی کس و چې په هندوستان کې يې د پښتو ژبې د زدکړې لپاره “پشتو کی صرف و نحو میں اشارات و محاورات و حکایات افغانی” ولیکلو. په اردو کې يې د سقاو د پاڅون، “افغاني انقلاب اور اس کے نتایج و اسباب، افغانستان کی باره زبانیں، افغان بادشاه اعلی حضرت امان الله خان کی عظیم الشان چشم دید داستان(۱۹۳۱م) افغانستان میں میرے اکیس سال، د ده مشهور کتابونه وو.
د افغانستان د استقلال نمانځنو په موقع هغه د عدل و داد په نوم یوه ډرامه سټیج لپاره ولیکله. بله ډرامه مغل وپټهان د شاهجهان د یو وزیرسعد الله خان په اړه وه. د شیکسپیر د ډرامو او د انګریزي ادبیاتو څخه غورچاڼ- د اکبر باچا ټوکیان او د اورنګ زیب د صوفیانه بیلګو ټولګه- تاریخ مختصر فتح شام، د امیه او عباسی خلفاو او مشرانو کیسې. د انبیاء مستند کیسې- د څلورو خلفاء ژوند لیک- د عشره مبشره سوانح- مجلس جان نثاران اسلام- بودیزم او اسلام- د اسلام د تبلیغ اصول- نادر اردو قاعده- روغتیا او خواړه، د حافظ-بیدل، مولانا مثنوي او د صایب ځینې اشعار توضیح د علم په خپرولو کې د ده ونډه وه. محمد حسین روس او مرکزي ایشیا ته هم لاړو او خپله سفر نامه يې په انګریزي ولیکله.
هغه په خپلو ټولو لیکنو او کتابونو خپل نوم محمد حسین خان لیکلو خو ځینې افغانان ورته مولوي او د پنجابي لقب کاروي. فدا یونس په خپل کتاب کې محمد حسین کابلي خطاب لیکي او نور يې بیا حسین خان بامیاني وایی. دی په ۱۹۶۰م کې وفات شو او یو روایت دی چې قبر يې په بامیانو کې دی خو د دې پخلی نه دی شوی.
د حسین خان د علمي ونډې په اړه د پیښور زراعتو پوهنتون دریو څېړونکو په ۲۰۲۲م کې یوه مقاله خپره کړه. د جالندهر د پښتنو په حکله د ده کتاب ډاکټر محمد عاصم خان په ۱۹۴۴م کې د توضیحاتو سره بیا خپور کړی دی.
صفیه حلیم