املوک

Amlok
املوک يا ملوک په يوناني ژبې کې “هېملاک” د بوټو يو قسم دی. د دې ساينسي نوم “ډايوسپايروس” دی چې ونه يې په غرونو کې پخپله شنه کېږي.
د هماليه او هندوکش په درو کې د دې ځنګلي ونې ميوه راټولېږي چې په ژمي کې بازار ته راځي. په سوات کې يوه دره د املوک په نوم يادېږي.
د املوکو يوه اوسط ونه ۱۵ ميټرو پورې لوړه وي، د غرونو خلک يې کري ځکه زر وده کوي او ترډېرې مودې پاتې وي. د دې ميوه په سر کې شنه ژيړ بخنه او تريخ وي چې د خوړلو نه وي. بيا ورورو رنګ يې د الوچې په شان سوربخن کاسني شي او د وړې کجورې په شان ښکاري. هم دا سبب دی چې په انګريزي کې کجور الوچه (ډيټ پلم) هم نومېږي.
د املوکو ميوه يو نه تر دوو سينټي ميټرو پورې وده کوي او په هرې ميوې کې دوه نه تر اتو پورې زړي وي. کله چې پاخه شي نو رنګ يې تک تور واوختي او دېره خوږه وي. په ځينو ملکونو کې د دې شربت جوړېږي. زيات املوک خوړل په خيټه کې د بادو سبب شي نو ځکه ترې ډډه کېږي. خو دا ميوه د خپل تور رنګ له کبله د بدن نه آوکسيډنټ ليرې کوي او د زړه مرض لپاره ښه ګڼلې شي.
د املوک زړي د “پرسيمن” نومې جاپاني ميوې د قلم پروخت کارېږي. له دې کبله پاکستان کې دغه د تماټرو په شان ميوې ته هم خلک املوک وايي.
په سوات کې د املوک ونه هم ډېر په لوی لاس وهل کېږي ځکه د دې لرګې د کورونو جوړولو لپاره کارېږي. پکار ده چې د دې نايابه ميوې نورې ونې وکرل شي.

????????????????????????????

????????????????????????????


د خپريدو نيټه
۹ جنوري ۲۰۱۶ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.