
په ۱۸۴۱م د دسمبر په ۲۳ د کابل په جنوبي غونډۍ د انګریز استاځي ” ویلیم میکناټن” قتل د برطانوي سلطنت لپاره لوی ګوزار و. ده سره په ملو کې یو برطانوي افسر ووژل شو، بل وتښتیدو او دریم افغانانو ونیولو.
دغه دریم کس د سکاټلینډ کولین میکنزي د ایسټ انډیا کمپنۍ د مدراس د ۴۸ فرقې کپتان و. نوموړی په ۱۸۰۶م کې زیږیدلی او په ۱۸۲۵م پوځي خدمتونو لپاره کلکتې ته ورغلو. دې د هغه پلټن مشر و چې په لومړي ځل روزل شوي هندي سپایانو څخه جوړ و.
میکنزي په ۱۸۳۲م کې واده وکړو خو څلور کاله وروسته يې میرمن مړه شوه. په ۱۸۳۶م کې دی د برطانوي بحري ځواک په هغوعملیاتو کې ورګډ و چې د قزاقانو بېړۍ يې له منځه وړل. په ۱۸۳۷م کې هغه، د شاه شجاع په بدرګه پوځ کې شامل و چې د کندهار په لاره کابل ته ورسیدو. هلته دی د وسلتون مشر و او د نومبر په دریمه نېټه ۱۸۴۱م کې کله چې دغه ګودام چور شو نو دی د شپې په تیاره کې ترې ووتلو.
په دسمبر کې برطانوي سیاسي استاځي میکناټن، پوځي افسرانو هغه لیک ورښکاره کړو چې محمد اکبر خان پکې ده ته د خبرو لپاره بلنه ورکړی وه. میکنزي او پوټینګر دواړو میکناټن ته مشوره ورکړه چې نه دې ورځي. خو هغه ورسره نه منل او میکنزي ته يې هم خبرو کې د ګډون وویل.
د میکناټن د قتل څخه وروسته دی او جورج لارنس چې تښتیدلی و، افغانانو ګرفتار کړل. وروسته دی غازي محمد اکبر خوشې کړو او څو ورځې وروسته، د ۱۸۴۲م په جنوري کې له کابل څخه وتونکی د پوځ مشر و چې جلال اباد ته ورتلل. میکنزي ټوله شپه تر ګندمک دغې ډلې سره مل و او بیا هلته نه بیرته کابل ته وګرځیدو. هلته د برطانوي بندیانو او افغانانو ترمنځ يې د رابطې دنده شړله. پوټینګرهغه ته لیکونه ورکړل چې په جلال اباد کې جنرل جورج پولک ته يې یوسي. دی د کابل نه د وتلو په حال کې و چې غاذي محمد اکبر کسانو بیا ونیولو او ۱۲۰ نورو یرغمل کسانو سره لومړی لغمان او بیا بامیانو ته يې یوړو. میکنزي ډېر مذهبي و او افغانانو به ورته ”انګریز ملا” ویل.
د بتخاک په لاره، د افغان لښکر له وژنې وروسته، برطانوي حکومت، د بدل اخیستو لپاره جنرل پولک د یو لوی پوځ سره کابل ته واستاو. هغه د برطانوي قیدیانو د خوشې کولو لپاره محمد اکبر ته بونګه ورکړه او بیا دغه برامته کسان د ستمبر په میاشت کې يې پیښور ته ورسیدل. میکنزي په ۱۸۴۳م کې دویم واده وکړو چې میرمن هیلن، لیکواله وه او د نورو کتاوبونو نه علاوه د میکنزي د ژوند په اړه يې هم ولیکل.
په ۱۸۴۸م کې هغه په صوبه سرحد کې د امنیت ساتلو لپاره د سیکانو یو رجمنټ تیار کړو. دده ترټولو لویه کارنامه دا وه چې په هند کې برطانوي حکومت استاځي، لارډ ډلهوزي ته يې مشوره ورکړه چې تر اباسین سیمه چی افغانستان پرې دعوا لري، په هیڅ شان افغانانو ته ورنکړي. لارډ ډلهوزي غوښتل چې پیښور د افغانستان حکومت ته وسپاري خو هغه د میکنزي د رای درناوی کاو چې ورته يې وویل چې پیښور او د خیبر دره د انګریزانو لپاره مهمه ده. د ده خبره ومنل شوه او ډلهوزي د ده د خدمتونو په بدل کې میکنزي د حیدراباد د ایلچپورسیمې جنرل مقرر کړو.
په ستمبر ۱۸۵۵م کې په ”بولا رام رجمنټ” کې د عاشورې په موقع د پوځ د سپارو په دسته کې د شیعه سني سپایانو جګړه وشوه چې پکې میکنزي ټپي شو. د مدراس ګورنر ”لارډ نېپیار” میکنزي دې شخړې ملامت وګڼلو او برطانوي خارجه وزیر ته يې د دې معاملې خبر ورکړو. دی څه موده د ګورنر د سیاسي استاځي په توګه د بنګال نواب سره مل و. بیا د پوځي لباس (یونیفورم) او نور اکمالات په څانګې کې يې کار کاو. هغه د خپل پوځې رتبې د بیرته اخیستو لپاره لندن کې و چې په هند کې د خپلواکۍ پاڅون (غدر) خبر راغلو. د یو کال د جنګونو څخه وروسته هندوستان د ایسټ انډیا کمپنۍ د لاسه ووتلو. برطانوي خارجه وزیرد میکنزي خدمتونو ته پام و او په ۱۸۶۷م کې هغه ته يې د انعام او خطاب غوښتنه وکړه. میکنزي بیرته هند ته لاړو او هغه ته په پیښور کې د سیکانو د یو رجمنټ جوړولو دنده وسپارل شوه چې بیا د دویم افغان جنګ ( ۱۸۷۹م) د تورخم سیمه يې ساتله. دی په ۱۸۷۳م کې د هند څخه بیرته ایډنبرا ته لاړو او په ۱۸۸۱م په ۲۲ اکتوبر کې وفات او هلته خښ شو.