بغداد

د دجلې سيند پرغاړه د لرغونو تمدنونو څوکلي وو چې په اتمې ميلادي پېړۍ کې هلته ارامي مسيحيان اوسېدل. په دوی کې يو کلی “بغداد” نومېدو. د “بغدادو” توری د اسيريایي دورې د ګچو په خښتو، ميخي خط کې ليکل شوی و او د ۲۰۰۰ ق م د بابل تمدن ليکلي اسنادو کې هم لوستل […]

د کشمير غزا

په ۲۹ اکتوبر ۱۹۴۷ م نيمه شپه پښتانه قبايل د کشمير درو ته ورننوتل. دوی په پنځو ورځو کې ۱۱۵ ميله مزل وهلی و او سرينګر ورته ۴ ميله وړاندې پروت و. د ۱۴ زرو پښتنو نه ۳۰۰۰ ژوندي پاتې شول. نور ۱۱ زره په کشميرکې ووژل شول. د پاکستان سرکاري بيان دا و چې […]

کامه

کامه د ننګرهارولسوالي ده چې پکې د کامې ټوله دره شامله ده. د علامه حبيبي وېنا ده چې په افغانستان کې د کا توری د اوبو لپاره کاريدو اوهم هغه وه چې د سيندونو شا و خوا کلي دا توری لری، لکه کامديش، کاپيسا، کابل او دغسې نور. کامه د کونړ سيند سره اباده دره […]

مهيدي

دا عکس په ۱۹۵۷ م کې د الجزاير په يو زندان کې اخيستل شوی دی چې نامتو مبارز محمد العربي بن مهيدي پکې ښکاري. د ده په پښو کې زولنې دي او فرانسوي جنرال په سترګو کې يې سترګې ښخې کړي او ورته ځېر دی. بن مهيدي د خپلواکۍ د جنګ په شپږو مشرانو کې […]

د ريوړۍ کرپ

ما ته به مور يوه آنه هره ورځ راکوله چې په نيمه چوټۍ کې پرې څه وخورم. هغه وخت به د سکول نه بهر بې شمېره هټۍ وال ولاړ وو. د دوی چغې به د ماشومانو په شور کې ورکې شوې. “ماما، د يوې پېسې چڼې، بابا ګنډېرۍ، کاکا يو پلېټ چهولې (مالګين نخود) ماقوتي، […]

د اشوکا نصيحت

د می مياشت يو ښايسته سهار مونږ شهباز ګړې ته روان شو چې هلته د اشوکا تاريخي تيږه وګورو. اوريدلي مو وو چې په هغه تيږه انساني حقوق په لمړي ځل وليکل شول. شهباز ګړه د صوابۍ ضلع يو مشهور کلي “اسمېلا” نه وړاندې د يو غر په ډډه پروت دی. هغه هم د شهباز […]

د لياقت علي قتل

د اکتوبر ۱۶ نېټه ۱۹۵۱ م د پاکستان د راولپنډۍ په کمپني باغ کې د سلو زرو نه زيات خلک د وزيراعظم لياقت علي خان تقرير اورېدو ته راټول وو. لس دقېقې د پاسه څلور بجې وې چې هغه مايکروفون مخې ته ودرېدو او ویې ويل، “برادران ملت” خو ناڅاپه دوه ډزې وشوې. دی په […]

د پښتنو سيمې او يفتليان

هغه غرونه چې پېښور د بونېر نه جلا کوي، د لومړيو انسانانو د ژوند نښې لري. د مردان نه ۵۰ کلوميټر شمال ختيځ کې د “کشمير سمڅه” يو له هغو ځايونو نه دی چې پکې د اسلام نه د وړاند ې باچاهانونښې وموندل شوې. په نولسمې ميلادي پېړۍ کې د بريطانوي هند يو څېړونکې اليګزانډرکننګهم […]

چشت

د افغانستان د هرات ښار نه ۱۷۷ کلوميټر ختيځ کې چشت ته اوس لږ خلک پېښه کوي. د يوې تنګې درې نه په کنډې کپرې لارې چې خال خال د زالغوزي ونې لري څوک ورتلو ته زړه نه ښه کوي. د چشت نښه د يوې لویې هديرې په منځ کې دوه ګومبدې دي چې ممکن […]

د تورو اوبو شيرعلي

يو لنډ مضمون مې شروع کړو خو څومره چې مې پلټنې کولې، نور معلومات هم رابرسيره کيدل. د ويبپاڼو نه ځينې مقالې مې ولوستلې نو د شيرعلي داستان پوره شوه. د نولسمې پېړۍ يو عام اپريدی چې حالاتو تورو اوبو ته ورسولو. د آنلاين کتابونو په لړ کې دا د شا مامود د کمپوز يوه […]