
د پومپی کنډوالو ته هره ورځ د نړۍ ۲۰ زره سیلانیان ورځي او د دې د بربادۍ نښې په خپلو سترګو ویني.
پومپی (پومپاي) د میډیټرنیا د سمندر یوې څانګې پرغاړه اباد اوس د اطالیې د کمپانیه سیمې یوه برخه ده. دا د نیپلز په جنوب ختیځ کې د “ویسویاس” نومې غر په لمنه کې جوړ و. د غره له شمالي څنډو چینې به ښکته “سارنس”سیند کې راټولیدی. دلته پخوا “اوپیچي” قام خلک اوسیدل او په ۶۰۰ ق م کې د یونان او “ایټرسکن” قامونو ورته کډه وکړه. د روم سلطنت په وخت د سمندر په غاړه پومپی یو تجارتي او تفریحي ښار شو. په لومړۍ میلادي پېړۍ کې “ویسویاس” د نورو غونډیو په شان یو عام شین غر او منځ يې له لویو کاڼو ډک و.
د اګست په ۲۴ نېټه ۷۹م کې د ویسویاس غر په یو لوی درز، وشلیدو او د ده له خیټې څخه لوګی، اسمان ته پورته شو. په دې کې د لاوی سره زهرژن ګیسونه هم وو او “پایروکلاسټک” یو میل بره د ایټم بم په شان والوتل. بیا په ښار د لویو سرو تیږو او د تودو ایرو ناتار جوړ شو. ناڅاپه د هوا نه ټول نم وچ او پکې ساه اخیستل ګران شو. په ښار د سرو سکروټو او د لمبو باران وریدو او خلکو د پناه لپاره یو خوا بل خوا ځغستل. په دغې قیامت کې هم ځینې خلک ژوندي ووتل چې وروسته د تباهۍ داستانونه يې نورو ته وویل.
د روم په تاریخ کې دا یوه لویه طبعي فاجعه وه او پومپی په ایرو او د ودانیو په ملبه کې ورک شو. شاو خوا یو نیم زر کاله وروسته، په ۱۵۹۹ م کې د یو کنال جوړولو په وخت د تباه شوي ښار څو دیوالونه رابرسیره شول. خو یو نیم سل کاله نور هم هلته چا پلټنې ونکړې.
په ۱۷۴۸م کې د اطالیې حکومت د ورک ښار د کیندنو اجازه ورکړه او شل کاله وروسته هلته یو ډبر لیک وموندل شو چې ورباندې د پومپی نوم لیکلی و.
په نولسمې پېړۍ کې یو لرغون پوهه “جیسوپی فیوریلي” د پلټنو او کیندنوساینسي سیسټم د لارې په ترتیب او احتیاط د پومپی یوه یوه ودانۍ له ایرو رابرسیره کړه. ښار په ۶۶ هیکټار زمکه کې جوړ و چې تر اوسه ۴۹ هیکټار يې پلټلي دي. د اورشیندی غرونو ماهرین ( ولکینولوجیسټ) وایی چې د پومپی د ویجاړیدو نه شا و خوا ۱۹۰۰ کاله پخوا دغه غر شلیدلی وو. بیا تر دوو زرو کالو دا ارام او کله نا کله به ترې معمولي لوګی پورته شو. د هغه وخت خلکو په عقیده هغه لوګی د اسطورو ساه وه او دوی به خپلو عبادتخانو کې ورته نذر منلو.
د پومپی لارو کوڅو نه خاورې او ایرې لیرې شوې نو د دې تاریخ هم ولیکل شو. ورسره د اروپای سیلانیانو تګ پېل شو نو دوی د شته منو کورونو په دېوالونو رنګین انځورونه، چې پکې بربنډ سړي او ښځې جوړې وې، لیدل. هغه وخت پومپی د “ګناهونو ښار” په نوم مشهور شو. ځینو مذهبي خلکو وویل چې هلته خلکو عیاشي کوله نو ځکه ورباندې دا د خدای عذاب نازل شو. ځینو سیلانیانو به بیرته راتلو په وخت هلته نه ایره یا تیږه راپټه کړه. وروسته د هغوی د ژوند بدمرغي یو سبب د پومپې خاوره وګڼل شوه.
د لرغون پوهانو په پلټنو اندازه وشوه چې پومپی کې د ویسویس په چودنې دوه زره ووژل شول. تراوسه په کیندنو کې دوی د ۱۵۰۰ نه زیات مړي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، موندلي دي. په چودنه پومپی ته نزدې د “هرکولینیام” ښارهم تباه شو او د اندازو تر مخه هلته د ۱۶۰۰ نه واخلې تر دوه زره انسانان تري تم شول. زیات يې د لوګي او زهرژن ګیسونو کې د ساه اخیستو له کبله مړه وو او نور د تیږو په باران او د کورونو په چپه کیدو ملبه کې ژوندي خښ شول.
د پومپی په مړو، د ایرو پوښ لکه د کاڼي کلک شوی و نو “جیسیپی فیوریلی” په یو سوري سپینه لمده مساله (پلاسټر اوف پیرس) پکې وردننه کړل. دا به د مړي قالب شو او د مرګ په وخت د هغه طبعي حالت به څرګند شو. یو مړی په داسې حالت کې پروت و چې په لاس کې يې قلم و. بل ځای مور د خپل ماشوم نه لاس تاو کړی او یو کس په ناست حالت کې په لاسونو سرپټ کړی دی.
په پومپی کی تر ټولو ځانګړی موندنه د ډوډۍ او د نورو خوراکونو پاتی شوی وې. دا هم لکه د نورو وو په ایرو کې خوندي پاتې وو. د هغه ځای خلکو تازه میوه، مهی، اګۍ او د غنمو ډوډۍ خوړل. د زیتون، سرکې او د وچو مهیانو په لویو مرتبانونو کې ځینې توکي محفوظ وو. د شته منو او د غلامانو د اوسیدو په ځایونو کی لوی توپیر و چې د هغه وخت تمدن يې انځور کړو. دا ښار د خلکو لپاره یو عبرت او ورسره د زمکې په سر د قدرتي آفتونو نتایج ښایی.
صفیه حلیم