جنګ او شميرې

1
د ۲۰۱۴ م جولاۍ په مياشت کې په غزې د اسرايلو حملې ټوله نړۍ هېښه کړه. ځکه د ښځو او ماشومانو د مړينې او د ټپي کېدو کچه پکې ډېره وه. د هغه وخت د ورځې په خبرونو کې به پېل د مړو او ژوبلو د شمېرې نه کېده چې خلک يې لا انديښمن کړل.
په ۶ اګست يو خبر و چې د فلسطين ۱۸۴۳ ملکي وګړي وژل شوي و چې ۴۱۵ يې ماشومان وو. هم دغه شمېرې د اسرايلو د غندنې لپاره وکارول شوې چې د توغندو بې درېغه حملې يې کولې. بې درېغه حملې هم هغه وې چې د جنګي ډلو يا د پوځي اډو پر ځای په ښار کيدې او قربانيان يې بې ګناه خلک وي.
د اور بند نه يوه اوونۍ وروستو د ملګرو ملتو له خوا د مړو او د ټپيانو کومه شمېره چې وښودل شوه نو هغه دومره لوړه نه وه څومره چې د جنګ پر وخت ښودل کېده. د دوی له قوله، په دې جنګ کې ۲۱۶ جنګيالي ووژل شول خونور ۷۲۵ وژل شوي سړي جنګيالي نه و. دا ښايي چې د ښځو نه درې برخې زيات سړي او هم هغسې د جنګيالو نه درې برخې زيات ملکي سړي وژل شوي و.
د الجزيرې خپرونو د وژل شويو سړو نومونه چې خپاره کړل، نو زيات يې پکې د ۲۰ نه تر ۲۹ کالو وو. اوس پوښتنه دا ده چې دوی دا شمېرې له کومه کړې؟ دا شميرې د غزې د روغتيا وزارت ورله ورکړې وې. د روغتيا وزارت د حماس په لاس کې و.
د اسرايلو دفاع وزارت وايي چې دوی ۲۵۳ اور پکي د حماس او ۱۴۷ د اسلامي جهاد وژلي دي، ۶۵ د نورو وړو ډلو جنګيالي وو، نور ۶۰۳ کسان داسې وو چې د هغوی د ډلې پته نه لګېده. ځکه چې ټپي شوي جنګيالي روغتون ته په عامو جامو کې راوړل کېدل. خو خبره دا ده چې هلته جنګېدونکي پوځیان لباس هسې هم نه لري. نو دا نور يې څنګه معلوم کړل؟
په جنګ کې د ژورناليسټ لپاره يوه ستونزه د مړو ژوبلو د دقيقو شمېرو معلومول وي. په لانجه کې ښکيل دواړه غاړې هڅه کوي چې دا شمېرې پخپلې ګټې وکاروي. د روغتون نه هم کله نا کله سمې شمېرې نه تر لاسه کېږي. د دې يوه بيلګه په ۱۶ ډسمبر ۲۰۱۴ م د پېښور په يو ښوونځي د ترهګرو بريد و. دلته د ۱۱۰۰ نه زياتو ماشومانو سبق ويلو. د بريد نه وروسته د وژل شويو ماشومانو شمېره د ورځې تر پایه ۲۰۰ ته ورسېده چې د ځينو رسنيو د اندازې تر مخه، لږه وه. په بله ورځ هم دا شمېرې کله ۱۴۴ او بيا ۱۳۰ ته راښکته شوې. اخر حکومت د ۱۴۱ مړه وښودل چې ۱۳۲ يې ماشومان او نور استادان و. خو دا شمېرې د ډېرو خلکو له خوا د منلو وړ نه وې ځکه د ځينو ماشومانو د مړي ژوندي درک نه لګېدو او ځينې ټپيان وروسته مړه شول.
ځينې حکومتونه، د لويو فاجعو خبرونه پخپل کنټرول کې ساتي. يو سبب يې دا وي چې د دوی ناکامي څرګنده نشي. بله دا چې قهرېدلي خلک ورباندې دباو راوړي او ممکن واک نه يې ليرې کړي. د ژورناليسټانو لپاره د دې پلټنې ګرانې وي ځکه د خپلو معلوماتو سرچېنې نشي څرګندولی. خو د کيسې د روښانه کولو لپاره ممکن د يو ورک شوي کس د خپلوانو کيسه راواخلي. ځکه په هغوی چې څه تيرېږي، حقيقت وي او حکومت هم د يو کس نه د ويرې احساس نه کوي.
بله دا چې د شمېرو د زياتولو يا د کمولو عوامل ورته معلوم وي. که يو بس کې ۴۰ سورلۍ کيناستي شي او پکې چاودنه وشي نو دا اټکل څوک نشي کولي چې هغه وخت بس ډک و. په يو کلي د بمبارۍ مانا دا نه وي چې ټول خلک به پکي مړه يا ژوبل وي.
دغه سبب دی چې لويې ادارې تل د شمېرو په خپرولو کې د ځنډ نه کار اخلي تر څو دا ورته روښانه نشي.
د خپريدو نيټه
۲۹ جنوري ۲۰۱۶م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.