د ميروېس نيکه کلا

کله چې د افغانستان او د هغه دخپلواکۍ نوم اورو، نو د ملي قايد او ستر مبارز، حاجي ميروېس نيکه نوم مو خامخا په ذهن کې راګرځي. د افغانستان د تاريخ دغه دوره لکه څومره چې ډېره مهمه ، له وياړونو ډکه او د افغان ملت د خپلواکۍ لمر څرک ګڼل کيږي، هغومره پوره نه […]

د بولان دره

د زرگونو کالو راهيسې افغانستان نه هند ته د تلونکو مساپرو، کوچيانو او يرغلگرو د تېرېدو لنډه لاره په بولان وه. د خېبر نه پخوا خلک به په بولان درې ختيځ ته ورتلل او د ځينو نښې يې اوس هم د لارې په سر ليدل کېږي. د بولان دره د سپين بولدک نه ۱۲۰ کلوميټره […]

د پښتو مجلې او ورځپاڼې

په ۱۸۸۴ م کې د سوات نه د پښتو ژبې لومړۍ مجله ” اسلام ” په نوم خپره شوه چې پکې زيات د فارسي او اردو مقالو ژباړې کيدې. د دې خپروونکې د سوات يوه ديني مشرعبد الغفور ( سېدو بابا) و. ورپسې کلونو کې دوه نورې د پښتو مجلې ” انجمن پيام حق” او […]

د کابل اورگاډې

په ۱۹۱۹ م کې د امان الله خان د باچا کېدو سره د افغانستان د ماډرن کولو پروسه پېل شوه. په دې کې د اور گاډي جوړول هم و. په ۱۵ دسمبر ۱۹۲۲ م د کابل نه تر دارالامان پورې شپږ ميله د وړوکي بر پاټلۍ جوړه کړې شوه. په دې کې هغه مواد وړل […]

غنم

غنم هغه لومړيو وحشي بوټو نه و چې تخم يې انسان په زمکه کې وکرلو او د دې حاصل يې واخيستو. د لرغونو تمدونونو څېړونکو تراوسه دا معلومه کړې ده چې د غنم دانه په يوولس زره کاله پخوا انسانانو د ترکي جنوب ختيځ په ښيرازه زمکه وکرل شوه. خو د دې نه شل زره […]

سوشلزم يا اشتراکي نظام

د پښتنو د شريکې کور چې پکې څو وروڼه د خپل مور او پلار سره يوځاې ژوند کوي. په داسې ټبر کې زمکه او د دې عايد د ټولو وي. خرڅونه هم شريک وي او هيڅوک د بل نه ښه يا بد ژوند نه تېروي. سوشلزم يا ” اشتراکيت” د کلي، ښاريې او د هيواد […]

روښاني مقبرې

د پېښور ښارپه سوېل لوېديځ کې کوهاټ ته په لويه لاره، يو وړوکې سړک کوټله محسن خان نومې سيمې ته تاوېږي. دلته د شپاړسمې پېړۍ په نيماي کې يوه کوټله (کلا) نواب مستجاب جوړه کړې وه چې د محراب د پاڅه په يوې کوټې کې د پښتو نامتو شاعر مشر خوشال خان خټک بندي ساتل […]

د بوډۍ ټال

ځينې خلک ورته شنه زرغونه هم واي او د باران نه وروستو د اسمان په څنډو راښکاره شي. پخوانو خلک به وېل چې د کوم ځاې دا ختمېږي، هلته په زمکه کې سره زر وي. يوه کيسه چې به يې راته په ماشومتوب کوله هغه دا چې په اسمان کې يوه بوډۍ ښځه او دا […]

پامير

د نړۍ چت يا بام په نوم د پامير د غرونو سلسله اوس هم نوې ده او خپل طبعي شکل د بدلېدو په حال کې ده. د پاميرغرونه د افغانستان په شمال کې دي چې د تاجکستان سره يې شريکوي د دې غرونو درې لوړې څوکې په تاجکستان کې دي. د پامير د غرونو څو […]

د باره بستي پښتانه

د هندوستان د يو- پي په صوبه کې د گنگا سيند په غاړه د دولسو کليو اوسېدونکي د خيبر پښتونخوا د بازيد خېلو پښتانه دي. دوي ته د مغل باچا جهانگير له خوا هلته زمکې ورکړې شوې او دهند د وېش پورې هم د ودونو او خپلوانو ليدو لپاره پېښور ته ورتلل. هغه کلي اوس […]