دهندي فرهنګ د پیژندنې په برخه کې پرهندي ژبې برسیره اردو ژبه ډیره مهمه او دپاملرنې وړ ده ، همدا ده چې هندی شعراو شاعرۍ د دغې ژبې له نشته والي او فرهنګی هستې څخه پرته نا بشپړ او بی خونده بریښې، د یوه حقیقت په توګه دا باید ومنو چې هندوستان په معاصریت کې پرته له اردو شهکارونو د پیژندنې وړنه دی. څومره هندي میراث او تاریخ چې په دغه ژبه کې خوندي دی په نورو هندی ژبو کې له فارسي ژبې وروسته نشته او نه به بشړوي. اردو نن سبا په ټول هند او نیمه وچه کې د هنر او ادب، موسیقي او شعر د ژبې په توګه خپل ځای او خپل پوره وړتیا ساتلې ده. ان دا چې نن سبا که د هند سینما ته لږ ځیرشو، د دغې مهمي سینما بنسټ هم په ژبني لحاظ اردو ژبه جوړوي، د دغې ژبې هنري باریکۍ او نازکې د دې لامل شوې چې تر اوسه هم له خپل پرتم څخه د هندي ژبې په وړاندې ونه لویده، هغه هڅې او ناکامې هلې ځلې چې دم ګړۍ د دغې د ملي او هنری وړتیا په وړاندې په شعوري توګه روانې دي، په اوچت ځواک او هنري مقبولیت تس نس کوی.
د دغې ژبې یوه ځوانه څیره اخلاق آهن دی، چې د هند په بیهار کې زیږیدلي دی. زده کړې تر دوکتورا پورې په نهرو پوهنتون کې بشپړې کړې دي. اوس په نهرو پوهنتون کې د دری ژبې استاد دی. زیات شمیر آثار يی په انګریزي، فارسي، اردو اوهندي ژبو کې چاپ شوي دي. دلته یو شعر چې د پيښور د کتنې په ترڅ کې یې هلته فی البديهه ویلي، را اخلو او آزاده ژباړه یې په ګډه سره لولو :
پیښور نامه
د قسمت کار و ګوره
پیښور موږ هم ولید
ګوره د پښتو ن نرمي
د جذبې احساس یې
دا سمسورې کروندې
داد بانډو خوشالۍ
دا د ښار رنګارنګۍ
دا د محفل خوش رنګۍ
انګریزي واک سیوري
د مغل د سر د سیوري
د تیر روښانه رنګ دی
د جدیت نور افشاني
د شاه جهان پرسر د ویاړ شمله
پیښور موږ هم ولید …
د امن غږ خور دی
د ادب شور ماشور دی
د ښکلا نور د څیرو په څلو کې
په تازه ګیو، خوشبويیو خور دی
د مستو سترګو ارزاني ته ګوره
د زړونو پراخ ډګر
د وړو او زړو په خندا ډک دی
عالم او جاهل
عاقل او دانا
شاعراو معلم
کمزوری او پیاوړي
سم او ناسم
شاطر او واطر
هندو، مسلم، مومن او کافر
عابد، زاهد، فاسق واثق واړه
ساجد، شاهد، حاذق عاشق واړه
مست قلندر شاه وګدا ټول یو سر
خان اونوکر
ټول یو شان ښکاري دلته
ټول یوشان چال چلند کا
جامې د ټولو یو شان
ټول په یوه رنګ مساوي
د خپل نیک دود خیال ساتي
اودا تنها دلته دي
دعرش ترسیوري لاندې
په میلمنو ځان وژني
د هرچا قدر کیږي
د هرچا دوی خواخوږي
رښتیاینه دلته ده
د رښتیاینو خلکو
ولې د بد نوم تور پردوي پورې شو
هو ولې، ولې، ولې ؟
دومره نا انصافی د څه لپاره … ؟ !
شاعر : ډاکټر اخلاق احمد آهن
ژباړه : ع . رشید
د خپريدو نيټه
۲۴ دسمبر ۲۰۱۵ م