بهزاد

Behzad
د تهران په کاخ ګلستان کې د نورو هنري توکو سره خلک د نامتو هنرمند بهزاد انځورونه هم ليدلی شي. هم دغسې د برطانيې ميوزيم او د امريکا جان هاپکنز پوهنتون هم د بهزاد مينېچر(ميناتور) سمبول ساتلی دی. خو د هرات د دې انځورګر يوه نښه هم په افغانستان کې نشته، او چې څوک خبر نه وي نو وايي چې د ده قبر هم په تبريز کې دی.
کمال الدين بهزاد په ۱۴۵۰ م کې په هرات کې وزېږېدو. په ماشومتوب کې يې مور او پلار دواړه وفات شول نو ځکه په هېڅ کتاب کی یې د ده د پلار نوم ندی لیکل شوی. دی په يو داسې دور کې رالوی شو چې د امير تيمور نمسي د واک لپاره يو بل سره په جنګ اخته و. د ده تخلص بهزاد، د ترکيې د “بيګ زاد” وران شوې بڼه ده چې د امير يا د سردار زوی مانا ورکوي.
د انځور ګرۍ په هنر کې “د پارس ميناتور” يو ځانګړی ژانر دی. مينېچر، يا ميناتور د يو لوی کتاب يا البم د پاڼې هومره لوی انځور وي.
په هغو ورځو کې کتاب يواځې شتمنو خلکو ساتلو او لوستلو. د داستان يا د شعر يو کتاب به چا وليکلو نو د هغې کاپي به په کتابخانه کې جوړېدو. په لاس ليکل شوي د دې کتاب لپاره به هنر مند څو انځورونه جوړ کړل. ښکاره ده چې هغه کتاب به په ډېرو پېسو کېدو. ښايي په هرات کې د شاه رخ ميرزا په وخت يوه “کتابخانه” وه.
د مولانا جلال الدين رومي، د فردوسي شاهنامه، د نظامي او د سعدي ديوان کاپيانې هم دلته نه خپرېدل. د بهزاد د هنر شروع د هغه وخت د مروجو، منظوم داستانونو نه وشو. ځينې سرچينې وايي چې دی د “ميرک نقاش” شاګرد و خو د هغه په اړه هم ډېر معلومات نشته.
کمال الدين د نولسو کالو و چې سلطان حسين ميرزا بایقرا د هرات واکمن شو او د دې سره د هغه نامتو وزير اميرعلي شير نوایي د سيمې د ودانيو په رغولو لاس پورې کړ. تر هغې کمال الدين يو تکړه انځورګر و او اميرعلي شير نوایي چې پخپله د هنر مندانو سرپرستي کوله، د هغه ډېر خوښ شو. هم هغه وه چې کمال الدين د بايقرا له خوا د کتابخانې مشر استاد وټاکل شو.
په ١٤٧٨م کې د سلطان حسين بايقرا په غوښته د فارسي نامتو شاعر سعدي شيرازي، د شعر غونډ بوستان، يو کاتب علي مشهدي بيا وليکلو او د دې انځورونه بهزاد وکښل. د ظفر نامي په نوم د شرف علي يزدي نامتو اثر هم بيا وليکل شو او بهزاد د هغې انځورونه جوړ کړل. د ۱۴۸۸ م نه تر ۱۴۹۵ م د هغه په لاس جوړ شاهکار د ده د شهرت سبب شول. ده نور هنر مندان هم وروزل خو د شپاړسمې ميلادي پېړۍ د پېل سره هرات يو وارې بيا د جنګ ميدان شو.
په ۱۵۰۷ م کې ازبک ځواکونو د محمد شيباني په مشرۍ په هرات حمله وکړه، د مغلو واک ختم شو او هلته د چور او چپاولو لړۍ پېل شوه. په ښار کې قحطۍ راغله او خلک ترې په کډه شول. درې کاله وروستو د آذربايجان صفوي باچا شاه اسمعيل چې ټول ايران يې نيولی و، په هرات حمله وکړه او شيباني خان يې ووژلو. د صفوي پارس، پلازمينه په تبريز کې وه او يو وخت کمال الدين بهزاد هم د نورو هنرمندانو په څېرهلته ورغلو. د فردوسي د شاهنامې يوه کاپي د باچا لپاره جوړه شوه چې د بهزاد د لاس انځورونه هم پکې و. د ليلا مجنون او هفت پيکر په کتاب کې هم د ده هنر ښکاري، خو د کتابونو نه علاوه بهزاد ځانګري انځورونه هم جوړ کړل.
د بهزاد جوړ کړي انځورونه و په يو البم کې اېښودل کيدل چې “مرقع ” (په انګريزي کې فوليو) ورته وايي. د مغلو، صفويانو او عثماني وختونو کې دغسې مرقع به اميرانو او شاهي ټبر غړو ساتل چې د اسلامي خطاطي او ميناتور انځورونه به يې ميلمنوته ښکاره کول او يا پخپله به يې ترې خوند اخيستو. هغه وخت په لويديځ کې ډېر لوی او د ديوال هومره انځورونو دود و چې خلک يې مخامخ په ولاړ وګوري. خو ميناتور نه د خوند اخيستو لپاره دا به سترګو ته ډېر نږدې، غيږ کې نيول کېده چې يو يا دوه کسان يې په ګډه ګوړي. که په انځور کې انساني څيرې يا ځناور جوړ وو نو دا به په ديوال نه ځړول کېده. په دې توګه ميناتور په يو وخت کې يو يا دوه کتونکي لري. بهزاد د خپل هنري ژوند زياته برخه به کتابخانې کې د نورو هنر مندانو د ډلې سره يو ځای کار کوو. د هغه د شهرت له کبله د هغه ځينو شاګردانو خپل انځورونه د ده په نوم خرڅول. اوس هم د بهزاد په نوم يو او بل ځای کې پراته انځورونه ممکن ټول د ده په لاس نه يي جوړ شوي.
د بهزاد د انځورونو نه خوند اخيستو لپاره څو ټکي په نظر کې ساتل پکار دي.
يوه دا چې هغه وخت انځورګر به په کاغذ د جيوميټري په حساب يوه خاکه جوړه کړه. دا به کور، ماڼۍ او يا د ښکار ميدان و. وروسته به يې پکې خلک، ونې، ګلونه، ځناور يا مرغان جوړول. بهزاد د انځور ژوي په حرکت ښودل. که څوک د پردې شا ته پټ هم وي نو مونږ پوهېږو چې څه کوي. د هغه هنر په دې کې و چې د په انځور کې درته يوه کيسه يا ډرامه ښکاره کلوه. بهزاد د شوخ او پيکه رنګونو په کارولو انځور ته يو ژور مانا ورکوي.
په ۱۵ ميلادي پېړۍ کې د اروپا انځورګرو د ليرې او نږدې فاصلو لپاره د “افق نقطه” (پرسپيکټو) کاروله چې انځور به لکه د عکس ښکارېدو.
خو د بهزاد په انځورکې سترګه د يو نندارې نه بل ته خوځي او کتونکې تر ډېره وخته بوخت وي. بهزاد د ښکار منظره ښودلو لپاره کاغذ په څو برخو ويشلو او پکې بېلا بېل ژوي ښايي. هم دغسې د هغه کرکټر د يو بل نه واضح توپير لري. هغه د هر انځور چاپېره حاشيه هم جوړوله.
دا څرګنده نه ده چې هغه څه وخت او په کومو حالاتو کې بېرته هرات ته راوګرځېدو. د ده د مړينې نيټه ۱۵۳۵ ميلادي ده چې هغه وخت هرات
د هوتکيانو په لاس کې و. د ده مقبره له ښاره په یوې وتلې سیمې، شمال لویدیځ خوا ته د غره په ډډه او د حضرت سید ابو عبدالله مختار زيارت څنګ ته ده.

د ويبپاڼو نه
د خپريدو نيټه
۲۵ جنوري ۲۰۱۶
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.