د نوادراتو سفر


د ۲۰۲۶م په پېل کې امریکا، پاکستان ته هغه ۱۳۳ لرغوني توکي بیرته وسپارل چې د دې له میوزمونو او د ګندهارا له سټوپو غلا شوي وو. د دې ټول مادي ارزښت دیارلس میلینه ډالر تخمین شوی دی. په ۲۰۲۱م کې امریکا ۱۹۲ لرغوني توکي چې بیه يې درې نیم میلین ډالر او په ۲۰۲۲م کې ۱۰۴ لرغوني نوادرات بیرته پاکستان ته ورکړل. دا پینځم ځل دی چې د پاکستان سفارت، غلا شوي اثار چې زیات يې د ګندهارا تمدن توکي دي، د نیویارک یو سرکاري وکیل ( ډسټرکټ اټارني) په دفتر کې ترلاسه کړل. په دې موقع د ځینو تاریخي توکو نمایش هم وشو او په نیویارک کې د لرغونو توکو د قاچاق مخ نیوي د پولیسو مشر دا د لرغونی تمدن مهمې نښې وګڼلې. هلته یو چارواکي وویل چې دغه اثار به دوی د پاکستان ټولو میوزیمونو ته د نندارې لپاره ورکوي.
په امریکا کې د لرغونو ټوکو د خرڅ او د نندارې قانون شته خو د نیویارک د یوې هنري ګیلرۍ خاوند سوبهاش کپور تورن دی چې هغه غیر قانوني لرغوني توکي خرڅوي. د یونیسکو د اصولو سره سم په یورپ کې میوزیم یا هنري ګیلرۍ، د غلا توکي به نه اخلي. که چا ورته نوادرات راوړل نو دوی به يې د ویستلو اصل ځای او تاریخ په اړه پوره معلومات کوي.
په ۲۰۱۸م کې یو نړي وال بینک ( سټینډرډ چارټر) خپل کلنۍ راپور کې وویل چې د لرغونو توکو غیر قانوني تجارت بیلینو ډالرو ته رسیدلی دی چې د مجرمانه ډلو فعالیت ته وده ورکوي.
د پښتونخوا صوابۍ او مردان د بیکاره ځوانانو لپاره، لرغونو کنډوالو نه بوتان او نور توکي په غیر قانوني توګه ویستل د روزګار وسیله ګرځیدلی ده. ځینې خلک په خپل مخ سر او نور د قاچاق وړونکو یا شوقیانو له خوا په فرمایش کیندنې کوي او موندل شوي توکي په ارزانه بیه خرڅوي. یو وخت د نور کاروبار په شان د دغو توکو بازار په بهر ملکونو کې و چې هلته شته منو ډیلرانو به دا په هنري ګیلریو او میوزیمونو په ګران قیمت خرڅول. د دې غیر قانوني او غیر ساینسي کیندنو له کبله د ګندهارا توکي دومره ډېر بازار ته راووتل چې بیه يې راټیټه شوه. په ګوګل کې داسې ویب پاڼې هم شته چې هلته د ګندهارا اصل لوی وړې، لرغونی مجسمې د املوکو په تول خرڅېږي.
هغه لرغوني توکي چې د یو غل نه بل لاس ته خرڅیدل، بیرته د امریکا څخه پاکستان ته سفر کوي. اوریدلي مې دي چې د صوابۍ ځوانان اوس نور د بوتانو په لټون خپل وخت نه ضایع کوي ځکه د دې اخیستونکي نشته.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *