
دا د نامتو عالم عبید الله سندهي د سفر حال دی چې د ده مله مولانا عبد الله لغاري په وروستي عمر کې ولیکلو.
بوټا سنګ د سیالکوټ سیک، په ۱۸۸۷م کې د شپاړسو کالو په عمر کې مسلمان، د شیخ الهند مولانا محمود الحسن شاګرد او د لوړو دیني زدګړو څخه وروسته مولانا عبید الله سندهي په نوم مشهور شو. په لومړي جنګ کې جرمني او ترکان د انګریز خلاف متحد شول نو د دیوبند مسلمانانو د ترکي مرستې لپاره مبارزه شروع کړه. سندهي پخپلو یادښتونو کې لیکي چې “شیخ الهند راته په یو خاص مجلس کې وویل چې کابل ته ورشه خو څه هدف يې راته په ګوته نکړو. زه حیران وم چې نه پاسپورټ لرم، نه د هغه ځای په ژبه پوهیږم نو څه د پاره لاړ شم. دویم ځل، په بل ځای کې مولانا راته بیا امر وکړو چې ته کابل ته لاړ شه. خو زما زړه نه و نو دریم ځل يې خپل خاص خادم ثناءالله ته وویل چې ته عبیدالله ته ټېله ولې نه ورکوې چې کابل ته لاړ شي. د دې خبرې په اوریدو زه تلو ته تیار شوم.”
مولانا سندهي څو میاشتې پیښور بیا سنده او اخر کوټې کې د سفر تیاري شروع کړه. مولوی عبد الله لغاری- فتح محمد(عبد الرحمن) نور محمد- او اختر افغانی چې د دوی لار ښود و، ورسره و. دوی سل میله مزل نه وروسته شیراوک ته ورسیدل. امیر حبیب الله خان په هند کې هغو محمدزو ته معافي اعلان کړی وه، چې د عبد الرحمن په وخت هلته میشت وو. مولوی لغاري د شیراوک پولیسو ته وویل چې دوی د امیر د مشر زوی او معین السلطنت شهزاده عنایت الله په بلنه کابل ته روان وو. هغه وخت یوه هندي روپۍ ( کلداره) د دوو کابلي روپیو برابره وه خو په افغانستان کې بیا هم ارزاني وه. یوه چرګه په څلور آنې- غوړي د یو روپۍ سیر او اوړه د یوې روپۍ څلور سیره خرڅیدل، البته چیني ( بوره) ګرانه وه. د شیراوک حاکم دغې ډلې ته میلمستیا وکړه خو کله چې قاضي ته يې بوتلل نو هغه ترې د شهزاده عنایت الله لیک وغوښتو. دوی وویل چې دا يې د انګریز له ویرې ځانه سره نه و راوړې. قاضي د چاپېره سیمو ملایان وروبلل چې دوی سره مذهبي بحثونه وکړي او اخر قانع شو چې دوی متشرع مسلمانان وو. کندهار ته د تلو په وخت قاضي مولانا سندهي ته وویل چې هلته دوه کسانو سره دې وویني. یو ملا محمد حسن درانی چې هره میاشت حاکم ته دولس زره افغانۍ نذرانه ورکوي او دویم صوفي جان محمد چې حاکم محمد یونس خان يې سخت معتقد او هره ورځ ورته ورځي. که دوی سره مو اړیکې وساتلې نو بیا به پولیس درته څه نه وایی. خو که د کندهار پولیسو ونیولئ نو بیا پخپله امیر حبیب الله خان هم تاسو نشي خلاصولی. د شیراوک قاضي ورته د سفر لپاره راهداري سند (جواز) ورکړو او دوی د “چمن افغانستان” (قذنی) د لارې روان شول. دوه افغان پولیس هم ورسره مله وو چې یو جمعدار، د میاشتې لس او بل سپایی چې اوو روپۍ تنخواه يې اخیسته. مولانا سندهي به دوی ته هره ورځ یوه یوه روپۍ د ډوډۍ لپاره ورکوله. خو د سفر په پای کې دوی ترینه نورې پېسې غوښتې نو جمعدار ته يې پینځلس او سپای ته لس کلدارې ورکړې. د کندهار په دروازه دغو پولیسو چارواکي ته وویل چې دوی سرکاري میلمانه وو. ملا محمد حسن د سهار لمانځه لپاره په جومات کې و او د دوی په لیدو خوشاله شو. هلته موجود خلکو ته يې وویل چې ما تاسو ته ویلي وو چې دوه کسان به راځي او افغانستان به د انګریز له غلامۍ وباسي.
په کندهار کې یو پیر فقیرجان سرهندي هم میشت و چې عبد الرحمن هند ته شړلی او د حبیب الله په بلنه بیرته راغلی و. مولوی لغاري غوښتل چې هغه سره پاتې شي خو سندهي ورته وویل چې هغه تا وهابي ګڼي او که د کندهار حاکم يې خبر کړو نو مونږ به ټول ګرفتار شو. دوی صوفي جان محمد سره ولیدل چې یوه میاشت يې کوربه و او دوی دواړو ته يې د افغانستان ملي اسناد نه علاوه د میاشتې دوه نیم سوه افغانۍ جیره (پېسې) هم وټاکلې. د کندهار حاکم محمد یونس خان ورته کابل ته تلونکی یوې پوځي دستې سره د سفر انتظام وکړو. د لارې هر مسافر خانې ته يې هدایات ولیکل چې دوی سرکاري میلمانه وو. یونس خان خپل وراره نادر خان (سپه سالار) په نوم یو سفارشي لیک او مولانا سندهي ته یو کرچ (اوږده توره) چې تیکی يې د سیپۍ نه جوړ و، ورکړل. ورته يې وویل چې کله نادر خان سره ملاقات کوي نو دا توره دې د ملا سره وتړي. یو بل لیک يې د میزان العدالت و التحقیق مشر عبد الرزاق خان په نوم ورکړو. د اکتوبر میاشت او د ژمي پېل و نو مولانا په پینځو سوو افغانیو ګرمې جامې او د سفر نور توکي چای چیني يې واخیستل او ډېر په درناوي له کندهار د ښار رخصت شول.
د کندهار نه تر کابل د دولسو ورځو مزل و او په ټوله لاره، هر شلو میلو کې به یوه مسافر خانه وه. دا لکه د یوې کلا په شان، دننه د اوسیدو ښه انتظام او مشر ته به يې سرای دار ویل. د اسونو لپاره بیل ځای و او په دروازه د هر توکي نرخ لیکلی و ان تر دې چې د اس د واښو نرخ هم موجود و. د یو غولي چاپېره د استوګنې کوټې او منځ کې د افغانستان د ټولو مسافر خانو نقشه جوړه وه. په پینځمه ورځ دوی غزني ته ورسیدل او مولانا لیکي چې “غزنا” د یو سیند نوم دی او ممکن دا ښار یو وخت لوی و خو اوس پکې لس دولس زره خلک اوسېږي. قافله هلته درې ورځې ایسار وه او مولانا سندهي د خپلو ملو سره هلته تاریخي ځایونه ولیدل. د سلطان محمود له خوا جوړ شوی “فلک سیر” نومې جومات لیدو ته ورغلل چې هلاکو خان وران کړی او هلته لس اته ګزه زمکه کې د مرمرو تیږې پرتې وې. د سلطان محمود مقبره د غزني ښار څخه دوه میله بهر او په لاره دواړو غاړو ته بې شمیره قبرونه ښکاریدل. یو هلک نه يې په نیمې روپۍ خر په کرایه کړو او مزار ته ورغلل نو هلته په یوې لوحې کنده وو چې دا مقبره امیر حبیب الله خان په خپل لګښت بیرته جوړه کړه. د تاریخ فرشته په حواله د سلطان محمود مقبره په “کوشک سبز” کې وه او بره د غر نه اوبو د پاره ښکته یوه ویاله جوړه وه چې “دهان شیر” نومیده او هلته د کاڼي زمری موجود و چې خلې نه يې اوبه تویدې خو کوشک سبز نه و. مولانا سندهي هلته ډېر وخت په مراقبه ناست و او بیا دوی بره هدیرې ته ورغلل. د امیر ناصر الدین سبکتګین قبر په یوې دکانچې جوړ و چې دا هم امیر په خپل لګښت بیرته جوړ کړی و. د شیخ عطار قبر د سیند پر غاړه او د حکیم سنایی د قبر ګومبده ښایسته وه چې هلته څو منجاور ناست وو.
مولانا سندهي د غزني د پوسټ آفس نه یو لیک د “سراج الاخبار” مدیر محمود خان طرزي ته واستاو او درې ورځې وروسته دوی کابل ته ورسیدل. په لاره هرې مسافر خانې کې یو جمعدار به دوی نه یوه افغاني اخیسته. د کابل په دروازه یو پولیس د دوی جواز(سند) یو منشي ته ورکړو چې د دې نقل (کاپي) يې ځان سره وساتلو او اصل يې دوی له ورکړو. په کابل کې مولانا سندهي د کراچي اوسیدونکي ابراهیم خان سره میشت شو چې حبیبیه کالج کې ملازم و. نور کسان د علیا حضرت د جومات په یو کوټه کې اوسیدل.
ښاغلي ابراهیم مولانا ته د ټولو مهمو سردارانو نومونه ښودلو نه علاوه وویل چې تر هغې، د امیر ورو شهزاده نصرالله (نایب الحکومت) د ده وارث دی خو انګریز کوشش کوي چې د ده زوی شهزاده عنایت الله د هغه ځای واخلي. خو یو دریم شخصیت د ده کشر زوی امان الله خان هم په پټه ځان وړاندې کوي. د ده مورعلیا حضرت د اعتماد الدوله لور ده چې پخوا د امیر عبد الرحمن لوی وزیر و. دی اوس تقاعد شوی خو امیر د اختر په موقع د هغه سلام له ورځي او هغه دربار ته د تلو نه خلاص دی. د امان الله میرمن د سردار محمود خان طرزي لور ده او لقب يې ثریا بیګم دی.
نوربیا