
په عربي کې د “الفاظ غونډ” او سمندر دواړو ته قاموس وایی. “ډکشنري” د لاطیني ” ډیکټیونم” او ډایسیري” نه راوتلی دی چې وېنا یا خبرو ته وایی. د دې ریښه هم د هندي اروپای ټکي “ډایک” سره نښتې ده چې اوس د هندي “دیکهه” (کتل یا په ګوته کول)بڼه لري.
د نړي تر ټولو پخوانی قاموس په ۲۳۰۰ ق م کې سومیریا خلکو په “ایلبا” (سوریا) کې د خټو په دړو میخي خط کې ولیکلو. دا په دوو ژبو اکاډین- سومیري کې و او یوه دړه اوس د پېرس په میوزیم کې نندارې ته ایښې دی. خو د یوې ژبې، یعني د چینایی قاموس، د ټکو د معنا سره په دریم ق م پېړۍ کې ولیکل شو.
په یورپ کې د ډکشنري نوم په ۱۲۲۰م کې په لومړي ځل، برطانوي د ګارلیند جان په خپل کتاب “ډکشناریوز” کې وکارو. په ۱۶۰۶م کې رابرټ کاډري د الف با په ترتیب د انګریزي ټکو یو فهرست جوړ کړو. خو په ۱۷۵۵م کې سیمویل جانسن په نهو کالو کې ۴۰ زره د انګریزي الفاظ راټول او د کارونې مثالونو سره ترتیب کړل. دا اوس هم یو مستند او جامع قاموس ګڼلې شي. په انګریزي کې “رن” یعني منډه یو داسې ټکی دی چې ۶۴۵ معنا لري. په تیرو دریو پېړیو کې د انګریزي ژبې بې شمیره لوی واړه قاموسونه چاپ شول چې هره ورځ پکې نوي ټکي او د دې معنا ورزیاتېږي.
د پښتو لومړي قاموسونه د شپاړسمې میلادي پېړۍ په هند کې د انځورونو سره په لاس لیکل کیده چې ځینې يې په کتابخانو کې پاتې دي. د روهیل کهنډ نواب محبت خان په ۱۸۴۱م (ش۱۲۲۰) کې د “ریاض المحبت” په نوم د پښتو لومړی قاموس ولیکلو. هغه وخت د انګریزي، اردو او پښتو متبادل ټکي یو ځای په وړو کتابګوټو کې چاپیدل. په ځینو کې به د هره ورځ ژوند پښتو جملې یا محاورې یو ځای شوی وې چې په پښتونخوا کې د برطانوي پوځ افسرانو به له ځانه سره ګرځاو. په ۱۳۱۶ هجري کې “د پښتو سیند” محمد ګل خان مومند په کابل کې چاپ کړو چې ۷ زره الفاظ يې لرل. له دې وروسته ځینو خلکو د خپلې سیمې نایاب یا متروک ټکي راټول او قاموس ترې جوړ شو. اوس د نړۍ هرې ژبې قاموس په ډیجیټل بڼه تر لاسه کېږي.